افغانستان عمومي

داعش هسکه مېنه کې د یوې مدرسې ۱۳ استادان تښتولي

له ننګرهار څخه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي چې دغلته د اسلامي دولت وسلوالو د یوې مدرسې څخه ۱۳ ښوونکي له ځان سره بېولې دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي، د یکشنبې په ورځ غرمه مهال دا ښوونکې د هسکې مینې د شپولې غازې بابا په سیمې کې له یوې مدرسې څخه د داعش وسلوالو له ځان سره بېولي دي.

نوموړې ویلي، تښتول شوي کسان دیني عالمان وو، او په داسې مهال تښتول شوي چې مدرسه کې یې امتحان اخیست.

د حاجي شاز ولي په نوم یو سیمه ایز حکومتي چارواکي د پژواک خبري اژانس ته پېښه تایید کړې او ویلې یې دي چې ددې استادانو د خوندي خوشې کولو لپاره هڅې روانې دي.

په ننګرهار کې د پوهنې د ریاست ویاند اصف شینواری موضوع تایید کړې خو ویلي یې دي د جزییاتو لپاره له سیمې څخه د نورو معلوماتو په تمه دی. د هسکې مینې د ولسوالۍ د پوهنې چارواکو ویلي، د بدې هوا او نا امنۍ له کبله یې د پوهنې له ولایتي چارواکو سره تماس نه شو نیولی.

تر دې مخکې داعش ډلې تر شپیتو زیات ولسي خلک له پچیر اګام څخه برمته کړي و او دوه ورځې مخکې یې په کوټ کې د ځايي خلکو لسګونو کورونو ته اور واچوه.

افغان حکومت له دوو کلونو راهیسې د ننګرهار په څو ولسوالیو، کوټ، اچین، هسکه مینه او پچیر اګام کې کې دغلته د داعش په نوم له نویو راپورته شویو وسلوالو سره د پیشو او موږک لوبه کوي.

یو شمیر ځايي خلک ادعا کوي چې کابل میشتې چارواکي په دې سیمه کې د داعش د وسلوالو د زپلو پخه اراده نه لري. دا چې ولې؟ معلومه نه ده.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */