یوې ترکي ورځپاڼې ویلي حکمتیار استانبول کې تر درملنې لاندې دی

یوې ترکي ورځپاڼې ادعا کړې چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په استانبول کې په یو روغتون کې د درملنې لپاره بستر دی.

د ایدنلیک په نوم ترکي ورځپاڼې دا ادعا د ترکیې د یوې استخباراتي سرچینې په حواله کړې ده او ویلې یې دي، حکمتیار د استانبول یو روغتون کې تر درملنې لاندې دی. خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

خپله حزب اسلامي تر اوسه ددې ادعا په اړه څه نه وي ویلي، خو تر دې مخکې د حزب سرچینو پرلپسې د ګلبدین حکمتیار د روغتیا په اړه ډاډ ورکړی دی .

د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار نوم تیره اونۍ د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه چې نوموړې یې په عامه محضر کې له څرګندیدو منعه کړی و لرې شو.

افغان حکومت وايي، چې د حزب اسلامي مشر ښاغلی حکمتیار به څو اونیو کې کابل ته راشي او د هغه د استوګنې لپاره امنیتي او نور چمتوالی روان دی.

پاکستاني رسنیو په دې وروستیو کې داسې راپورونه هم خپاره کړي و چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به دحکمتیار له راڅرګندیدو وروسته کابل ته سفر وکړي او نوموړې ته له دولت سره د یو ځای کیدو له کبله هرکلی ووايي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */