ټولنیز ژوند

لنډه کیسه: له فکر مخکې قضاوت مه کوئ

لیکنه: ياران

ژباړه: فضل رباني قاضي زی

یو ډاکټر په بېړه روغتون ته را ننووت چې د یو عاجل عملیات لپاره ورته زنګ وهل شوی و. سم د واره یې جامې بدلې کړې او مستقیم د عملیات خونې خواته ولاړ. د هلک پلار یې ولید چې د ډاکټر په انتظار په دهلیز کې قدم وهي.

کله چې په ډاکټر یې سترګې ولګېدې، د هلک پلار پرې چیغې کړې چې په راتلو کې د ټول وخت ضایع کړ دا څه رقم رات\ دی؟ ته دومره نه پوهېږې چې د زوی ژوند مې په خطر کې دی؟ آیا ته کوم احساس د مسولیت لرې؟

ډاکټر په مسکا شو او ورته یې وویل: زه بښنه غواړم، په روغتون کې نه وم او همدا چې زنګ راغی په بیړه مې ځان راورساوه، ترڅو مې چې کولی شوی. او اوس زه هیله مند یم چې تاسو آرامه شئ ترڅو زه خپل کار وکړم.

د هلک پلار په قهر جن غږ وویل: زه آرامه شم؟! که چېرې د تا زوی همدا اوس په دې خونه کې پروت وی، نو ته به آرامه ناست وې ها؟ که چېرې د تا خپل زوی د ډاکټر په تمه د مرګ په حالت کې وي نو ته به څه کړې؟؟

ډاکټر بیا په مسکا شو اورته یې وویل: موږ به تر خپلې وسې پورې او د خدای په فضل سره هڅه وکړو او تاسو هم باید د خپل زوی ښه کیدو لپاره دعاووې وکړئ.

پلار یې وبوږنېد: نورو ته نصحت کړل آسانه دي چې کله سړی خپله په تشویش کې نه وي.

عملیات څو ساعاته ونیول. وروسته له دې چې ډاکټر خوشحاله ووت، وویل: خدایه شکر، ستاسو زوی وژغورل شو! او پرته له دې چې د هغه د پلار خبرو ته غوږ شي په خپله لار روان شو او په منډه کې یې وویل: که چېرې کوم سوال لرې، له نرس نه یې وپوښته.

د هلک پلار د لږ ځنډ وروسته له دې چې ډاکټر ولاړ نرس ته یې وویل: چې دا ولې دومره په بېړه کې و؟ دومره هم په تمه نه شو چې زه مې د زوی حالت ترې وپوښتم. نرس په داسې حال کې چې له سترګو یې اوښکې په مخ راغلې ځواب کې ورته وویل: زوی یې پرون په یوه پېښه کې مړ شو. هغه د خپل زوی د خاور سپارلو په مراسمو کې و چې موږ ورته زنګ وهلی اوس په منډه ولاړ ترڅو د خپل زوی د مرګ نیمګړي مراسم پای ته ورسوي.

پند: هیڅ وخت په احساساتي قضاوت مه کړئ ځکه تاسو نه پوهیږئ چې د هغوی په ژوند کې څه تیریږي او په څه حالت کې روان دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران