ادبیات ځوانان او زده کړې

څنګه يې وليکم؟ څو ستونزې چې د ښو لیکلو مخه نیسي

اعلان

ليکواله: تورپېکۍ غرنۍ

د لیکلو موضوع له کومه کړم؟ څنګه یې ولیکم؟ څه ولیکم؟ دا هغه بې ځوابه او ناحل شوې پوښتنه ده چې تر ننه يې د زيات شمېر لوستو کسانو فکرونه بوخت کړي او نه دي توانيدلي چې د دې خبرې له ابهاماتو ځان راوباسي. دې پوښتنې د ډیرو ذهني پرمختګ او د فکر قوه په ټپه درولې، هر کله چې غواړي د زړه خبرې د قلم ژبې ته راواړوي نو الفاظ ترې وتښتي او بيرته د ذهن د پردو تر شا پټ شي.

لاندې په څو ټکیو کې دې پوښتنو ته د ځواب موندلو هڅه شوې ده.

1- دسوژې انتخاب

ځينو ته د سوژې او موضوع انتخاب ستونزمن وي او نه شي کولی چې د يوې ځانګړې موضوع په اړه فکري تمرکز راټول کړي. دا کسان په اصل کې د خپلې ټولنې تشو او مسلو ته نه دي متوجې شوي او له هر څه يې په ډيرې بې تفاوتۍ سترګې اړولې دي.

که چېرې ځير شو د هر قدم په ايښودلو مونږ داسې يو څه موندلی شو چې په ليکلو او بحث يې کتابونه ليکل کېدای شي او هغه مسايل دي چې ښايي تر اوسه چا نه وي سپړلي او نه يې څېړلې وي. نو که غواړئ له دې ستونزې ځان خلاص کړئ هر څه ته د نقاد او مسول شخص په سترګه وګورئ.

۲- د ليک وسايل

د ليکلو وسایل هم د يوه عادت له مخې په ليکلو مثبت يا منفي اغيز درلودی شي.

يو شمېر کسان په ځانګړې توګه د ټيکنالوژۍ کاروونکي چې ډېری برخه يې ځوان نسل دی د الکترونيکي وسايلو د زياتې کارونې له امله ښايې له کتاب او قلم سره ډير تماس و نه لري او په ډېريو مواردو کې کمپيوټر يا مبايل وکاروي، په خپل ذهن کې د يوې موضوع په ارتباط بشپړه خاکه او په تول برابر الفاظ لري خو د قلم او کاغذ په راخيستو ترې ډېر څه هېر شي، لازمه نه ده چې د هر څه ليکلو ته دې سم دستي قلم او کاغذ راواخيستل شي.

که قلم او کاغذ سره لرې شوې یئ او د قلم په راخيستو مو ذهني تمرکز له منځه ځي نو کولی شئ چې د ليکلو لپاره له کمپيوټر او ان د مبايل د نوټ صفحه وکاروئ او يا هم برعکس، ښايې د دې کار په کولو تاسې راحته اوسئ.

۳- د نقد وېره

يو شمېر د نورو له نقده وېره لري او همدې وېرې يې قلم او ژبه محدود کړي، هڅه وکړئ له دې وېرې ځان خلاص کړئ که نه نو خپل استعداد به د وجود دننه له منځه يوسئ.

په ټولنه کې نقد د پرمختګ وسيله ده هڅه مه کوئ له دې پرمختګه ځان شاته کړئ او ځانته د کم جرآتۍ احساس ورکړئ، په ځان باور مو زيات کړئ او د څه د ليکلو وړتيا پيدا کړئ.

۴- هره ورځ ليکل وکړئ

د دوامدارې ليکنې په صورت کې ستاسې قلم روانوالی مومي، نويو کلمو او اصطلاح ګانو سره مخ کېږئ او ذهن مو د تازه مسايلو د جذب قوت پيدا کوي.

۵- مطالعه کول

مطالعه مو د يو څه ليکلو ته اړباسي، کله چې تاسې مطالعه کوئ نو ذهن ته مو د موضوع په اړه خامخا يو څه راځي چې تاسې پرې خبرې وکړئ او خپل نظر وليکئ.

کله داسې هم کيږي چې چاسره د ليکلو لپاره څه نه وي خو مطالعه دا ستونزه له منځه وړي تاسې د مطالعې په وسيله کولی شئ د نويو مسايلو په اړه ليکنې وکړئ او نوي څه ايجاد کړئ.

۶-نه شم کولی

د نه شم کولی جمله مو د ژوند له کتابه پاکه کړئ، ډېری خلک چې په ژوند کې وروسته پاتې کيږي او نه شي کولی خپلې ټاکلې موخې ته ورسيږي د نه شم کولی جمله يې مخه نيسي، که د ليکوالۍ هوډ لرئ او غواړئ چې په راتلونکي کې د بل تکړه ليکوال ځايناستي شئ نو د نه شم کولی تلقين مو له زړه وباسئ په نړۍ کې داسې ډېر څه شته چې خلکو ته ناممکن برېښي، خو هغه ممکن وي يواځې قوي عزم، وخت او کوښښ ته اړتيا لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

تورپیکۍ غرنۍ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

تورپیکۍ غرنۍ کابل میشته لیکواله او ژورنالیسته ده- په یاران کې یې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق خپله له لیکوالې او یاران ادارې سره خوندې دی.