ټولنیز ژوند

د انسان او انسانیت په اړه په زړه پورې خبرې

اعلان

ژباړه او راټولونه: عطا محمد میاخېل

ــــ سختي او غمونه د انسان عقل او پوهه بډایوي.

ـــ هېڅ انسان دومره ماهر نه دی، چې وکولای شي، په بل انسان باندې د هغه له خوښې پرته حکمراني وکړي.

ـــ که چېرې خپل درد دې احساس کړ؛ ژوندی یې، خو که چېرې د بل چا درد دې احساس کړ، نو انسان یې.

ـــ انسانیت یانې هغو کسانو ته درنښت وکړې، چې نه یې ستا لپاره کوم کار ترسره کړی وي او نه یې هم درته ترسره کړي، که نه نو ټول هغو انسانانو ته درنښت کوي، کوم چې ورته اړتیا لري.

ـــ بریالی انسان هغه څوک دی، چې ماتې خوري، خو ځان ماتې خوړونکی نه ګڼي.

ـــ په انسانانو کې تر ټولو خطرناک هغه څوک دی، چې پوهه یې کمه او باور یې زیات وي.

ـــ له مرګ څخه مه وېرېږئ، له دې څخه وډار شئ، کله چې ژوندي یاست، په دننه کې مو داسې یو څیز ومري، چې نوم یې انسانیت دی.

ـــ د یوه انسان لپاره تر ټولو ستر ناورین دا دی، چې د خبرې کولو لپاره کافي پوهه ونه لري او د چپ پاتې کېدو لپاره اړین شعور.

ـــ درې څیزونه دي، چې باید پیدا یې کړو:
۱ ـــ د انسان اړیکه له هغه چاپېریال سره، چې پکې ژوند کوي. ۲ ـــ د انسان اړیکه له نورو انسانانو سره. ۳ ـــ بالاخره د انسان اړیکه له خپل ځان سره.

ـــ که چېرې غواړې، د انسان رښتینی او واقعي شخصیت وپېژنې، هغو خبرو ته پام مه کوه، کومې چې نور یې د هغه په اړه کوي، بلکې وګوره، چې هغه د نورو په اړه څنګه خبرې کوي.

ـــ هغه انسان، چې پوهه او معلومات نه لري، د آزادۍ وړ نه دی او هغه انسان، چې آزادي نه لري، د ژوند کولو وړ نه دی.

ـــ د انسان ښکلا په درې څیزونو کې ده: علم، مینه او آزادي.

ـــ بې موخې انسان اړ دی، چې ټول عمر د موخه لرونکو انسانانو لپاره کار وکړي.

ـــ الله (ج) انسانان د ځان لپاره پیدا کړي دي، ځکه نو نه ښایي، چې هغوی د بل چا شي.

ـــ د انسان په ژوند کې درې څیزونه ډېر ترخه وي: د مرګ وېره، د رنځ ډېرښت او د پور ذلت.

ـــ دنیاوي عذاب دا دی، چې په ژوندوني د انسان زړه او ضمیر دواړه مړه شي.

ـــ حقیقت دا دی، چې انسان ډېر کمزوری او ناتوانه دی، د حیرانتیا خبره داده، چې هغه څنګه د یو ډېر زورور او قوي الله (ج) نافرماني کوي.

ـــ پرځای ژړا داده، چې د انسان مناسب وخت له لاسه ولاړ شي.

ـــ مایوسي د انسان تر ټولو غټ دښمن او د الله (ج) ستر عذاب دی.

ـــ مهرباني د انسانیت تر ټولو مهم اصل دی. که څوک له ما څخه د مرستې غوښتنه وکړي، دا نو په دې مانا ده، چې تر اوسه هم د ځمکې پرمخ ارزښت لرم.

ـــ په هر انسان کې نیمګړتیاوې وي، پوهان هغه دي، چې په خپلو نیمګړتیاوو خپله پوه شي او ناپوهان تل د نورو نیمګړتیاوو ته ګوته نیسي.

ـــ نباید په انسانیت باندې خپل باور له لاسه ورکړئ. انسانیت د سیند په څېر دی، که څو ناولي څاڅکي ور تویې شي، نو سیند به ککړ نه شي.

ـــ درې څیزونه د انسان د هلاکت سبب ګرځي: تکبر. کینه او حرص.

ـــ د ژوند یوازینۍ مانا، انسانیت ته خدمت کول دي.

ـــ انسان د څلورو څیزونو له امله تر نورو غوره والی لري: حلم، علم، مهرباني او ښه خوی.

ـــ د هر انسان د ژوند تر ټولو مهمې ورځې، دوې ورځې دي، هغه ورځ چې نړۍ ته راځي او هغه ورځ، چې په دلیل یې پوهېږي.

ـــ د انسان ژوند د هغې ډیوې په څېر دی، چې په هوا کې ایښې وي او هره شېبه یې د باد له امله د مړه کېدو وېره وي.

ـــ د انسان تر ټولو لویه کامیابي داده، چې خپل زړه او ژبه په خپل واک کې ولري.

ـــ ډېری وخت انسان ته له خپلو خبرو ستونزې پېښېږي.

ـــ زه د هغه انسان په خپلواکه فکر، بې غمه زړه او روڼ تندي ویاړم، چې نه زر لري او نه زمین.

ـــ انسانان په درې ډوله دي: کامل، کاهل او لاشي.
کامل هغه څوک دی، چې د خلکو په سلا او مشوره کار کوي. کاهل هغه څوک دی، چې په خپل فکر کار کوي او له چانه سلا او مشوره نه اخلي. لاشي هغه څوک دی، چې په خپله هم نه پوهېږي او له چانه مشوره هم نه اخلي.

ـــ د ښېګڼې بنسټ له انسان سره مینه او د پوهې بنسټ د انسان پېژندل دي.

ـــ انسان هغه مهال آرامتیا او هوساینې ته رسېږي، چې له ځان سره هوکړې ته رسېدلی وي.

ـــ کله چې د انسان پرمخ د خوشالۍ دروازه تړل کېږي، نو له ځنډ پرته بله دروازه پرانیستل کېږي، خو موږ دومره تړل دروازې ته ځیر کېږو، چې پرانیستل شوې دروازه هېڅ نه وینو.

ـــ که چېرې له ما څخه په دې نړۍ کې د انسانیت لپاره، د غوره څیز په اړه پوښتنه وشي، نو وبه وایم: خپل سر پورته ونیسئ، ستونزو ته وګورئ او وایئ: زه له تاسو څخه ډېر ستر یم، نه شئ کولای، چې ماته ماتې راکړئ.

ـــ په دې ورځو کې د ( شرافت ) پرځای له انسانانو څخه یوازې ( شر ) او ( آفت ) وینئ.

ـــ انسانان تل له بدلون څخه وېره لري.

ـــ انسان، چې څومره د دنیا په کارونو کې بوخت وي، هومره له الله (ج) څخه لرې کېږي.

ـــ د هغه انسان په اړه څه وایاست، چې کله وږی شي؛ نو الله (ج) ته زارۍ کوي او کله چې موړ شي، آسما په تیږو ولي.

ـــ غوسه د انسانیت ډیوه مړه کوي.

ـــ ښځه د انسان په ژوند کې یو ستر نعمت دی. که ښځه نه وی، نو زموږ ژوند به بې خونده و.

ـــ مهمه نه ده، که چېرې انسان د هغه چا لپاره خپل غرور له لاسه ورکړي، له کوم سره چې مینه لري، خو دا یو ستر ناورین دی، چې د خپل غرور د ساتنې لپاره، هغه څوک له لاسه ورکړي، له کوم سره، چې مینه لري.

ـــ هر انسان باید داسې واوسي لکه لمر؛ لمر چې کله پناه شي، نو د ځمکې نیمه کره د غم تورې جامې پرتن کړي.

ـــ ځینې کسان دي، پوهه لري انسانیت نه لري، ځینې بیا انسانیت لري، خو پوهه نه لري، تر ټولو غوره هغه دي، چې دواړه لري.

ـــ انسان باید خپله نېکمرغي او یا بد مرغي په پوره مېړانه ومني او د نورو په خوشالۍ همدومره خوشاله شي لکه په خپله خوښۍ چې خوشالېږي.

ــــ دوه څیزونه د انسان اندېښنه له منځه وړي، یو د دوستانو لیدل، بل د پوهانو او هوښیارانو ویناوې.

ـــ په انساني ژوند کې ویاړونه او مکافات د هغه چا په برخه کېږي، چې له ځانه وړتیا وښیي.

ـــ لکه څنګه چې د یوه انسان استعداد او لیاقت د ده د څېرې او د بدن د غړو له مخې نه شي اټکل کېدای، نو همدا ډول د یوه هېواد ترقي او پرمختګ هم د هغه هېواد، د خاورې د ستروالي له مخې نه شي اټکل کېدای.

ـــ انسان د نېکمرغۍ لپاره پیدا شوی دی او نېکمرغي په ګټور کار تر لاسه کېدای شي.

ـــ خوار او بېوزله انسانان هم بې له کوم خنډه د لویانو له فکرونو سره غږېدای شي، ځکه د دغه مانیز بڼ د پرانیستلو کیلي لوستل دي، هرڅوک چې لوستلای شي، بې له دې چې د وره له لارښود څخه مرسته وغواړي هلته ورننوتلای شي.

ـــ طبیعت انسان ته ښکلا وربښي او ټولنه هغه بېرته فاسد وي.

ـــ په دنیا کې د انسان یوازینۍ نېکمرغي مینه ده.

ـــ دوه څیزونه دي، چې د انسان او حیوان ترمنځ ډېر ستر توپیر را منځته کوي: د ویلو ځواک او دروغ.

ـــ تېروتنه انساني کار دی، خو تکرار یې حیواني کار.

ـــ انسان په کتاب کې داسې شیان ویني، چې په سترګو یې نه ویني ځکه، چې هغه په زرګونو کیلومټرو لرې دي او یا زیاته موده ورباندې تېره شوې ده.

ـــ د انسان طبیعت دی، چې د عقل او منطق په تله پوره افکار لري، خو ناوړه عمل کوي.

ـــ د علم په مرسته د انسان وحشت او ډار له منځه ځي.

ـــ دا یوازې زموږ د هوډ کمزوري ده او کنه نو انسان د هر شي د لاس ته راوړلو له پاره بشپړ ځواک لري.

ـــ له کله نه چې کنجوس انسان نړۍ ته راغلی، نو په همغه ورځ شریف انسان له نړۍ څخه کډه کړې ده.

ـــ په ظاهري بڼه کې انسانان یو د بل په څېر دي، دا باطن دی چې یو تر بله توپیر لري.

ـــ هغه څه چې په نړۍ کې د انسان لپاره ډېر ارزښت لري، د دندې ترسره کول دي.

ـــ تر مضرو انسانانو بې بدو بار وړونکی څاروی غوره دی.

ـــ انسان تل د نېکمرغۍ او خوشالۍ په لټه کې دی.

ـــ بشپړ او کامل انسان هغه دی، چې دښمنان ترې په امن کې وي، نه هغه چې دوستان ترې په وېره کې وي.

ـــ کوم انسان چې هېڅ وخت نه لري، هغه څوک دی، چې لږ کار کوي.

ـــ مخکښ انسان هغه دی، چې په وینا کې بیړه ونه کړي او په کار کې خوښي ښکاره کړي.

ـــ پوهه انسان له شک څخه ژغوري، اخلاقي لوړتیا هغه ته له درد او غم څخه نجات ورکوي او لوړ همت او اراده هغه له وېرې څخه ژغوري.

ـــ د انسان په ژوند کې درې لارې دي:
لومړۍ لاره: له فکره تېرېږي، چې دا تر ټولو غوره لاره ده.

دویمه لاره: له تقلیده تېرېږي، چې دا تر ټولو آسانه لاره ده.

درېیمه لاره: له تجربې تېرېږي، چې دا تر ټولو ترخه لاره ده.

ـــ د هر انسان چلند هغه هېنداره ده، چې هغه خپله څېره پکې ښکاروي.

ـــ کله چې انسان په خپل ځان کې آرامتیا پیدا نه کړي، نو په بل ځای کې یې لټه بې ګټې کار دی.

ـــ دا انسان دی، چې غواړي د دوستۍ په چوکاټ کې، له نورو څخه ګټه تر لاسه کړي.

ـــ انسان د نورو په کار کې له خپل کار څخه ډېر هوښیار دی.

ـــ سوکاله انسان هغه دی، چې پېښو ته په موسکا او لږ څه ځیرکتیا وګوري.

ـــ هر انسان، چې د خپل فکر او عقیدې د بیانولو خپلواکي او آزادي ونه لري، ژوندی نه ګڼل کېږي.

ـــ کار انسان له دریو سترو بلاوو ژغوري: خپګان، فساد او اړتیا.

ـــ د انسان لومړنی مسؤلیت له کمزورو نه ملاتړ او د بشري وجدان نه ټپي کول دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل