ساینس او ټیکنالوژي

هواوې: مارچ کې داسې تولیدات وړاندې کوو چې خلک ورته ګوته په غاښ شي

هواوې غواړي په ۲۰۲۰ ز کال کې له سامسونګ مخکې شي او د ځیرکو موبایلونو په تر ټولو ستر تولیدي شرکت بدل شي.

دغه شرکت تېر کال وتوانېد چې د ځیرکو موبایلونو د پلور نیمه برخه د ځان کړي او په دې سره له اپل مخکې شي او له سامسونګ وروسته دویم ځای خپل کړي.

له ستونزو او بندیزونو سره سره چې د دغه شرکت پر توکو په امریکا کې لګول شوي دي، دغه چینایي شرکت هوډ کړی چې په ۲۰۲۰ ز کال کې سامسونګ شرکت هم شاته کړي او د نړۍ په کچه د ځیرکو موبایلونو د جوړولو په تر ټولو ستر شرکت بدل شي.

د دغه شرکت مشر CNN ته ویلي، خپله ټوله هڅه یې په کار اچولې، څو په خپل برنډ کې د نویو بدلونونو په راوستو سره په نړۍ کې لومړی ځای خپل کړي.

هواوې شرکت تېر کال ویلي وو چې باید په ۲۰۱۸ ز کال کې لږ تر لږه ۲۰۰ میلیونه موبایلونه وپلوري، چې په ډېرې اسانۍ سره خپلې دې موخې ته ورسېد.

اوس دغه شرکت ویلي چې غواړي د روان ۲۰۱۹ ز کال د مارچ په میاشت کې خپل نوي تولیدات بازار ته وړاندې کړي چې په لیدو سره به یې خلک ګوته په غاښ شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.