ټولنیز ژوند ژوند بڼه

ډېر ښه والی دا زیانونه لري

لیکنه: صادق طارق

ژباړه او زیاتونه: صادق طارق

پښتو متل دی: مه ډېر خوږیږه، مه ډېر تریخیږه!

د متلونو ترشا خامخا ګڼې کیسې وي.

دلته به پر دې وغږیږو، چې ولې ډېر ښه والی خپله یو عیب دی او د ښو پایلو پرځای منفي پایلې یا زیانونه درته لرلای شي؟

دا چې دا زیانونه څه دي، دلته یې ولولئ او تر ممکنه حده کوشش وکړئ، چې له حده زیات ښه والی له ځانه مه ښيئ.

فکر کوئ چې ټول باید خوشاله کړئ!

د ډېر ښه والي یو تاوان دا دی، چې فکر کوئ ټول خلک باید له ځانه خوشاله کړئ.

دا په اخلاقي لحاظ یوه بهترینه هیله او اصل دی، مګر عملي نه دی.

تاسې به لوستي وي، چې ان پيغمبران له ټولو بهترینو اخلاقو سره یې د ټولو په خوشالولو او خپلولو نه دي بریالي شوي.

انساني فطرت داسې دی، چې ټول یو ډول فکر نه کوي، خلک پر ښو او بدو او مختلفو ذوقونو او ګروهو وېشل شوي.

د دوی ټولو خپلول او خوشالول ممکن نه دي.

دا هم د ډېر ښه والي یو عیب دی، چې تاسې د ټولو خوشالولو او خپلولو ناکامې هیلې ته هڅوي.

تل د بشپړوالي هڅه کوئ

د ډېر ښه والي یو بل عیب او تاوان دا دی، چې فکر کوئ باید بشپړ او له نیمګړتیاوو تش اوسئ.

دا هم یوه غوره هیله او ارمان دی، خو ممکن نه دی.

د داسې هیلې لرونکي خلک تل پر دې فکر کوي، چې څنګه د نورو له نظره نیمګړي نه وي.

دوی په دې لاره کې سختې زغمي، خپل اصول، ذوق، معیارونه او تګلاره ترې پاتیږي او هڅه کوي، چې د نورو له پامه بشپړ او غوره ښکاره شي.

دا کار هم ممکن او معقول نه دی، لار ورکي کیږئ ورسره.

له بحثونو ډډه کوئ

ډېر ښه والی دا تاوان هم لري، چې له بحث کولو، مشاجرې او نظر څرګندولو مو لیرې ساتي.

تاسې فکر کوئ، چې دا کار به د نورو د خوابدۍ سبب شي.

دا کار ځکه ښه نه دی، چې ستاسې نظریات له منځه وړي، د فکري ودې مخنیوی مو کوي او هم مو د هغسې ژوند و فضا لرلو مانع کیږي، چې ستاسې زړه یې غواړي.

مینه کوئ او تمه یې لرئ

د ډېر ښه والي یو بل عیب او تاوان دا دی، چې هر چا سره مینه کوئ او غواړئ هر څوک مینه درسره وکړي.

دا البته غوره کار هم دی، خو بدګڼه یې دا ده، چې که تمه مو پوره نه شي، په رواني لحاظ ځوریږئ او ځپل کیږئ.

ډېر ښه والی ټول خلک درته ځان غوندې ښکاروي او دا سبب کیږي، چې درسره په متقابل چلند نه کیدو خواشیني شئ.

د نورو په تایید عادت کیږئ

ډېرښه والی دا تاوان هم لري، چې د نورو د هر ډول ښو او بدو تاییدولو ته مو مجبوروي.

ډېر داسې څه به وي، چې ستاسې به نه خوښیږي او حق به مو وي، چې اعتراض پرې وکړئ، خو په دې خاطر چې نور درنه خوابدي نه شي، تاییدوئ به یې او خپل روان به شکنجه کوئ.

مرسته نه غواړئ

ډېرښه والی دا تاوان هم درپېښوي، چې هر ډول سختۍ درباندې زغمي او نورو نه له مرستې غوښتو مو راګرځوي.

په داسې حال کې، چې ستاسې حق دی له نورو مرسته وغواړئ او سخت پيټي یوازې ځان یونه سئ.

ګیله او شکایت نه کوئ

د ډېرښه والي له وجې تاسې نه شئ کولای، چې خپلې برحقه ګیلې او شکایتونه هم مطرح کړئ.

دا کار سبب کیږي، چې نور ستاسې په حق کې زیاتی وکړي او تاسې پرې سترګې پټې کړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق