کلتور او هنر

کنګنا رناوټ وايي له هریتک روشن سره یې واده کول غوښتل

 

د بالیووډ بې باکه اداکاره کنګنا رناوټ یو ځل بیا لیدونکې حیران کړل او اعتراف يې وکړ چې ددې او د هرتیهک روشن ترمنځ د یارانې تارونه وو او د واده ژمنه یې ورسره کړې وه.

هغې یو هندي ټلویزیون سره په خبرو کې نه یوازې ددې او هرتیهک روشن تر منځ په جنجالي مینه وغږیده، بلکې دا يې هم وویل، چې د هرتیهک روشن له امله يې څومره ستونزې ګاللي دي.

د کنګنا رناوټ په خبره ددې او هرتیهک روشن ترمنځ اړیکه د ۲۰۱۴ کال په مارچ میاشت کې هغه وخت ختمه شوه، کله چې هرتیهک روشن په ټلیفون د هغې له پېژندلو انکار وکړ.

نوموړې وویل: دې له هرتیهک روشن سره له زړه او پاکه مینه کړې، خو دې ته پرته له رسوايۍ بل څه په لاس ورنه غلل.

هغې ویلې، د ۲۰۱۴ کال په پیل کې ورته هرتیهک ویلي و، چې تر نومبر میاشتې پورې له خپلې مېرمنې سوزان خان نه طلاق اخلي او وروسته له دې سره واده کوي.

د کنګنا په وینا د نومبر میاشتنې نه وړاندې په فروري میاشت کې هرتیهک د یوه فلم په شوټینګ بوخت و او دې ته پته ولګیده چې هرتیهک د فلم له هیروینې سره د یارانې تار غزولی دی. او کله چې دې ورته فون وکړ نو هرتیهک ددې له پېژندولو انکار هم وکړ.

هغه وايي، له دې وروسته تر مارچ میاشتې پورې ددوی ترمنځ اړیکې ختمې شوې، خو هرتیهک روشن ددې په بدنامولو او په ذهني توګه د ځورولو پوره هڅه وکړه.

دغه اداکار زیاتوي، له دې دوه کاله وروسته هرتیهک روشن دې ته قانوني اخطار واستولو چې باید یو کنفرانس راوغواړي او له هرتیهک نه بښنه وغواړي.

کنګا رناوټ همدا راز ویلي، چې هرتیهک ددې له ایمیل نه ځانته ایمیلونه کړي وو او ددې لارې يې ثابتول چې خلکو ته هغه په ذهني ډول ناروغه وښايي.

هغه ویلي هرتیهک روشن او د هغه پلار راکش روشن په خپلو شتو ډېر غره دي او په ذهني توګه يې ددې د ناروغه ثابتولو له پاره په قانوني لارو پیسې لګول غوښتل.

په دغه ۱۱۷ دقیقي خپرونه کې کنګنا رناوټ خپلې ډېرې خبرې له هرتیهک روشن سره پر خپله جنجالي مینه کړي او ډېره کمه د سینما پر کارونو او چارو غږیدلې ده.

هرتیهک روشن تر دا مهال د کنګنا رناوټ په خبرو رسنیو سره کومه تبصره نه ده کړې.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */