ټولنیز ژوند ژوند بڼه

د جولای یوولسمه د نړۍ د مشهور ارواپوه هووارد ګاردنر د زیږدو ورځ

لیکنه: شرف الدین عظیمي

پرون د جولای 11 نیټه وه او په همدې ورځ د نړۍ یو مشهور ارواپوه هووارد ګاردنر دې نړۍ ته سترګې غړولی، هووارد ایرل ګارډنر(Howard Earl Gardner) د پنسلوانیا اوسېدونکی دی او په ۱۹۴۳ زېږدیز کال یې نړۍ ته سترګې پرانیستې د ځوانۍ په دوران کې یې له هامبورګ نه امریکا ته سفر وکړ او د هاروارد پوهنتون ته یې لار ومونده په لومړیو کې یې غوښتل حقوق ولولي خو له نېکه مرغه یې اریک اریکسون استاد شو او هغه یې ټولنیزو علومو او ارواپوهنې ته وهڅاوه له دې سره د هغه هم دا څانګه خوښه شوه.

هغه د خپل پوهنتون له پیاوړو زده کړیالانو څخه وو په ۱۹۷۱ زېږدیز کال یې د ارواپوهنې په برخه کې خپله دکترا تر لاسه کړه.
د ذهني چوکاټ او څو ډوله هوښ نظریې یې له ارزښتناکه لاسته راوړنو څخه دي، باید وویل شي چې دا نظریې یې ۲۰ کاله وړاندې تر دې چې د هاروارد پوهنتون کې استاد شي لیکلې وې هغه په خپلو کتابونو کې منطقي- ریاضیکي هوښ چې په آی کیو اندازه کیږي د انسان د بالقوه وړتیاوو د کچې مالومولو په موخه ښه معیار نه بولي، ځکه چې د آی کیو ازموینه ښيي چې تاسې په مکتب کې څه کړي او څومره درس مو زده کړی خو هېڅکله نشي کولی په سیاسي مبارزو، کمپیوټري پروګرام جوړولو او یا نوې ژبې زده کولو کې ستاسو بالقوه وړتیا ښکاره کړي.

په خپله څانګه کې د ګارډنر بل جالب کار دا وو چې هغه ویل هر انسان د اووه ډوله هوښ د یوه ترکیب برخه وال دی چې درې ډوله یې له هنر سره او دوه ډوله یې خپله شخص سره اړیکه لري چې د انسان د هوښ دا ترکیب له ( ژبنی هوښ، منطقي-ریاضیکي هوښ، سندریز هوښ، بدني هوښ، د لیدلو هوښ، باندني هوښ او دننني هوښ) څخه عبارت دی.

هغه وایي آیا فکر کوي چې له دې برخو نه په یوه کې ډېر هوښیار یاست ګاردنر دا وړتیا په یوه تړلي چاپېریال کې د ستونزو حل ګڼي؛ په دې مانا هغه کسان چې موږ یې تل هڅوو او ستایو یې، په ځینو برخو کې بې ساري هوښیار دي دا کسان له هر څه نه ډېر د یوې قضاوتي وړتیا لرونکي دي یاني هغه چارې سرته رسوي چې له هوښ سره یې جوړې راشي.

ګارډنر اوس مهال د هاروارد ښوونې او روزنې برخه کې څېړنې کوي، د عصب پېژندنې استاد دی او برسېره پر دې د هاروارد د زیروسکوپي پروژې لوی مدیر هم دی هغه په خپلو بې ساري هڅو سره وکولی شول پرلپسې ویاړلې دوکتوراوې تر لاسه کړي.

په ارواپوهنه کې هم ګڼ مشهورو کتابونه لري چې د هغو له ډلې څخه ښوونځي ته ناتلونکی ذهن، هلکان څنګه فکر کوي او ښوونځی باید څنګه درس ورکړي، څوګونی هوښ، منظم ذهن، بدلون منونکي ذهنونه: د نورو او خپل ذهن د بدلولو علم او هنر چې په ۲۰۰۴ زېږدیز کال چاپ شوي اشاره کوو. له دې سره سره چې د ګاردنر اندونه ډېر د باور وړ نه دي پېژندل شوي خو بیا هم ډېر د پام وړ ګرځېدلي دا معاصر ارواپوه اوس مهال هم هاروارد پوهنتون کې په تدریس او څېړنو بوخت دی او ارواپوهان یې کړنو ته درناوی او اعتبار ورکوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شرف الدین عظیمي - اروا پوه او د پوهنتون استاد

شرف الدین عظمي، اروپوه، د پوهنتون استاد او لیکوال دی چې په رواني مسلو سربیره په بېلابیلو موضوعاتو لیکنې کوي .