خواړه د ژوند رنګونه د ګټې خبرې روغه سټه ژوند بڼه

هغه ۱۳ څه چې د لیمو له خوراک وروسته بدن کې پېښیږي

لیکواله: کریسټین سټیل
ژباړه: شمیم اتل

مشهور امریکايي ارواه پوه دیل کارنګي وايي ” کله چې ژوند تریو لیمو په لاس درکړي ښه داده چې شربت ترې ځان ته جوړ کړې. “
په دې کې هیڅ شک نه شته چې لیمو تریو(تروش) دی او چندان ډیر نه خوړل کیږي. خو همدا تریو لیمو له ګڼو ویټامینو او نورو روغتیايي ګټو ډک دی.

که څه هم هم له بورې او اوبو سره ګډ د لیمو شربت خوندور دی خو د خوراک دا بڼه یې ګټوره نه ده.
له نیکه مرغه ګڼې نورې صحي لارې شته چې تاسو یې په کارولو کولی شئ د لیمو له ګټو برخمن شئ.

تاسو لیمو په سړو او تودو اوبو کې زبيښلی شئ او بیا دا اوبه له خوړو په ځانګړې توګه سلاد سره ګډولی شئ.

دلته موږ په دې غږیږو چې که تاسو لیمو وخورئ نو په وجود کې مو څه پېښیږي؟

1- تاسو ځوان ښکارئ
خپلې پیسې په قیمتي کیماوي کریمونو او نورو بازاري موادو مه ضایع کوئ. په خپلو ورځنیو خوړو کې د لیمو په زیاتولو کولی شئ چې پر خپل پوستکۍ د ځوانۍ ځلا تر لاسه کړئ.
د امریکا په کلینکي غذايي ژورنال کې د خپرې شوې څیړنې له مخې په لیمو کې شته په ډیره اندازه ویټامین سي ، ددې سبب کیږي چې پر جلد د عمر د تیریدو ګونځې ورو او کمې کړي او د پوستکي خشکي هم راکموي. لیمو ستاسو د ورځنۍ اړتیا نیمايي ویټامین سي برابروي او دا ستاسو د جلد په ساتنه کې مهم رول لري.

 

2- ستاسو د وینې فشار ښکته کوي

د وینې لوړ فشار ویرونکې ناروغۍ رامنځ ته کوي، لکه د پښتورګو ناکاره کیدل، د زړه حملې او سکتې. له نیکه مرغه په منظمه توګه د لیمو خوراک ستاسو د وینې د فشار په منظم ساتلو کې مرسته کوي. یو څیړنه وايي، هغه خلک چې د ورځې یو لیمو خوري او ورسره د ورځې اوه زره قدمه پلې قدم ووهي، د وینې د فشار نورمال ساتلو سره مرسته کوي.
خو پر دې سربیره لیمو د وینې د جدي لوړ فشار لپاره درملنه نه شي کیدای یوازې مرسته کوي.

3- د لوږې احساس کوي
که چیرته مو ډیرخوراکي یوه ستونزه وي، نو لیمو د تاسو د ستونزې ښه ځواب دی. تجربو ښودلې ده چې په لیمو کې شته پیکټین (Pectin ) مواد خلکو ته تر ډیره د مړښت احساس ورکوي. د امریکا د تغذیې د کالج له خوا په خپرې شوې څیړنې کې ویل شوي ۵ ګرامه پیکټین له یو کس سره مرسته کوي چې د مړښت احساس وکړي.

البته د پنځه ګرامه پیکټین د پوره کولو لپاره باید د ورځې په بهیر کې څو لیمو وخوړل شي. دا د هغو کسانو لپاره چې د ډیر خوراکۍ له کبله د وزن د زیاتیدو ستونزې سره مخ وي او کمول یې غواړي یوه ښه حل لاره کیدای شي.

 

4- د چاغښت پر ضد مبارزه کې مرسته کوي
لیمو د (پولي فینولونو) له پلوه بډای دی. دا هغه طبیعي مواد دي چې ګټور انتي اکسیډنټونه لري. که څه هم نارنج ډوله میوو کې د ځانګړو جوړښتونو لرونکي پولي فینولونه موجود دي چې ځینې یې ګټور نه دي خو هغه چې لیمو کې شته ګڼې روغتیايي ګټې لري.
د امریکا د کلینکي بیوشیمي او تغذیې ژورنال کې د خپرې شوې څیړنې له مخې هغو موږکانو ته چې د زیاتو غوړو لرونکي خواړه په لیمو کې د موندل کیدونکي پولي (پولي فینول ) سره یوځای ورکړل شوي وو، په دوی کې یې د شحمي مواد او د وزن اخیستل راکم کړي وو. همدارنګه یې په وینه کې د خوږو ، او انسولین کچه بهتره شوې وه.
البته په موږکانو کې دا نتیجه هو به هو په انسانانو کې نه شي تر لاسه کیدای خو څیړونکي اوس هم د چاغۍ په وړاندې د مبارزې لپاره په لیمو کې د موجودې ( پولي) د کارولو سپارښتنه کوي.

5- التهاب ضد خواص لري

که څه هم عادي التهاب ستاسو د وجود لپاره ضرور دی څو د بدن دفاعي سیستم وکړی شي چې د والګي او دې ته ورته نورو ناروغیو په وړاندې دفاع وکړي خو مزمن التهاب په وجود کې د ستومانۍ، هاضمې ستونزو، چورت خرابیدو او د سرطانو په څیر د ناروغیو سبب کیږي.
د هندوستان په یو غذايي ژورنال کې د خپرې شوې څیړنې له مخې په لیمو کې شته ویټامین سي ځینې داسې خواص لري چې د التهاب په کمیدو کې مؤثر ثابت شوي دي. ویټامین سي د دفاعي حجرو په ساتلو سربیره په التهابي وضیعتونو کې ګټور دي.

 

6- والګی یا زکام به مو ډیر نه اوږديږي

دا چې خلک وايي، د والګي یا زکام پر وخت لیمو وخورئ یو دلیل لري.
په لیمو کې شته ویټامین سي له اوږدې مودې راهیسې د والګي د علایمو په کمیدو کې مؤثر ثابت شوي.

که څه هم په دې اړه څیړنې لا هم په یو نظر نه دي چې څومره اندازه ویټامین سي پر والګي اغیز کولی شي. خو په دې اړه چې ویټامین سي د والکي او زکام نښې او علامې راکموي بیلابیلې څیړنې موافقې دي.

 

7- تاسو به زیاتې اوبه څښئ
دې کې شک نه شته چې د بدن لپاره د اړتیا وړ اوبو څښل د ورځې په اوږدو کې ستړي کونکی کار دي. خو د ورځې په بهیر کې د ډیرو ابو څښل ګڼې روغتیايي ګټې لري. دا د اضافي وزن مخه نیسي. د وجود میتابولیزم زیاتوي. انرژي مو زیاتوي او نورې زیاتې ګتې لري. که له اوبو سره لیمو ګډ کړئ نو په دې توګه هم ډیرې اوبه څښلۍ شئ او هم د اوبو او لیمو له ګټو یو ځای برخمن کیدای شئ .


8- د خولې بدبويي لرې کوي او نفس اخیستل تازه کوي
د خولې بدبويي ځورونکې ده. خو که که چیرې د خولې د بدبويئ او د ساه اخیستلو د تازه ګۍ لپاره ښې ژاولې یا بل کوم څه نه لرئ نو لیمو ته لاس کړئ.

لیمو هماسې چې ستاسو د کور هوا تازه ساتي ستاسې خوله هم تازه او له بدبویۍ ژغورلی شي.

د لیمو په اوبو کې شته اسید بدبويي له منځه وړي. دا مرسته کوي چې د پیازو او اوږې د خوراک له کبله خوله کې پاتې شوې بدبويي هم له منځه یوسي.

9- خو ستاسو غاښونه برېښوي
خو په لیمو خوراک کې افراط مه کوئ. دا میوه ډیر اسید لري. ستاسو د غاښونو شا او خوا ساتونکې مایع له منځه وړي او دا د غاښونو د ډیرې زیات حساسیت او برېښ سبب کیږي.

لیمو ډیر زیاتې صحي ګټې لري خو باید په خوراک کې یې اعتدال وشي.

 

10- د پښتورګو تیږې نه پیدا کوئ

که کله مو د پښتورګي تیږه تجربه کړې وي او یا مو له چا اوریدلي وي نو ددې ناروغۍ له شدید درده به خبر یئ. خو که لیمو مو په منظمه توګه د ورځني خوراک برخه وي، بیا اړتیا نه لرئ چې د پښتورګو د تیږو په اړه اندېښنه وکړئ.

لیمو په زیاته اندازه سیتریت لري. څیړنو ثابته کړې چې سیتریت په طبیعي توګه پښتورګو کې د تیږو د جوړیدو مخه نیسي.
د یورالوژي په یو ژورنال کې خپره شوې څیړنه وايي، په هغو ناروغانو کې چې د پښتورګي تیږې یې لرې کړی شوې وې. د لیمو په شربت درملنې چې بوره یا خوږه په کې هیڅ نه وکارول شوې وښوده چې په دې ناروغانو کې بیا د پښتورګو د تیږو پیدا کیدل تر ډیر راکم شول.

11- ستاسو کلسترول کنترلوي

لیمو له داسې موادو ډک دي چې له بدو کلسترولو سره جګړه کې مؤثر دي. له دې جملې د لیمو ویټامین سي د خرابو کلسټرولو په کمولو کې د پام وړ اغیز لري.

په دې اړه بیلا بیلو علمي مرکزونو څیړنې کړي چې او ټول یوې نتیجې ته رسیدلې هغه دا چې په معتدله اندازه د لیمو خوراک ستاسو د وینې ناوړه کلسترول راکموي .

 

12- ستاسو مغز خوندي ساتي
خلک پر هغه څه چې بدن ته یې ګټور وي ډیر تمرکز کوي خو ستاسو مغز هم غذا او تحفظ ته اړتیا لري. له همدې کبله د زړښت پر مهال د الزایمر او د هوښیارتیا د لاسه ورکولو په څیر عقلي ناروغۍ زیاتې دي.

خو په ژوند کې ځینې واړه بدلونونه مرسته کوي چې له دې عصبي ستونزو مخه ونیسئ.

د الزایمر د ناروغۍ په اړه د څیړنو په یو ژونال کې خپره شوې څیړنه وايي، لیمو د ځینو شدیدو عصبي ستونزو مخه نیسي. په بشپړه اندازه ویټامین سي په خپل وجود کې پالل د عمر په تیریدو د هوښیارۍ د لاسه ورکولو مخنیوی کوي او مرسته کوي چې سړی د عمر تر پایه پیاوړی او قوي عصبي سیستم ولري.

نو د خپلو عصابو د ساتلو لپاره ډاډمنه کړئ چې د اړتیا وړ ویټامین سي په ورځنۍ توګه تر لاسه کړئ.

 

13- هاضمې سیستم سره مرسته کوي
که چیرې واتونیږئ یو لیمو له پوستکي سره وخورئ نو ستاسو هاضمي سیستم به مو منندوی وي.

لیمو تر ډیره له محلول فایبر جوړ دی. دا په نس ( معده او کولمو) کې صحي باکتریاوو ته رشد ورکوي چې ورسره ستاسو تشناب ته تګ منظمیږي او له قبضیت او داسې نورو تکلیفونو مو ساتي.

په لیمو کې شته ستریک اسید هم د هاضمي سیستم په ښه فعالیت کې مرسته کوي.

*******

له خپلو دوستانو سره ددې لیکنې شریکول مه هیرئ. 

ددې مطلب به اړه مو خپلې تبصرې  لاندې د کمنیټ په کیکاږلو ولیکئ

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */