ژوند بڼه کورنی ژوند

څلور هغه څه چې نارینه هڅه کوي، له خپلې میرمنې یې پټ وساتي

اعلان

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

د هري ښځي او هر نارينه په ژوند کي داسي موارد سته چي له یوه بله ئې پټوي. په دې مطلب کي مو د نارينه وو له هغو څلورو مواردو خبروو چي له خپلو ښځو ئې پټوي.

صرفنظر له دې څخه چي له څو کلونو راهیسي مو واده کړی دئ او یا په څومره اندازه یو و بل سره پېژنئ، د نارينه وو له پاره بیا هم داسي شیان سته چي له تاسي ښځو ئې پټوي. په حقیقت کي نارينه کېدلای سي چي په ځینو وختو کي د ناامنۍ احساس وکړي او احساساتیان سي او باید له دوئ سره د دوئ د احساساتو په څرګندولو کي مرسته وسي. په همدې خاطر مو له يوه معالجه غوښتي چي په دې اړه درته توضيحات درکړي.

نارينه همېشه د پټولو له پاره یو څه لري. لومړی شی چي نارينه ئې له خپلو ښځو پټوي: نارينه هم کله د خپل ظاهر په مورد د ناامنۍ احساس کوي.

شونې ده تاسي د ورزش وروسته یوه جوړه جذابي جامې واغوندئ او له هغه وغواړئ چي تاسي ته خپل نظر ووايي. خو نارينه نه صبرېږي چي تاسې د اندامونو د تناسب په اړه قضاوت وکړئ. د نارينه وو همېشه خوښېږي چي پوه سي ستاسي په نظر کي جذاب دي کنه. ټول نارينه داسي څرګندوي چي په ځانو باورمند دي او د خوندیتوب و امنیت احساس کوي، خو همېشه اړ دي چي پوه سي ستاسي په نظر کي همداسي جذاب دي. په همدې خاطر بهتره ده چي مېرمني د خبرو له طریقه خپلو خاوندانو ته ووایي چي هغه څومره جذاب نارينه دئ. خاوند ته مو ووایاست چي ولي ځان د هغه په څنګ کي خوشبخته احساسوئ. که څه هم ظاهراً داسي وښيي چي اصلاً ورته پر دې پوهېدل یا ددې خبرو اورېدل ورته مهم نه دي خو په حقیقت کي ستاسي خبري کلمه په کلمه په خپل روح سره جذبوي.

نارينه له خپلو ښځو پټوي چي نه پوهېږي څنګه خپل احساسات څرګند کړي

د ښځینه وو په پرتله نارينه له روحی لحاظه کم احساساتي دي او معمولاً نه سي کولای چي د خپلو اندېښنو په باره کي په آسانۍ سره خبري وکړي. البته دا په دې دلیل نه دي چي احساس نه لري بلکي په دې دلیل دي چي معمولاً دوئ ته ور ښودل سوي دي چي ځانونه له دې ډول مشکلاتو په یوازي ځان سره ځان راوباسي او هغوی ښکاره نه کړي؛ هغوی همېشه خبري اوري (( نارينه نه ژاړي! )).

په همدې خاطر خپه کېږئ مه که ونه سي کولای چي ستاسي سره تر یوې شخړي یا ستاسي تر ناوخته کار کولو په دلیل په آسانۍ سره تاسي ته ووايي چي په رښتیا ستړی و ناراحته دئ. له بله اړخه دا هم شوني دي چي ستاسي نارينه داسي احساس وکړي چي تاسې اندېښنې صرفنظر کړي دي چي دا موضوع په خپل وار سره کولای سي د هغه خوی و خلق اغېزمن کړي.

اوس څه باید وسي؟ یوه ښځه یوازي کولای سي چي صبر و زغم ولري. خپل احساسات په ښکاره و څرګندو الفاظو کي بیان کړئ او صبر ولرئ چي هغه هم خپله ژبه ګویا کړي او کوشش وکړئ چي د احساساتو په څرګندولو کي له هغه سره مرسته وکړئ.

نارينه له خپلو ښځو پټوي چي څومره زیات په هغوی پوري متکي/تړلي دي

نارينه په آسانۍ سره کولای سي چي د ملاتړي و تامین کوونکي رول په غاړه واخلي. خو یوازي لږ شمېر ئې د نورو مرستي قبلوي. حتا که دا مرسته و حمایت ئې د ژوند د ملګرې له لوري هم وي. نارينه په کارځای یا د اوسېدو په ځای کي زیات دوستان لري خو ډېر کم پېښېږي چي داسي دوست دي ولري چي د دوئ پر ټولو احساسات پوه سي او کاملاً دوئ درک کړي. د نارينه وو خوښېږي چي د ژوند د ملګرې پر ملاتړ و حمایت تکیه وکړي خو په عیني وخت کې دا هم نه خوښېږي چي ضعیف یا کمزوري وانګېرل سي.

په همدې خاطر، مه هېروئ چي د خپل خاوند محبوبه، مېرمن او بهترین دوست اوسئ. مې هېروئ چي د کاري چارو په اړه ئې وپوښتئ او یا له هغه وغواړئ چي د خپلو مسایلو په اړه درسره خبري وکړي. که تاسي ته معلومېږي چي اسټریس یا فشار لري هغه ته ووایاست چي کولای سي ستاسي سره خبري وکړي، تر دې چي که په پیل کي ووايي چي هیڅ خبره نسته. هرکله چي خبري کوي په بشپړه توګه د يوه فعالي غوږ نیوونکي په رول کي اوسئ او خبرې ور جوابوئ.

نارينه له مېرمنو پټوي چي په غېږو کې له دمې کولو خوند اخلي

شونې ده چي حتا د جنسي اړیکي حوصله ونه لري خو دا په دې معنا نه دي چي هغه دي په غېږه کي ونه نیول سي او ناز دي ورنکړل سي. د نارينه وو هم د ښځو په څېر په غېږه کي نیول او میده میده سر ورکښېکښل خوښېږي او خوند ورکوي. کولای سئ چي دا کار ډېر ترسره کړئ. د خاوند لاسونه مو ونیسئ، اوږې ئې ور مساژ کړئ د خوب پر مهال هغه ته ور نژدې سئ. کېدلای سي ځیني وختونه جنسي اړیکه هم رامنځته سي خو یوازي د هغه د لاسونو نيول او یا د اوږو لمسول و مساژ ورکول هم کولای سي چي د هغه له پاره د زړه قوت و طاقت اوسي چي اړتیا ورته لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي