سفر

سفر پروخت دا امادګۍ درته ضروري دي

لیکنه: بشر درویش

ژباړه: بشر دروېش

که غواړئ د سفر پر وخت ښایسته او منظم اوسئ، ځینې ټکي باید خامخا په پام کې ونیسئ.
دا ټکي مو له کوره لیرې هم هغسې منظم او نورمال ساتي، لکه په کور او عادي حالت کې چې وئ:

مناسب بوټان باید ولرئ
سفر نه مخکې باید د سفر هدف او کیفیت ته په پام سره مناسب بوټان یا څپلۍ ځان ته چمتو کړئ.

د رنګ په اړه یې خپل ذوق ته لومړیتوب ورکړئ، یانې د جامو یا دریشۍ، واسکټ یا کورتۍ او نورو لباسونو د رنګ په تناسب رنګ خپلو بوټانو یا څپلیو ته وساتئ.

له دې پرته که داسې رنګ وټاکئ چې خړ ډوله وي او زر خیرن نه شي، یا خیره یې ښکاره نه شي، غوره به وي.

مناسب کمربند ولرئ
د ښایسته کمربند لرل او په هغه کې هم زنځیر ته یې پاملرنه ضرور ده.
د کمربند زنځیر که مو نری وي، ډېربه ښه شي. ځکه غټ زنځیرکمربند لرونکی دومره خوند نه کوي.

د لباس لرګی درسره ولرئ
په موټر کې یا اتاق کې د لباس د ځړولو لرګی یا پلاستیکي وسیله درسره ولرئ.
که دا وسیله نه وي او لباس مو په بیک یا پلاستیک کې اچولی وي، اوتو یې خرابیږي.
په دې صورت کې مجبوریږئ چې لباس مو له سره اوتو کړئ.

څو ډوله لباسونه درسره یوسئ
که سفر مو اوږد وي او غواړئ پکې رسمي او جذاب اوسئ، څو جوړه متنوع لباسونه درسره یوس‍ئ.
یوازې دې ته مه ګورئ، چې جامې مو څومره خیرنیږي او د هغو په تناسب لباس درسره یوسئ؛ دې ته وګورئ چې په څومره لباسونو کې متفاوت را څرګند او ښه جذابیدای شئ.

د غاښ پاکولو وسایل او ږومنځ ولرئ
دا تاسې پورې اړه لري، چې غاښونه په مسواک که برس او کریم پاکوئ، خو د سفر پر وخت د غاښونو د پاکولو وسایل حتما درسره یوسئ.
ږومنځ هم ضرور دی، د آیینې کار کیدای شي له خپل ټلیفون او کامرې څخه یې واخلئ.

جرابې او زیرپوشي
څو جوړې جرابې او زیرپوشي یا زیر دریشي خاصتا هغو سیمو ته د سفر پر مهال ځان سره ولرئ، کومې چې یخې او سوړ موسمه دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي