ټولنیز ژوند ژوند بڼه طبیعت

انسانان ولي بې عاطفې یا بې احساسه کېږي؟

بې احساسه کېدل دا نه معنا چي تاسي دي نو ځانګړي سبکونه او طرزالعملونه ولرئ او د ځینو ناخوښو مواردو په اړه دي احساساتي نه سئ. بلکي په دې معنا دي چي هر وخت یو رقم طرزالعمل او سبک لرئ او د هیڅ شي پروا نه لرئ او نه درته مهم دي. دلته دوې خبري دي: لومړی دا چي دا د انسانانو شخصیتي او طبیعي چال چلند دئ او دوهم دا یو ډول ناجوړي او روحي حالت دی چي تاسي د هرڅه په اړه بې اعتنا او بې پروا کوي. مثلاً وینئ چي یو دوست مو ژاړي، خو تاسې هیڅ پروا او په اړه ئې هیڅ احساس نه لرئ او یا د خپل راتلونکي په اړه نهیلي کېږئ او یا د ډیرو نورو بېلابېلو پيښو په اړه هیڅ کوم ځانګړی احساس نه لرئ. ستاسي دا ډول طرزالعمل کېدلای سي چي د PTSD یاني تر تکان وروسته سټریس په نوم یو اختلال اوسېږي.

موږ ټول چي هرکله د یوه زیان سره مخامخ کیږو مثلاً په جنګ کي راګېریږو، یا پر ځیني انسانانو باندي جنسي تجاوز کېږي او یا یوه بله طبیعي پېښه ورباندي راځي، چي دا هرڅه شوني دي موږ ټولو ته د عاطفي لحاظه زیان واړوي. او ډېر احتمال سته چي په ورته وخت کي ځیني کسان تر تکان وروسته سټریس د اختلال قرباني سي. دا اختلال په بېلابېلو انسانانو کي دوه ډوله غبرګونونه راپیداکوي: لومړی عاطفي پارېدنه او دوهم بې احساسه کېدل. په یوه عبارت دا کسان شوني دي چي د عاطفي موضوعاتو په اړه تر اندازې زیات غبرګونونه وښيي او یا هیڅ غبرګون ونه ښيي. تر تکان وروسته سټریس اختلال قرباني کسان شوني دي له اړیکو جوړولو پرهېز وکړي او یا پکښي ستونزي ولري. سربېره پر دې دوی د عاطفي پېښو په اړه د فکر کولو وړتیا بایلي. همدارنګه دوئ د خپل تمرکز قوه له لاسه ورکوي، یاد یې کمزوری کیږي او نه سي کولای چي کارونه په صحیح ډول ترسره کړي. دغه نښي نښانې تر ډېره په هغو کسانو کي ډېري وي چي بې احساسه کېدل تجربه کوي. دلته ځیني روحي حالات چي کولای سي په بې احساسه کېدو سره پای ته ورسېږي نور هم تشرېح کوو چي ددې روحي غبرګون درک نور هم تاسي ته آسانه سي.

خپګان او بې احساسه کېدل
یوه تازه څېړنه ښيي چي له ۷-۱۲ په سلو کي نارینه او له ۲۰-۲۵ ښځي په خپګان اخته دي. خپګان د خلق یا مزاج یو ډول اختلال دی او کولای سي چي د فرد د عاطفي وضعیت د تغییر سبب وګرځي. ډېری په خپګان اخته مریضان شوني دي همېشه د خپلو احساساتو تر اغېز لاندي وي او دوئ همېشه یا ژاړي او یا غُسه وي په داسي حال کي چي یو شمېر ئې بیا شوني دي د بې احساسه کېدو یا عاطفي بې خودۍ قرباني سي. په خپګان اخته کسان شوني دي له خلکو او ټولني لېري پاته سي او د نورو سره له اړیکو لاس واخلي. په خپګان اخته مریضان شوني دي د ګناه احساس او یا کم عزت نفس ولري او هم شوني دي په تصمیم نیولو او یا تمرکز کي ستونزي ولري. پاته دي نه وي چي یو شمېر شوني دي وغواړي چي همېشه پر ځانو نیوکي وکړي. د نیومکسیکو ایالتی پوهنتون د خپلو څېړنو پر مهال اظهار وکړی چي دا کسان شوني دي وغواړي د هغه فشار کمولو له پاره چي احساسوي ئې په یو ډول ځانونه په بې احساسه کېدو یا عاطفي بې خودۍ کي وړاندي بوزي.

غم او پرېشاني
هرکله چي خلک خپل دوستان له لاسه ورکوي، طبیعي خبره ده چي دوی غم کوي او په اوله مرحله کي شوني دي دوی له پېښي څخه یو ډول ذهني ټکان او بې احساسه کېدل یا عاطفي بې خودتیا تجربه کړي. دا مرحله د پېښي څخه تر دوو اوونیو پوري ادامه پیداکولای سي. تر هغه وروسته که فرد و نه سي کولای چي د ورپېښ غم څخه ځان خلاص کړي امکان لري چي د پرېشانۍ او بې ایمانۍ د یوه ډول احساس قرباني سي او ددې پرځای چي د ورپېښو دردناکو پيښو په اړه فکر کړي په خپل بې عاطفي توب او عاطفي بې خودتیا کي پاته کیږي. دا مرحله تر ډېري مودې پوري ادامه پیداکولای سي او د فرد عادي ژوند ګډوډ کوي. په بل عبارت تر دوو اوونیو زیاته بې احساسي یا بې عاطفي توب کولای سي چي دایمي او خطرناکه سي.

فشار
سټریس یا فشار د افرادو د ژوند یوه طبیعي برخه ده. خو کله چي هرڅوک تر سټریس یا فشار لاندي راځي او د نوموړي دا فشار تر خپلي طبیعي اندازې اوړي شونې ده نوموړی چمتو کړي چي باید د بې احساس واله یو ډول انتخاب کړي څو وکولای سي د فشار او سټریس پېټی dې یوڅه کم سي او ځان ورڅخه خلاص کړي. شونې ده فرد په کور، کارځای او پوهنتون کي په سټریس اخته سوی وي او ونه سي کولای چي هغه وزغمي. ډېری کسان په دغه وخت کي په نشه يي توکو یا الکولو اخته کیږي او تلاښ کوي چي ډېر بیده سي او لږ د تصمیم نیوني شرایطو ته زړه ښه کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي