ټولنیز ژوند رسنۍ کلتور او هنر

څنګه ښکلي عکسونه واخلو؟

لیکنه: صادق طارق
اعلان

تجربه کړې به مو وي، چې له عین زاویې په عین موقعیت کې به تاسې نه د نورو عکسونه ښکلي اخیستل شوي وي.

دلیل یې څه دی؟

ولې د نورو غوندې ښکلي عکسونه نه شو اخیستی؟

څه وکړو، چې عکسونه مو ښکلي راشي او خوند ترې واخلو؟

دلته په همدې اړه ځینې مشورې او سپارښتنې درسره شریکوو.

وروځې مو ښه وساتئ

په عکسونو، خاصتاً هغو کې چې یوازې یې اخلئ او زیات فوکس مو پر مخ پکې کیږي، ستاسې وروځې ستاسې په ښایسته کولو کې مهم نقش لري.

د دې لپاره پر وروځو خیال ساتئ، بابیزه او بې ارزښته یې مه ګڼئ.

پراخ لباسونه مه اغوندئ

د ښو عکسونو د اخیستو لپاره یوه بله مهمه مشوره دا ده، چې لوی لباسونه(جامې، دریشۍ) مه اغوندئ.

که مو واغوستل، دا به مو په ځان کې لوی وي، څنډې به یې خورې او تاسې به ورسره بد ښکاره شئ.

نو ښه ده، چې له خپلې اندازې اوږدې جامې وانه غوندئ.

زاویه جوړه کړئ

د تذکرو د پخوانیو وړو عکسونو غوندې سترګې پرکامرې مه ننباسئ.

کوشش وکړئ، چې په تصویر اخیستو کې زاویه جوړه کړئ.

په دې ډول به ډېر جذابه ښکاره شئ. پښې مو لږې ښکته کړئ، یا یې پر یو بل واچوئ او عکس واخلئ.

که سر ډېر جیګ ونیسئ، عکس کې مو څېره ستړې او خواشینې ښکاري؛ داسې چې چا په زوره کینولي یاست.

فوکس سره پام کوئ

کامره که زیات فوکس درباندې وکړي، چاغ او که لږ فوکس درباندې وکړي،عکس کې ډنګر راځئ.

دا تاسې پورې اړه لري، چې څه ډول عکس غواړئ واخلئ.

که مو ځان چاغ خوښ و، فوکس درباندې وکړئ، کنه نو بې فوکسه عکسونه واخلئ.

موسکا مه سپموئ

په عکس کې یوه نرۍ موسکا ستاسې څېره او عکس ښکلی کوي.

نو موسکا مه سپموئ، د عکس اخیستو پر وخت موسکی شئ او په دې ډول ښایسته عکسونه واخلئ.

نیم رخه اړخ مو معلوم کړئ

ځینې خلک له یوه او ځینې له بل اړخه ښکلي عکسونه اخیستی شئ.

البته دا د هغو عکسونو خبره ده، چې تاسې ټول ځان پکې نه راولئ؛ بلکې یو اړخ پکې راوستل غواړئ.

هغه کسان، چې یوه اړخ ته کومه ستونزه لري( یا یې سترګه معذوره وي، یا پوزه بدرنګه یا بله) هغوی دې له دغه اړخه په عکس راوړلو کې ډډه وکړي.

سترګې لږې ټولې کړئ

سترګې د عکس اخیستو پروخت پوره مه خلاصوئ.

که مو داسې وکړل، عکس مو بدرنګه راځي.

د دې پرځای غوره ده، چې سترګې مو عادي ونیسئ، نه یې زیاتې خلاصې کړئ، نه یې پټیدو ته نیږدې کړئ.

عادي او راحته اوسئ

هیڅ فکر مه کوئ، چې کامره کومه بلا ده او تاسې خوري.

عادي او راحته اوسئ، په دې ډول مو عکس ښکلی راځي او څېره مو پکې طبیعي ښکاري.

البته دومره هم مه عادي کیږئ، چې موسکا او عکس ته ځان برابرول درنه هېرشي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق