سپورټ نړیوال کرکټ وزش او تمرین

که د کرکټ څو نامتو لوبغاړي د ریسلینګ پهلوانان وی، نو شهزاد محمدي به چا غوندې و؟

افغان پیاوړی اوپنر یا پیلوونکی وېکټ ساتونکی توپ وهونکی شهزاد محمدي، د امریکایي رېسلر یا پهلوان بران سټرومن سره تشبه شوی دی.

یوې ورزشي وېب پاڼې دا مطلب د جمعې په ورځ خپور کړی دی، په دغه مطلب کې هندوستانی ایم ایس ډوني له امریکايي جان سېنا سره په څېره یا شکل کې تشبه شوی دی.

د شهزاد محمدي د توپ وهنې او شپږیزو شاټونو وهل د امریکايي رېسلر یا پهلوان د لوبې سره مساوي ښودل شوي دي.

کرک ټرېکر وېب پاڼه وایي شهزاد محمدي چې کله لوبه کوي او لوبه کې ګرم راشي بیا نو بالران ټکوي او کله چې په بالر شپږیزه ووهي، بیا نو سرټیټ نیسي او توپ ته په یو اړخ کوږ ورګوري او بیا وروسته ځان راسته یا سیده کوي.

داسې شاټونه شهزاد په ټي ټېن لیګ او له هغې وړاندې د زِمبابوې خلاف ۲۰۱۷ م کال کې په شارجه کې ووهل.

بل پلو بران سټرومن هم یو پیاوړی رېسلېنګ لوبغاړی دی، هغه ته هم نور انډول رېسلران یا پهلوانان هیڅ ښکاري او مېدان کې یې یو خوا بل واروي او یا یې هم په مېدان کې رانسکوروي.

وېب پاڼه لیکي، کله چې شهزاد ښه توپ وهنه وکړي دواړه لاسونه پورته کوي؛ او سټرومن په رېسلېنګ کې همدا سټایل کوي.

دا چې شهزاد، سټرومن پېژني کنه او یا هم سټرومن شهزاد پېژني کنه؛ خو وېب پاڼې یې سټایلونه او څېرې سره تقریباً یو شان بللي دي.

د شهزاد پېژندنه

د شهزاد بشپړ نوم محمد شهزاد محمدي دی، په محمدشهزاد هم مشهور دی.
په ۱۹۸۸ م کال کې د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې زېږېدلی دی، ۳۰ کاله عمر لري.

واده یې کړی او اولادونه هم لري.

د افغانستان ویکټ ساتونکی توپ وهونکی دی او د افغانستان لپاره په ټېست، یو ورځنیو او شل اوریزو لوبوکې اوپننګ یا پیل ته راځي او ورسره د لوبډلې د توپ اچونې پرمهال وېکټ ساتنه کوي.

شهزاد محمدي د نړۍ په کچه په شا او خوا لس لوبډلو کې لوبېدلی دی.

د شهزاد محمدي توپ وهنه

شهزاد یوه ټېسټ لوبه کړې، چې په دوه پاڼیو توپ وهنه کې یې ۲۷ منډې کړي دي او دا لوبه یې په ۲۰۱۸ م کال کې د هندوستان خلاف ترسره کړې ده.

یو ورځنۍ لوبوکې توپ وهنه

شهزاد ۷۶ یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي، چې ۲۵۰۸ منډې یې پکې جوړې کړي دي، په یوه لوبه کې یې ۱۳۱ ناسوځېدلې منډې زیات سکور دي.

په یو ورځنیو لوبوکې یې ۵ سلیزې او ۱۳ پنځوسیزې وهلي دي.

په ۷۶ یو ورځنیو لوبوکې یې ۲۹۲ څلوریزې او ۵۳ شپږیزې وهلي دي.

۵۹ یې کېچونه نیولي او ۲۴ یې سټمپ اوټونه کړي دي.

شل اوریزې لوبې

شهزاد محمدي ۶۵ شل اوریزې لوبې کړي دي، چې ۱۹۳۶ منډې یې پکې ترسره کړي دي، لوړې منډې یې ۱۱۸ ناسوځېدلې دي، په دغو لوبوکې یې یوه سلیزه وهلې او ۱۲ یې پنځوسیزې جوړې کړي دي.

په دغو شل اوریزو لوبوکې یې ۲۱۸ څلوریزې او ۷۲ شپږیزې وهلي دي.

شهزاد محمدي په ۶۵ شل اوریزو لوبوکې ۲۶ کېچونه نیولي او ۲۸ یې سټمپونه کړي دي.

شهزاد محمدي تر اوسه په هیڅ نړیواله لوبه کې توپ اچونه نه ده کړې.
شهزاد محمدي د کرکټ په نړۍ کې کورني او نړیوال مینه وال لري او خلک ورسره مینه کوي.

بل پلو سټرومن بیا د رېسلېنګ په برخه کې نړیوال مینه وال لري.

ویرات کولي او رومن ريئنز

وېب پاڼې بل لوبغاړی ویرات کولي له امریکايي پهلوان رومن ریئنز سره تشبه کړی دی.

ویرات کولي، چې کله لوبه وګټي او یا هم سلیزه ووهي؛ نو خوله وازوي او احساساتي چېغې وهي.

بل پلو امریکايي پهلوان رومن ریئنز هم همدا سټایل کوي.

ویرات کولي اوس ۳۰ کاله عمر لري او ریئنز بیا ۳۲ کاله عمر لري.

ډېوېډ وارنر او ري مېسټریا

کله چې اسټرالیايي اوپنر لوبغاړی ډېوېډ وارنر سلیزه ووهي او یا هم لوبه وګټي او دا صحنه چې بیا لمانځي نو منډه وهي او جمپ وهي او ورسره لغته واروي.

نو مېسټریا هم همداسې سټایل کوي او ډېره پورې رېسلېنګ کې له پښو کار اخلي او مخالف لوری د پښو په وسیله راغورځوي.

ډېوېډ وارنر او مېسټریا دواړه له قدونو لنډ دي.

مېسټریا هم امریکایي رېسلر دی.

شاهد افریدي او انډر ټېکر

شاهد افریدي او انډرټېکر د تقاعد او رېټایر مېنټ په برخه کې سره مساوي بلل شوي دي.

د وېب پاڼې په وېنا شاهد افریدي په ۲۰۰۶ م کال کې له ټېسټ لوبو استعفی وړاندې کړه او خلک یې حېران کړل؛ خو بیا یې تر ۲۰۱۳ م کال پورې لوبې وکړې.
له دې وروسته یې په ۲۰۱۶ م کال کې د لوبو څخه استعفی وکړه؛ خو تر ۲۰۱۷ م کال پورې یې یو ورځنۍ او شل اوریزې لوبې وکړې.

انډر ټېکر هم څوځلې په رېسلېنګ کې خپله استعفی وړاندې کړه؛ خو بېرته یې لوبې وکړې او خلک یې حېران کړل.

د انډرټېکر اصلي نوم مارک ویلیم کلاوی دی او د امریکا اصلي اوسېدونکی دی.
په ۱۹۶۵ م کال کې په امریکا کې زېږېدلی دی اوسمهال ۵۳ کاله عمرلري.

اوس شاهد افریدي له نړیوالو لوبوسره د پاکستان لپاره مخه ښه کړې او انډرټېکر هم له رېسلېنګ څخه استعفی کړې ده.

ایم ایس ډوني او جان سینا

هندوستان هیرو کرکټ لوبغاړی ایم ایس ډوني او امریکايي رېسلر جان سینا د ښو اخلاقو او نرم خوی له امله تشبه شوي دي.

ډوني د هندوستان لپاره درې اتلولۍ ګټلي دي.

۲۰۰۷ ، ۲۰۱۱ او ۲۰۱۳ م کال کې یې د شل اوریزو، پنځوس اوریزو او د نړۍ قهرمانۍ جام سیالۍ د هندوستان لپاره ګټلي دي او درې ځلې یې د چینای سوپرکېنګز لوبډلې لپاره په آې پي ایل کې اتلولۍ اخېستي دي.

خو نوموړي هر ځل له کبر او غرور څخه کار نه دی اخېستی او له خپلو ملګرو سره عاجز او دوستانه پاتې شوی دی.

بل پلو جان سینا هم ۱۷ ځلې په رېسلېنګ کې اتلولي ګټلې ده؛ خو د هغه په خوی کې هم هیڅ بدلون نه دی راغلی.

جان سینا په ۱۹۷۷ م کال کې په امریکا کې زېږېدلی دی، نوموړی د فلم اداکار، رېسلر، تلویزیوني خپرونو کوربه او ۲۰۰۶ م کال کې د امریکا د بحري ځواکونو پوځي هم پاتې شوی دی.

هغه د امریکا د فلورېډا ایالت اوسېدونکی دی.

ډوني بیا د هندوستان په بهار ایالت کې زېږېدلی ۳۷ کاله عمر لري او بشپړ نوم یې بیا مهیندرا سېنګ پان سېنګ ډوني دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې