ټولنیز ژوند کورنی ژوند

دا خبرې هیڅکله مېرمنې ته مه کوئ

لیکنه: بشر درویش

ژباړه: بشر دروېش

پښتانه سره له دې، چې ښځو سره په بد چلند تورن دي خو ښځو ته د « کور ودانه» اصطلاح کاروي.

له دغې اصطلاح سره څرګندیږي، چې حتا دوی له ټول سخت دریځه ذهنیت سره مېرمنو ته د کور ودانولو د بنسټ په سترګه ګوري او په دې قانع دي، چې کورونه یې په مېرمنو ودان دي.

مېرمنه چې «کور ودانه» ده، بیا خو ورسره په چال چلند کې باید پوره احتیاط وشي څو اړیکې او ګډ ژوند ورسره خراب نه شي.

دلته ځینې داسې خبرې شریکوو، چې د ګډ ژوند د خرابیدو سبب کیږي او له مېرمنو سره یې باید ونه کړئ.

« په خبرو کې خبرې مه لټوه»
دا واقعیت دی، چې ښځې عادتاً په خبرو کې خبرې لټوي. یوه کوچنۍ خبره په لویه خبره بدلوي او سرخوږی جوړوي، خو هیڅکله مناسبه نه ده چې تاسې د دې واقعیت په اړه ورته وغږیږئ.

که غږیږئ نو پوه اوسئ، چې په لوی لاس له خپلې کور ودانې سره جوړ کړی ورانوئ او د ګډ ژوند وضعیت ترینګلی کوئ.

« دې کار ته وخت نه لرم»
مېرمنې د نورو انسانانو په شان زرګونه هیلې او ارمانونه لري، د دې ارمانونو د پوره کیدو لپاره یې تل د ژوند ملګري ته سترګې اوړي څو هیلې یې پوره کړي او د طبعې ژوند په برابرولو کې یې هڅه وکړي.

د دې هیلو د پوره کیدو په لړ کې به خامخا مېرمنې ځینې غوښتنې درنه کوي، خپلو- خپلوانو، چکر او ځینو سیمو ته د ګډ تګ غوښتنه به لري.

هڅه وکړئ چې په صریح ډول ورته د وخت نه لرلو خبره ونه کړئ.

که بوخت وئ، هڅه وکړئ چې خپل مجبوریتونه په یو بل ډول بیان کړئ څو خپله تاسې او مجبوریتونه مو سم درک کړي.

« هر وخت همداسې کوې»
نه یوازې له مېرمنې؛ بلکې هرچا سره په خبرو او ټول ژوند کې له مطلقو کلیمو لکه: هروخت، هیڅ وخت څخه کار مه اخلئ.

مېرمنې ته مه وایئ، چې هرکله پخلی خرابوي، تاسو ته یې هیڅکله سمه پاملرنه نه ده کړې، یا یې هیڅ وخت ستاسې هیلو ته سمه پاملرنه نه ده کړې.

« تا نه غیر ژوند نه شم کولای»
دا جمله په رومانټیک لحاظ غوره او بهتره ده، خو په رواني لحاظ د وابستګۍ مانا لري.

داسې احساس ورکول هم مېرمنې ته نه دي په کار، کیدای شي طبیعت مو ښه وي همداسې سلګونه جملې ورته ووایئ، خو ځينې وخت چې طبیعت مو خټه وي، کیدای شي په همدې ډول خبرو او اړیکې ته دوام ورنه کړای شئ.

« دا خبره هېره کړه»
دا جمله د یوې ستونزې د زر حل او مېرمنې د قانع کولو لپاره لازمه ده چې وکړئ.

خو د تل لپاره یې پایلې ښې نه دي، ځکه د هماغې ستونزې د نه اساسي حل له وجې به هغه بله ورځ له تېرځل څخه په جدي ډول تکرار شي.

« دا خبره هېره کړه» جمله ممکن د یوې عادي اړیکې اړوند د یوې ستونزې د حل لپاره مناسبه وي، خو د مېرمنې او ژوند ملګري په اړیکه کې به یې هرځل، خاصتاً د لویو ستونزو پروخت استعمال ښه نه وي.

« دا کار ډېر سخت دی»
په ګډ ژوند او کور کې طبیعي ده چې ځینې وخت به له سختو کارونو سره مخ کیږئ.

دا کار به یا د کور اړوند وي، یا د مېرمنې کوم بل فرمایش، خو د ګډ ژوند د نزاکتونو له مخې به یې حتماً ترسره کوئ.

چې کار ترسره کوئ، ستړیا ګالئ، نو ښه ده چې حوصله یې هم ولرئ.

مېرمنې په دې سخت خپه کیږي، چې ورسره د مرستې پر وخت یا د هغې په خوښه د کوم کار ترسره کولو په وخت د کار له سختۍ شکایت وکړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي