سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

د کرکټ نړیوالې شورا جایزې او ګټونکي لوبغاړي، افغانان هم په کې شته

د کرکټ نړیواله شورا د یو درجن په شمېر کې نړیوال ورزشي ټرافیانې یا ایوارډونه لري، دا ایوارډ او جایزه هغه لوبغاړي ته هر کال ورکول کېږي، کوم لوبغاړي چې د یو کال په اوږدو کې یې ښې لوبې کړي وي.

د جایزو د ورکړې دا لړۍ په ۲۰۰۴ م کال کې د کرکټ نړیوالې شورا له خوا پیل شوې ده.

په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۴ کلونوکې دا ایوارډ د ایل جي کرکټ نړیوالې شورا په نامه یادېده او علت یې دا و، چې دا ایوارډ د ایل جي سوداګریز او صنعتي شرکت له خوا سپانسر شوی یا مالي ملاتړ یې شوی و.

۲۰۰۴ کال ایوارډ او ګټونکي لوبغاړي
کرکټ نړیواله شورا څو ایوارډونه یا جایزې هر کال ورکوي، چې په دې کې یو ایوارډ د کال غوره کرکټ لوبغاړي ته ورکول کېږي او د دې ترڅنګ د ټېسټ، یو ورځنیو، ایمرجېنګ جام سیالیو لوبغاړو او د شل اوریزو لوبو غوره لوبغاړي ته ورکول کېږي.

په ۲۰۰۴ م کال کې د کال غوره کرکټ لوبغاړی هندی راهول ډراوېډ و، نوموړی په ټېسټ لوبو کې هم غوره لوبغاړی اعلان شوی، هغه ته هم د کال غوره کرکټ لوبغاړی او هم د ټېسټ لوبو غوره لوبغاړي ایوارډ ورکړل شو.

په ۲۰۰۴ م کال کې د یو ورځنیو لوبو غوره لوبغاړي جایزه انګلستاني فلېنټاف واخېسته.

د دغه کال ایمرجېنګ لوبغاړو د غوره لوبغاړي جایزه هندي عرفان پټان واخېسته.

د ۲۰۰۴ کال غوره لوبڅار اسټرالیایي سېمن ټافېل و.

۲۰۰۵ کال او د غوره جایزو ګټونکي لوبغاړي
۲۰۰۵ م کال کې د کرکټ نړیوالې شورا دوهم پړاو ایوارډونو د وېش لړۍ وه، دا ایوارډ د جولای په ۳۱ مه نېټه ورکړل شو.

د کال د غوره لوبغاړي جایزه دوه لوبغاړو په ګډه وګټله، انګلستاني فلېنټاف او افریقایي جېکس کالېس وګټله.

د ټېسټ لوبو غوره لوبغاړي جایزه هم جېکس کالېس واخېسته، د یو ورځنیو لوبو غوره لوبغاړي جایزه انګلستاني کیوین پېټرسن واخېسته.

د ایمرجېنګ لوبغاړو جایزه هم کیوین پېټرسن اخېستې وه.

د کال د غوره لوبڅار جایزه اسټرالیایي سېمن ټافېل یو ځل بیا واخېسته.

۲۰۰۶ کال او غوره جایزې ګټونکی
د دې ایوارډ مراسم د هندوستان په ممبيي ښار کې ترسره شول.
د کال غوره لوبغاړي اسټرالیایي ریکي پونټېنګ اعلان شو، د ټېسټ لوبو غوره لوبغاړی هم ریکي پونټېنګ و، د یو ورځنیو لوبو غوره لوبغاړی اسټرالیایي مېچل هسي و، د ایمرجېنګ غوره لوبغاړی انګلستانی ایئن بېل و، د کال غوره لوبڅار سېمن ټافېل و، دا دریم ځل و، چې دا لوبڅار د کال غوره امپایر اعلان شو.

د کال غوره لوبډلمشر سریلانکایي مهېلا جایاوردنی و.

او د کال غوره ښځينه لوبغاړې اسټرالیايي کارېن رولټن وه.

دغو ټولو لوبغاړو او لوبڅار د ۲۰۰۶ کال ایوارډونه واخېستل.

۲۰۰۷ م کال او د جایزو ګټونکي
د کرکټ نړیوالې شورا څلورم ځل ایوارډونو لړۍ په سهیلي افریقا کې ترسره شوه.
د کال غوره کرکټ لوبغاړي جایزه اسټرلیايي ریکي پونټېنګ واخېسته، د ټېسټ لوبو غوره لوبغاړي جایزه پاکستاني محمدیوسف واخېسته.

د یو ورځنیو لوبو غوره لوبغاړي جایزه اسټرالیایي متیو هایډن ترلاسه کړه.

د ایمرجېنګ لوبو جایزه اسټرالیایي شاون ټېټ واخېسته، د دوهمه درجه هېوادونو غوره لوبغاړی توماس اوډویو و، چې دا د کینیا لوبغاړی دی.

د کال غوره لوبڅار جایزه د څلورم ځل لپاره اسټرالیایي سېمن ټافېل واخېسته.

د کال غوره لوبډلمشر ایوارډ بیا ریکي پونټېنګ ترلاسه کړ او د ښځينه لوبغاړو ترمنځ غوره لوبغاړې هندوستانۍ جولان ګوسوامي وپېژندل شوه او ایوارډ یې واخېست.

۲۰۰۸ کال او جایزې
د ۲۰۰۸ کال غوره لوبغاړو جایزو د وېش لړۍ په عربي متحده اماراتوکې ترسره شوه.

دا مهال شل اوریزې لوبې هم په جایزو کې ور شاملې شوې، دا ځکه چې دا لوبې په ۲۰۰۷ کال کې تاسیس شوې او په ۲۰۰۸ کې یې د جایزو لړۍ هم پیل شوه.

د ټول کال کرکټ غوره لوبغاړی ویسټ انډیزی شېونارېن چندرپال اعلان شو.

د ټېسټ لوبو غوره لوبغاړی افریقایي ډیل سټين وپېژندل شو، د یو ورځنیو لوبو غوره لوبغاړی ایم ایس ډوني و، د شل اوریزه لوبو غوره لوبغاړی یوراج سېنګ و، د ایمرجېنګ سیالیو غوره لوبغاړی سریلانکایي اجېنتا مېنډس و، د دوهمه درجه کرکټ لوبډلو غوره لوبغاړی هایلېنډی ریان ټېن ډېسکټی و.

د کال غوره لوبڅار یو ځل بیا اسټرالیایي سېمن ټافېل و او ښځينه غوره لوبغاړې انګلستانۍ چارلوټ ایډوارډز وه.

۲۰۰۹ م کال او جایزې یې
د دې کال د جایزو د وېش مراسم په سهیلي افریقا کې جوړ شوي وو.

مېچل جانس د کال غوره کرکټ لوبغاړی و، ګاتم ګمبیر د ټېسټ لوبو غوره لوبغاړی و، ډوني د یو ورځنیو لوبو غوره لوبغاړی و، دېلشن د شل اوریزو لوبو غوره لوبغاړی و، اسټرالیایي پېټرسېډل د ایمرجېنګ لوبو غوره لوبغاړی و، د دوهمه درجه هېوادونو غوره لوبغاړي جایزه ایرلېنډي ویلیم پورټرفیلډ واخېسته.

د کال غوره لوبڅار پآکستانی علیم دار و او ښځينه غوره لوبغاړې بیا انګلستانۍ کلېئر ټایلر وه.

۲۰۱۰ م کال او جایزې یې
د دې کال جایزو د وېش مراسم د هندوستان په بنګلور ښار کې ترسره شول.

دا اووم پړاو و، چې کرکټ نړیوالې شورا جایزې ووېشلې.

د کال غوره لوبغاړي جایزه سچېن ټېنډولکر واخېسته.

د ټېسټ لوبو غوره لوبغاړی وېرېنډر سېواګ و، د یو ورځنیو لوبو غوره لوبغاړی افریقایي ای بي ډیویلیئرس وپېژندل شو.

د شل اوریزو لوبو غوره لوبغاړی نیوزیلېنډی برېنډن مکالم اعلان شو، د ایمرجېنګ لوبو غوره لوبغاړی انګلستانی سټیف فېن و، د دوهمه درجه هېوادونو غوره لوبغاړی نېدرلېنډی ریان ټېن ډېسکټی و، د کال غوره لوبڅار پاکستانی علیمدار و او کال غوره ښځینه لوبغاړې اسټرالیایي شیلي نېسک وه.

۲۰۱۱ م کال او جایزې یې
اتم پړاو جایزو وېش لړۍ د انګلستان په لندن ښار کې ترسره شوه، د کال غوره لوبغاړی انګلستانی جنتن ټراټ اعلان شو، د ټېسټ لوبو غوره لوبغاړی انګلستانی الېسټېر کوک وپېژندل شو، د یو ورځنیو لوبو غوره لوبغاړی سریلانکایي سېنګا کارا ونومول شو.

د شل اوریزو غوره لوبغاړی نیوزیلېنډی ټېم سوتي اعلان شو، د ایمرجېنګ سیالیو د کار لوبغاړی ویسټ انډیزی ډېوېنډرا بېشو وپېژندل شو، د دوهمه درجه کرکټ هېوادونو غوره لوبغاړی یو ځل بیا هایلېنډی ریان ټېن ډېسکټی معرفي شو.

علیمدار د کال غوره لوبڅار جایزه واخېسته او ویسټ انډیزۍ ښځينه کرکټ لوبغاړې سټیفاني ټایلر اعلان شوه.

۲۰۱۲ م کال کې جایزې
د نهم پړاو جایزو وېش په ۲۰۱۲ م کال کې په سریلانکا کې ترسره شو.

د کال غوره کرکټ لوبغاړی سریلانکایي سریلانکایي کومارا سېنګاکارا اعلان شو، د ټېسټ لوبو غوره لوبغاړی هم سېنګارکارا وپېژندل شو.

د یو ورځنیو لوبو غوره لوبغاړی ویرات کولي وپېژندل شو، د شل اوریزو لوبو غوره لوبغاړی افریقایي ریکارډ لیوي اعلان شو، سونېل نرېن د ایمر لوبو غوره لوبغاړی و، ایرلېنډی جورج ډکرل د دوهمه درجه هېوادونوڅخه غوره لوبغاړی و، د کال غوره لوبڅار سریلانکایي کومار درمسینا و، د یو ورځنیو لوبو غوره ښځینه لوبغاړې ویسټ انډیزۍ سټيفاني ټایلر وه او د شل اوریزو لوبو غوره لوبغاړې انګلستانۍ سارا ټایلر وه.

۲۰۱۳ م کال او د جایزو وېش
۲۰۱۳ م کال کې د ټول کال غوره لوبغاړی مېچل کلارک اعلان شو، کلارک د اسټرالیایي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر و. د ټېسټ لوبو غوره لوبغاړی هم مېچل کلارک اعلان شو.

د یو ورځنیو لوبو غوره لوبغاړی کومارا سېنګاکارا اعلان شو، د شل اوریزو لوبو غوره لوبغاړی پاکستانی عمرګل و، د اسوشېټ یا دوهمه درجه کرکټ هېوادونو په منځ کې غوره لوبغاړی ایرلېنډی کیوین اوبراین اعلان شو، د ایمرجېنګ لوبو غوره لوبغاړی چېټېشور پوجارا وپېژندل شو، د کال غوره لوبڅار ریچارډ کېټل بورګ پېژندل شوی و او دی د انګلستان و، د یو ورځنیو لوبو غوره ښځينه لوبغاړې د نیوزیلېنډ سوزي بېټس وه او د شل اوریزو لوبو غوره ښځينه لوبغاړې انګلستانۍ سارا ټایلر وه.

د دې کال مراسم د تلویزیوني شو په ډول ترسره شول.

۲۰۱۴ م کال او جایزې
۲۰۱۴ م کال کې د جایزو وېش د تلویزیون د شو په ډول ترسره شو.
د ټول کال غوره لوبغاړی اسټرالیایي مېچل جانسن اعلان شو، د ټېسټ لوبو غوره لوبغاړی هم مېچل جانسن و، د یو ورځنیو لوبو د ټول کال غوره لوبغاړی ای بي ډیویليئرس وپېژندل شو، د شل اوریزو لوبو غوره لوبغاړی اېرون فېنچ شو، د ایمرجېنګ سیالیو غوره لوبغاړی انګلستانی ګېري بېلېنس و، د اسوشېټ یا دوهم درجه هېوادونو غوره لوبغاړی پرېسټن مومسېن اعلان هغه دا مهال د سکاټلېنډ لوبډلمشر و، د کال غوره لوبڅار ریچارډ کېټل بورګ پېژندل شوی و، د یو ورځنیو لوبو ښځينه غوره لوبغاړې انګلستانۍ سارا ټایلر وه او د شل اوریزو لوبو غوره ښځينه لوبغاړې مېګ لنېنګ اعلان شوه، هغه د اسټرالیایي ښځينه لوبډلې لوبغاړې ده.

۲۰۱۵ م کال کې د جایزو وېش
اسټرالیایي سټیف سمېت د کال غوره کرکټ لوبغاړی و، د ټېسټ لوبو غوره لوبغاړی هم همدی و، د یو ورځنیو لوبو غوره لوبغاړی ای بي ډیویلېئرس و، د شل اوریزه لوبو غوره لوبغاړی افریقایي فاف ډوپلېسېس و، د ایمرجېنګ لوبډلو غوره لوبغاړی اسټرالیایي جاش هزل ووډ و، د دوهمه درجه هېوادونو غوره لوبغاړی د عربي متحده اماراتو خورم خان و، د کال غوره لوبڅار ریچارډ کېټل بورګ پېژندل شوی و، د یو ورځنیو لوبو ښځینه غوره لوبغاړې مېګ لنېنګ وه، د شل اوریزو لوبو غوره لوبغاړې ویسټ انډیزي سټيفاني ټایلر وه.

۲۰۱۶ م کال د جایزو وېش او پکې د افغان لوبغاړي راڅرګندیدل
د ۲۰۱۶ م کال او د ټېسټ لوبو غوره لوبغاړی هندی ریوي چندرن اشوېن اعلان شو، د یو ورځنیو لوبو غوره لوبغاړی افریقایي کاینټن ډیکاک وپېژندل شو، د شل اوریزه لوبو غوره لوبغاړی ویسټ انډیزی کارلوس برېتوېټ اعلان شوی و؛ د ایمرجېنګ لوبو غوره لوبغاړی بنګله دیشی مستفض الرحمن نومول شوی و، شهزاد محمدي له افغانستان د اسوشېټ یا دوهمه درجه کرکټ هېوادونو څخه د ټول کار غوره لوبغاړی راغلی و.

د ټول کال غوره لوبڅار جایزه افریقایي مرېس اېراس موس اخېستې وه، د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو غوره ښځينه کرکټ لوبغاړی له نیوزیلېنډ هېواد څخه سوزي بېټس وه.

۲۰۱۷ م کال او د جایزو وېش کې د راشدخان نوم


۲۰۱۷ کال کې د ټول کال غوره لوبغاړی ویرات کولي راغلی و، د ټېسټ لوبو غوره لوبغاړی اسټرالیایي سټیف سمېت اعلان شوی و، د یو ورځنیو لوبو غوره لوبغاړی ویرات کولي پېژندل شوی و، د شل اوریزو لوبو غوره لوبغاړی هندی یوزوېندرا چهل نومول شوی و.

د ایمرجېنګ لوبو غوره لوبغاړی پاکستانی حسن علي پېژندل شوی و، د دوهمه درجه هېوادونو څخه غوره لوبغاړی راشدخان ارمان و، د کال غوره لوبڅار مارېس اېراسموس پېژندل شوی و، په ښځينه لوبغاړو د کال غوره لوبغاړې د اسټرالیا ایلایس پېري وه، د یو ورځنیو لوبو غوره لوبغاړې نیوزیلېنډۍ امي سټرت وېټ وه، د ښځينه شل اوریزو لوبو غوره لوبغاړې اسټرالیایي بېت موني او ښځينه ایمرجېنګ لوبغاړې هم بېت موني وه.

۲۰۱۸ م کال او جایزو وېش
تر اوسه ۲۰۱۸ م کال کې د نارینه لوبغاړو او لوبڅارانو د جایزو اعلان نه دی شوی؛ خو ښځينه لوبغاړو کې بیا د کال غوره لوبغاړې سمریتي ماندانا ده، د یو ورځنیو لوبو غوره لوبغاړې هم همدا راغلې، په شل اوریزو لوبوکې غوره لوبغاړې الېسا هیلي ده او د ایمرجېنګ لوبډلو غوره لوبغاړې بیا سوفي ایکلېسټون ده.

ښایي ۲۰۱۸ کال کې بیا یو افغان لوبغاړی په دغو جایزو کې شامل وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی