کورنی ژوند

میرمن باید پوه اوسي چې خاوند ورسره په دې ډول مینه څرګندوي

ژباړه: عطا محمد میاخېل

ستاسو لېوالتیا د هغه لپاره په زړه پورې ده:
کله چې خاوند مو د هغو څیزونو په اړه، چې خوښېږي مو، له تاسو څخه پوښتنه کوي، یانې له تاسو سره مینه لري. د هغه خوښېږي، چې ستاسو په اړه په هرڅه باندې پوه شي او ستاسو لېوالتیاوو ته ارزښت ورکوي.

تاسو ته پاملرنه کوي
په پارک کې د قدم وهلو یا د کورنیو مېلمستیاوو پرمهال، د هغه پام په بشپړه توګه ستاسو په لور دی. د هر کار له ترسره کولو مخکې ستاسو نظر غواړي، که چېرې له یوبل څخه لرې واوسئ، تل تاسو ته زنګ وهي او ستاسو په حال باندې ځان خبروي.

خپل ډېر وخت له تاسو سره تېروي
که چېرې د خاوند مو خوښېږي، چې د خپلو دوستانو په پرتله له تاسو سره خپل ډېر وخت تېر کړي، دا یانې پر تاسو باندې میین دی، البته دا مسئله په دې مانا نه ده، چې هغه باید په بشپړه توګه خپل دوستان پرېږدي، بلکې خوښېږي یې چې خپل ډېر وخت له تاسو سره تېر کړي. په حقیقت کې د تېر په پرتله د ژوند په لومړیتوبونو کې یې ډېر زیات بدلون را منځته شوی دی.

ستاسو د خوشاله کولو لپاره په هر کار لاس پورې کوي
د هغه لپاره ناشونی او نا ممکن شتون نه لري، او ټوله هڅه به یې دا وي، هر هغه څه چې اړین دي، ستاسو لپاره یې چمتو کړي. ښایي ستاسو لېوالتیاوې یو شان نه وي، خو هڅه یې دا ده، چې له تاسو سره ځان همغږی کړي، هېڅکله ستاسو په لېوالتیاوو باندې ملنډي نه وهي. د بېلګې په توګه: که چېرې له کوم لوړه بیه او قېمتي کمیس او یا دې ته ورته نورو څیزونو سره مینه ولرئ، پرځای د دې چې له تاسو سره مخالفت وکړي او د پیسو کمښت او نه شتون بهانه کړي، نو په اخیستلو سره به یې تاسو حیران کړي.

په تاسو پسې خپه کېږي
کله چې په خپل خاوند باندې میینه واوسئ، نو تل دا لېوالتیا لرئ، چې یو د بل ترڅنګ واوسئ او کله چې له هغه څخه لرې یاست، نو ورپسې خپه به شئ. خاوند مو تل ستاسو په اړه فکر کوي او له تاسو سره په اړیکه کې دی او تاسو ته مینه ناک پیغامونه در استوي او ستاسو د حال پوښتنه کوي او هغه څه، چې ستاسو په غیاب او نه شتون کې رامنځته شوي، نو ترې خبروي مو.

د ډېری نارینه و لپاره د عواطفو او احساساتو بیانول ستونزمن کار دی، په دې حالت کې هغوی هڅه کوي، په خپلې ځانګړې تګلارې سره خپل احساس بیان کړي او له دې لارې، له تاسو سره خپله مینه او لېوالتیا څرګندوي. هغه ته وخت ورکړئ او ډاډه اوسئ، چې د خپل خاوند له خولې څخه به د ( درسره مینه لرم ) جمله واورئ.

تاسو ته وایي: ( درسره مینه لرم )
خاوند مو تر تاسو وړاندې د ( درسره مینه لرم ) جمله بیانوي، مهمه نه ده، چې څه وخت او چېرته دا جمله وایي، مهم داده، چې هغه تر تاسو ژر دا جمله ویلې ده.

هغه واقعاً تاسو ویني
هغه ستاسو په اړه هغو ټکو ته پام کوي، چې نور او حتا په خپله مو هم ورته پام نه دی شوی. هغه له نورو سره ستاسو د چلند ډول، ستاسو د احساساتو د بیان بڼې او ستاسو په اړه د نورو احساساتو ته پام کوي، هغه ستاسو د چلند کوچني جزئیات ویني او حافظې ته یې سپاري، هغه تاسو څنګه چې یاست ستایي مو، په دې ترتیب هغه یوازې په تاسو باندې میین دی، هغه په هغه څه باندې مین دی، کوم چې په خپل وجود کې یې لرئ.

تاسو ته په ځانګړې بڼه ګوري
هغه د یو خاوند په توګه تاسو ته داسې ګوري، چې ګواکې تر ټولو ځانګړی او جذاب فرد یاست، چې په نړۍ کې ساری نه لرئ، دا ډول لیدنه، مادي او شېبه ایزه لیدنه نه ده، په واقعیت کې کې له آرامتیا او رښتینولۍ څخه مالامال کتنه ده، یوازې د لیدنې بڼه نه، بلکې د مثبتې انرژۍ موجونه دي، چې د دوو لوریو ترمنځ رد و بدل کېږي، د هغه په لید کې پرته له تاسو هېڅ څیز نه لیدل کېږي.

تاسو د خپلې کورنۍ او خپلوانو لیدلو ته بیایي
کله چې یو نارینه خپله مېرمن خپلې کورنۍ او نږدې خپلوانو ته ور پېژني، یانې هغه اړیکه د نارینه لپاره، په بشپړه توګه جدي ده، هغه د خپل واده اړیکې ته ژمن دی او له تاسو سره د مینې او لېوالتیا ژور احساس لري.

د راتلونکې په اړه، له تاسو سره خبرې کوي
کله چې نارینه له تاسو څخه د واده، د کورنۍ د تشکیل او اولاد لرلو په اړه پوښتنې کوي او په عین حال کې په دې اړه خپل افکار بیانوي، دا یانې هغه ستاسو ترڅنګ د خپلې راتلونکې لپاره فکر کړی دی او هوډ لري، چې له تاسو سره کورنۍ تشکیل کړي. کله چې تاسو دواړه په دې برخه کې یو شان لېوالتیاوې ولرئ، نو په ډېر احتمال سره تاسو دواړه د ژوند د تشکیلولو لپاره چمتو یاست.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل