اقتصاد وتلې څیرې

هویان یانګ؛تر ټولو ځوانه چينايۍ ميلياردره

ډېر لږ يا ښايي بيخي مو ليدلي نه وي چې بريالي کسان دې اندېښمن او يا هم غمجن وي.

څېړنې ښيي چې ځان خوښ ساتل او هر وخت مسکا په خوله کسان ډېر ژر بریالیتوبونو ته رسیږي، پرمختګ کوي، په چټکۍ کارونه ترسره کوي او ډېر نورې خوبۍ ځانته را جلبولی شي.

گارديان انليميتت نومیالی عالم په یوې مقالې کې په دې اړه وايي:(( که خوښ و اوسي بې له شکه پرمختګ به وکړئ)) هغه په خپلې دې مقالې کې زیاتوي خوښ وګړي تل غواړي نوې تجربې امتحان کړي، کلکې ټولنیزې اړیکې لري، ښه روغتیا لري، په خپل کسب کې ښه پرمختګ کولی شي.

له بل لوري د طب پوهان وايي خوښي د انسان دفاعي سیستم پياوړى کوي چې له دې امله په ټول بدن ډېرې ښې اغېزې پرېباسي، په ذهني فشارونو برلاسی کیږي چې دا چارې یې د عمر د اوږدوالي او سلامتۍ لامل هم ګرځي.

تر ټولو ځوانه چينايۍ ميلياردره همداسې څوک ده چې تل یې په خوله مسکا خوره وي، خوښه وي او هغه همدا خوښي د خپلو بریالیتوبونو مهم لامل ګڼي. هویان یانګ د چین تر ټولو شتمنه ښځه ده چې شتمني ورته له پلاره پاتې شوې، هغه اوسمهال د چین د ملکیتونو او ځمکو د تر ټولو سترې کمپنۍ تر ټولو لویه ونډه واله ده.

هویان په ۱۹۸۱ کې په چین کې زیږیدلې، همالته لویه شوې، بیا یې ښوونځی لوستی او ترې وروسته یې د (The Ohio State University.) له پوهنتون نه لسانس اخیستی، هغه چې د نړۍ په ځوانو میلیاردرانو کې شمېرل کیږي تر دې دمه یې له ځانه ښه وړتیا ښودلې، که څه هم چې په وروستیو کې نړیوال اقتصادي کړکېچ ډېرو کمپنیو ته په یوه ډول ګوزار ورکړ؛ خو بیا هم یادې کمپنۍ د هویان په مدبر فکر سره له سترو ستونزو څخه تر یوه حده و ژغورل شوه او بیا ترې په وروسته کلونو کې یې تر ډېره قناعت بخش پرمختګونه وکړل.

یاده کمپنۍ چې په چین، سیمه او یو شمیر نورو هېوادونو کې د ښه بانفوذه کمپنیو څخه شمېرل کیږي اوس یې د هېواد په ډېرو برخو تمرکز کړی او ډېرو سیمو ته یې څانګې غزولې دي، په لومړیو کې چې هغې ته د کمپنۍ مشري ور په برخه شوه د ډېرو کارکونکو سره دا اندېښنه وه چې ایا نوموړې به و کړای شي چې کمپنۍ په ښه ډول رهبري کړي که څنګه؟ خو د کمپنیو وروستیو انکشافاتو وښودله چي نوموړې ډېر څه کولی شي. په دې وروستیو کې چې د چین اقتصادي وده چټکه شوې نو د ملکیتونو خرڅول را خرڅول ډېر شوي دي چې له همدې امله نوموړې کمپنۍ هم ور سره پراخه شوې ده، هویان اوسمهال په دې فکر کوي چې کمپنۍ د ملکیتونو او ځمکو له کاروباره نورو برخو ته هم و غزوي چې په دې اړه یې له ځنو نړیوالو کمپنیو سره هم د هماهنګۍ هوډ ښودلی دی.

فوربس یې د ۵،۶ میلیارده ډالره شتمنۍ په لرلو سره په نړۍ کې ۲۱۱ ام او په چین کې ۸ ستره شتمنه بولي.

دا تېر کال په چین کې ۹ لوی میلیاردره وه. واده شوې، ۳۲ کلنه ده، یواځې د چین تابعیت لري او همالته په فوشان سیمه کې اوسي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */