ټولنیز ژوند ژوند بڼه کورنی ژوند

له واده وروسته د ښځې او خاوند ترمنځ د اړیکو خرابیدو لاملونه

لیکنه: الما افغان

په افغاني ټولنه کې یو بد دود دا هم دی چې د ځینو ښځو او خاوندانو اړیکه د واده تر لومړیو څو میاشتو وروسته بې خونده شي، پوښتنه داده چې ولې او څوک دا خوږه اړیکه زیانمنوي؟

موږ له همداسې یو قربانې شوې سره چې سلګۍ نومیږي او دوه اولادونه هم لري، خبرې کړي.

سلګۍ وايي؛ درې کاله یې د واده تیر شول، خو یوازې د واده څو میاشتې یې ښې وې، د وخت په تیریدو یې له خاوند سره د مینې اړیکه په تاوتریخوالي بدله ان تر دې چې په خپله واده پيښمانتیا ته خبره رسیدلې.

څه لاملونه دي چې داسې کیږي، د سلګۍ د ژوند په کیسه کې درته په ګوته کیږي:

۱- پر خاوند زیات مصارف
سلګۍ وايي:

«کورنۍ مې د واده پرمهال خاوند راته ډیر تاوانې کړ ددې لپاره چې زموږ کورنۍ د رواجونو او دودونو شوقیان وو، نو تر ننه مې د خاوند قرضونه ندې خلاص شوي او دا يي لامل دی چې خاوند مې تل راته پیغورونه راکوي او کله چې زما د کورنۍ منفې نقطې بیانوي پرما بدې لږي.»

۲- په ګډ ژوند کې د کورنۍ د نورو غړو مداخلې
دا یو ډیر بد دود دی چې د ځینو کورنیو لخوا د ښځې او خاوند ترمنځ په تصمیم نیونه کې بې ځایه مداخلې کیږې.

سلګۍ وايي:

«زه د خپلې خسرګنۍ سره اوسیږم او دوی مې د ژوند په هره برخه کې لاسوهنه کوي، ژوند يي راته تریخ کړی، ځکه زه چې کله هم کومه پریکړه کوم او خاوند مې راسره تائيد کړي، نو حتماً د نوموړې د کور بل شخص پکې منفې مداخله کوي او دا ددې باعث ګرځی چې زه دې د خپل خاوند سره شخړه وکړم.»

۳- د میرمن او کورنۍ ترمنځ نا انډولي
ځیني خاوندان د واده په اولو وختونو کې میرمن تر اسمانه لوړه کړي او مور لکه تر ځمکې ټيټه کړي، خو برعکس د وخت په تیریدو سره میرمن ته هیڅ ارزښت نه ورکوي او څه چې يي د کورنۍ غوښتنه وي هماغسې کوي.

میرمن سلګۍ وايي:

«زه دا نه وایم چې خاوندان دې یواځې د خپلو کورنیو واوري، ضرور ده چې د خپلې میرمنې او کورنۍ ترمنځ مساوات رامنځته کړي او که مساوات نه وي، نو خاوند په لوی لاس تاوتریخوالي ته لمن وهي.»

۴- د یو بل له ځانګړنو ناخبري
سلګۍ زیاتوي؛

«اشتیباه یواځې زما نه بلکې زما د خاوند هم ده، ځکه موږ لاهم د یو بل په عادتونو سم پوه نشو، چې له همدې امله خو مو تر اوسه یو بل درک نه کړل.»

د هغې په وینا؛

«خاوند مې خوښوي چې زه دې د هغې د خپلوانو سره ښه راشه درشه ولرم، د هغې د خپلوانو ښه میلمه پالنه وکړم، خو برعکس زه په داسې حالت کې لویه شوې یم چې یواځې خپلو زده کړو ته تللې یم، نور نو نه خپلوانو کره تللې یم او نه خپل کور ته راغلې میلمنو سره ناسته شوې یم او له کوچنیوالې مې دا عادت وو چې باید ځانته پاتې شم او په ډیره ګڼه ګوڼه کې دې پاتې نشم ځکه دا حالت راته لاهم زړه تنګوونکی ښکارې.»

۵- ښځې ته د وینځې په سترګه لیدل
سلګۍ وايي:

«هره میرمن په کار کولو ښه ښکاري او هغه میرمنې چې د کور کار نه کوي زه يي ورته شرم ګڼم، خو د خسر په کور کې بده دا ده چې ځیني وخت خاوندان د ځان د سمبالښت ترڅنګ د خپلې ټولې کورنۍ د خدمت تمه درڅخه کوي، نو همدا لامل وو چې مابه په یو وخت څو کارونو ته لاس رسی نه درلوده، خاوند به مې راسره په شخړه شو.»

یادونه
ژوند ډیر محدود دی هیله ده خپلې اړیکې داسې عیارې کړئ چې د یوې نه بلې ورځې ته له ژونده ډیر خوند واخلئ.
خاوند او میرمن باید له یو بل سره ډیر زیات انعطاف ولري، نرمښت باید وکړي او تل په دې هڅه کې اوسي چې یو بل وزغمي او په مینه سره ژوند وکړي.

که د میرمنې کورنۍ له خاوند کورنۍ نه ډیرې پیسې او یا هر څه اخیستي وي، خو دا په دې مانا نه ده چې اوس باید په میرمن زیاتی وشي، دا خو نه رواج مني او نه پاک اسلام، باید له عقل کار واخیستل شي.

ددې ترڅنګ میرمن هم باید ویښه اوسي او دومره په دقت سره ژوند وکړي چې د خاوند او له کورنۍ سره یې په مسایلو لانجه ونه کړي، بلکې داسې ګامونه واخلي چې د هغوی زړونه لا وګټي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده