ادبیات کلتور او هنر

د شاعرۍ ګټې؛ ولې باید شاعري ولولو؟

لیکنه: صادق طارق
اعلان

شاعري له ترټولو زیاتو خوښونکو هنرونکو څخه دی. دغه هنر په نړیواله کچه عام او ډېر مینه وال لري.

د شعر په اړه وایي، چې د انسان له روان سره یې سروکار وي او نه بیانیدونکی خوند پکې نغښتی.

خو دا هنر ولې دومره مینه وال لري؟

ولې شاعري زموږ پر احساساتو اغېز کوي؟

ولې د شاعرۍ د لوستو زیاتې سپارښتنې راته کیږي؟

او ولې شاعران د خلکو په فرهنګ او بارونو کې له لوړ ځای او ارزښت څخه برخمن دي؟

ولې شعر مهم دی؟

د ځینو په اند شعر لوستل مهم او د ځینو په اند هیڅ مهم نه دی.

د شاعرۍ پلویان شاعري د یوه هېواد د فرهنګ او انساني هویتونو د تمثیل وسیله ګڼي، خو مخالفین یې چې زیات علمي دلایل هم نه لري، دا هنر او خوښول یې د وخت ضایع ورته ښکاري.

خو شاعري له منفي قضاوتونو سره بیا هم جالبه ده او داسې هیڅوک به ممکن نه شي پیدا، چې لږ و ډېر شعرونه یې نه شي خوښ.

ځینې شعرونه به د سختوالي یا بې خونده والي له کبله د خلکو ښه نه راځي، خو په ټوله کې دا یو جذاب او په زړه پورې هنر دی.

د شعر یو لوی اهمیت دا دی، چې تاسې له یوه نوي دنیا سره اشنا کوي، نوې خبرې، نوي خیالات، نوې څرګندونې او نوي موضوعات درسره شریکوي.

شعر لوستو ته وخت بېل کړئ

ځینې ښایي دا ووایي، چې د شعر لوستو لپاره وخت نه لري؛ خو دا منطقي او سمه خبره نه ده.

که غواړئ آرامه او ایډیال ژوند ولرئ، د نورو مهمو اړتیاوو ترڅنګ د شاعرۍ د لوستو لپاره هم وخت باید بېل کړئ.

د دې لپاره د خپلې خوښې وړ شاعران معلوم او وخت په وخت یې نوي شعرونه ولولئ.

دا ډېره ګټه ځکه درته لري، چې ځینې وخت په دوه بیتونو یوه دنیا خبرې یو چا ته کوی شئ او خبرې به مو ورسره په تول پوره شي.

مشترک احساسات درک کوئ

شاعري د ژوند له ورځینیو مسایلو او زده کړو هم تاسې خبروي.

هغه داسې، چې د نورو له احساساتو مو خبروي. تاسې د شاعرۍ له لوستو سره مشترک احساسات درک کولای شئ او توانیږئ، چې بارک بینه او درک مو ژور شي.

د دې ترڅنګ د خپلو پټو احساساتو د ښکاره کولو او نورو سره د شریکولو نوی انداز او طریقې هم در زده کوي.

له پخوا زمانو راهیسې، چې رسنۍ او نور ډله ییز وسایل نه وو، شاعري د احساساتو او خیالاتو د شریکولو مهمه وسیله وه او د یوې رسنۍ په سترګه ورته کتل کیدل.

خیالات مو وده کوي

د شاعرۍ د لوستو په برکت کولای شئ، چې خپلو خیالاتو ته وده ورکړئ.

شاعري په دې خاطر هم ولولئ، چې خیالات مو وده وکړي او د لید نړۍ مو پراخه شي.

د لغاتو زېرمه پياوړې کوي

مطالعه په ټوله او شاعري په خاصه توګه ستاسې د لغاتو زېرمه پياوړې کوي.

په شاعرۍ کې د محدودیتونو له کبله ډېر کله شاعران نوي ترکیبونه جوړوي، له یاده وتي او جالب لغات سره کتاروي او د خپلو شعرونو خښتې ورسره جوړوي.

تاسې که شاعري هغه هم د ښو او مشهورو شاعرانو زیاته ولولئ، د لغاتو زېرمه به مو ورسره پياوړې شي.

نړۍ لید مو پراخیږي

شاعري د نړۍ لید په پراخولو کې هم درسره مرسته کوي. شاعران د خپلو لوړو خیالاتو په مرسته تاسې ته نوي مفاهیم، خیالات او هیلې بښي.

دا کار سبب کیږي، چې د خپل ذهن له محدودې راووځئ، لوی فکر وکړئ او له لویو مسایلو او نویو توقعاتو سره مو سروکار وي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق