ژوند او ژواک

د ښکلا هنګرۍ ملکه: ټرمپ هوټل کې خپلې خونې ته ورغوښتې وم

د هنګري د ښکلا ملکې په ډونالډ ټرمپ دعوه کړې چې په مسکو کې د ۲۰۱۳ کال د (میس یونورس) یا د ښکلا ملکې د ټاکلو په مراسمو کې، دونالډ ټرمپ دی خپلې کوټې ته ورغوښتې وه.

په ټرمپ د کټاسارکا دعوه په خپل ډول کې بیسارې ده. د نوموړې دا ادعاوې اوس د ټرمپ په وړاندې د ۳۵ مخیزه ناتائید شوي رپوټ برخه ده.

منتخب ولسمشر ټرمپ او د هغه ډلې دا ۳۵ مخیزه رپوټ ټول بې اساسه او پروپاګند بللی.

د هنګري د ښکلا ملکه اغلې کټا دې ته د ټرمپ له لورې خونې ته د وربللو کیسه داسې کوي:

”موږ په روسیه کې و. هلته د ښکلا د ملکې د ټاکلو لپاره وروستي مراسم روان وو. یو کس ماته نژدې راغی. زما لاس ټینګ ونیو. د ځان خواته يې نژدي کړم. رانه يې وپوښتل: څوک يې ته؟!
هغه په انګلیسې خبرې کولې. زه ډیره خجالت شوم. ما هیڅ ونه شو ویلی. فقط دومره مې وویل، چې’هنګري‘ “

نوموړې وړاندې وايي:

”بیا هغه کس راته وویل، ته دلته څه کوي؟… ماته يې خپل بزینس (کاروبار) کارډ او شخصي نمبر راکړ. بیا يې د خپل هوټل او خپلې خونې ادرس راکړ. دا کس ډونالډ ټرمپ و!“

د هنګري یوې رسنۍ هغه بیزنس کارډ هم خپور کړی.

د هنګري د ښکلا ملکه اغلې کټا

ټرمپ بیا د ځان د سپیناوې لپاره هره ورځ ټویټونه او خبرې کوي. نوموړي دا ډول رپوټونه، جعلي، ناسم، او سپکوونکي بللي دي.

ټرمپ ۳ ځلې واده کړی او ۵ اولادونه او ۸ لمسیان لري.

د نوموړې په اړه د یو بریتانوي استخباراتي ایجنټ له خوا چمتو شوی دا ۳۵ مخیز راپور وايي چې روسان د ټرمپ په اړه ځینې شرمونکي ویډیوګانې او نورو اسناد او معلومات لري.

په دې راپور کې داسې ښودل شوی چې ګوندې ټرمپ د روسانو له خوا بلک میل شوی او ددې اسنادو په خپرولو تهدیږي.

دا راپور په دې وروستیو کې د امریکا استخباراتي ادارو د خپل هغه راپور سره ضمیمه کړی و چې تیره اونۍ یې د امریکا په انتخاباتو کې د روسانو د لاسوهنې په اړه ولسمشر اوباما او ټرمپ دواړو ته وړاندې کړ.

ټرمپ په دې اړه د خپلو استخباراتي ادارو ټول راپورونه ناسم او درواغ بللي، خو منلې یې ده چې روسانو په انتخاباتو کې د ډیموکراټانو ایمیلونه غلا کړي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */