ټولنیزې مسالې د ګټې خبرې ژوند بڼه

څنګه خپله دنده خوندي کړﺉ؟!

ډېر خلک دندې او وظیفې په خورا کړاوونو ترلاسه کوي. داسې خلک به تاسې لیدلي وي، چې څو میاشتې په پرله پسې توګه په دندو پسې ځي، خو بېرته تش لاس کورته ګرځي. سهار یې مېرمن په دې تمه رخصتوي، چې دنده او کار به ومومي، خو ماښام له قهر او غوسې سره یوځای کور ته داخلیږي.

ډېرځله د دندې نه ترلاسه کېدل او بیکاري په کور کې د خشونت او تاوتریخوالي لامل ګرځي.

یوڅوک، چې د یوې دندې او کار لپاره په میاشتو میاشتو منډې ترړې کوي، د دندې او کار د خوندیتوب فکر هم باید ورسره وي. که چېرې دا فکر ورسره نه وي، د شرکتونو او ادارو رییسان به یې ډېر ونه زغمي، ځکه هغوی د خلکو غمخواره نه دي، هغوی له ظرفیتونو د خپلو ګټو لپاره کار اخلي.

هغه کسان، چې په خلکو کې د خپل محبوبیت په لټه کې دي، یا په ډېرې لیوالتیا کار کوي او له نورو کارکوونکو سره په مینه او خلوص راشه درشه کوي، په اداره او شرکت کې د ځان لپاره دایمي ځای جوړوي. د شرکت تجربه کاره کسان به له دوی سره همکاري کوي او د کار او کسب هنر به ورښيي. بد دماغه، ځان غوښتونکي او مغرور کسان پر نورو کارکوونکو ښه نه لګیږي او کېدای شي جوړ کار یې ور خراب کړي.

موږ هر یو په خپله اداره کې داسې کسان لرو، چې ټوله ورځ د نورو پر تخریب کار کوي.

دا ډول کسان په اداره کې د خپل ځان پر وړاندې د پرمختګ لارې بندوي او بالاخره اداره اړ وځي، چې له دندې یې وباسي. څومره، چې سړی صمیمي او د شرکت او ادارې په خیر لګیا وي، هومره د مسوولانو ور پام وي. هیڅ مدیر او رییس دا نه خوښوي، چې کارکوونکي یې په رسمي وختونو کې خپل برېښنالیکونه وګوري، پر فیسبوک او ټویټر لګیا شي، یا ساعتونه ساعتونه له خپلو معشوقو سره په ټیلیفون وغږیږي. په نوره نړۍ کې په رسمیاتو کې کارکوونکي له شخصي کارونو ډډه کوي، لږ ترلږه ۱۰ دقیقې وخت هم چاته نه ورکوي، ځکه هغوی خپل دغه وخت او انرژي په اداره او شرکت پلوري. که یوڅوک د ورځې دوه درې مېلمانه ولري او د افغانانو په څېر هر یو دوه درې ساعته درسره کښیني، پنځه شپږ ځله ټیلیفون راشي او په هرځل پنځه شپږ دقیقې یا تر دې ډېر وغږیږي، دغسې څه وخت په چای او خپلمنځي سیاسي بحثونو تېر کړي، فکر وکړﺉ، چې دغه کارکوونکي به څو ساعته کار کړی وي او مازیګر څلورنیمې بجې، چې کورته ځي، ځان به په دې قانع کړای شي، چې نننۍ ورځ یې د شرکت او ادارې په ګټه تېره کړې، یا لږ ترلږه خپله روزي یې حلاله کړې ده؟!

که ستاسې د مجلې ترېس د چارشنبې پر ورځ مطبعې ته ځي او تاسې خپل کار د پنجشنبې په سهار بشپړوﺉ، کار مو بې ګټې دی، ځکه مطالب مو له چاپه پاتې کیږي. هرکار ته د اړتیا له مخې وخت ټاکل کیږي او که بې وخته ترسره کیږي، ګټه نه کوي. که بیړنی خبر وي او خبریال ۱۰ دقیقې به دفتر کې په موټر، اړیکي ټینګولو او بوټانو پښو کولو تېروي، خبر به نورو رسنیو د وخته خپور کړی وي؟ په دې صورت کې د پېښې ځای ته ستاسې تګ هسې د تېلو بېځایه مصرف او د موټرچلوونکي او نور کاري ټیم د وخت ضایع کول دي.

زه په خپل دفتر کې داسې کسان وینم، چې له نورو ځان منزوي ساتي، په داسې حال کې، چې دا چاره ددوی په زیان ده. څومره، چې په دفتر او اداره کې له کارکوونکو سره ستاسې اړیکي پراخې وي، په همغه کچه مو کار ښه پرمخ ځي. که تاسې له اداري مدیر، مالي مدیر، رییس او… نه څنګ ته کیږﺉ او د یوه سلام او ستړي مه شي جرات نه کوﺉ، شخصیت مو د هغوی پر وړاندې ګونګ او بالاخره هرکار مو د خپلې څانګې په مدیر پورې بند پاتې کیږي. تاسې له نورو ملګرو او کارکوونکو سره اړیکي وساتئ، خو اړیکي مو دومره ټینګ نه شي، چې خلک در پسې ووايي: « لیلا مجنون بیا چېرې تللي ول». ما په ډېرو دفترونو کې د ډېرو خوږو ملګرو په اړه، چې جوړه جوړه به ګرځېدل، دا ډول خبرې اورېدلې دي.

دا ټولې خبرې که یو څوک په خپل کاري چاپیریال کې په پام کې ونیسي، په پوره مسوولیت او کاري وجدان کار وکړي، فکر کوم په دې به بریالی شوی وي، چې خپله دنده خوندي وساتي. له دې پرته دا احتمال شته، چې په تېروتنو کې خپله دنده له لاسه ورکړﺉ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */