سپما او پیسې پرځای لګول

ژباړه: عطا محمد میاخېل

حتا که چېرې تاسو ډېر معاش لرونکې دنده هم ولرئ، بیا هم باید د ژوند کوچنیو او وړو لګښتونو ته خپل پام واړوئ او وپوهېږئ، چې څنګه خپلې پیسې ټولې کړئ؟ بېځایه او ناسم لګښتونه، د دې سبب ګرځي، چې ونه شئ کولای، د ژوند اړینې اړتیاوې پوره کړئ. دغه راز که چېرې خدای مه کړه له روغتیایي ستونزو سره مخ شئ، یا د داسې وسایلو اخیستلو ته اړتیا پیدا کړئ، چې په ژوند کې مو اغېزناک رول لري او تاسو خپلې ټولې پیسې په بېځایه او ناسمو لګښتونو باندې مصرف کړې وي او له ځان سره پیسې ونه لرئ، نو په دې ترتیب له اروایي فشار او ژور خپګان سره مخ کېږئ.

په کورنۍ کې د پیسو مدیریت چندان سخت کار نه دی. د ګټې کچې او د پس انداز او لګښت ټاکلو ته په پام سره، د ژوند دا برخه هم کولای شي، د سم تګلوري په لور روانه شي.

د یوه ښه مالي مدیریت لپاره، دې ټکو ته پام وکړئ:

۱ ـــ د خپلې ګټې او لګښت حساب ولرئ
تر ټولو لومړی دا په پام کې ولرئ، چې ستاسو په کورنۍ کې څو کسان کار کوي او د بودیجې په توګه څومره پیسې راوړي؟ دا معلومه کړئ، چې کورنۍ ته مو د میاشتې څومره پیسې راځي؟ اوس نو په خپلو لګښتونو پسې لاړ شئ، د کومو څیزونو لپاره باید پیسې مصرف کړئ؟ خوراک، پوښاک، روغتیا، د ماشومانو زده کړې، د اوبو، برېښنا او د ټیلیفون پیسې او دې ته ورته نور اړین موارد، باید ستاسو د لګښتو د لړ لیک په سر کې ځای ونیسي او نور موارد، لکه: د کورنۍ د غړو د بوختیاوو او تفریح لپاره لګښتونه او داسې نور به په بلې برخې تړاو ولري.

د کورنۍ اصلي بودیجه د کورنۍ په اصلي او اړینو لګښتونو باندې ووېشئ، که چېرې له هغو څخه کومه اندازه پیسې پاتې شوې، کولای شئ، تر یوه ټاکلي بریده، نه بېځایه او بې بریده د تفریح او بوختیاوو لپاره یې ولګوئ.

۲ ـــ له بېځایه پور اخیستلو ډډه وکړئ
موږ ټول له پور سره آشنا یوو، پورونه کولای شي، ښه او جوړونکي او یا هم بد او ورانونکي وي؛ هغه پور چې د ځمکې یا کور اخیستلو لپاره وشي، که هرڅومره دروند هم وي، نو په اوږد مهال کې به د یادې ځمکې یا کور ارزښت د اخیستل شوي پور په پرتله زیات وي.

د دې په اړه، چې څنګه خپلې پیسې ټولې کړو؟ په زړه پورې ده، پوه شئ، په قسطي بڼه د طلاو او جواهراتو اخیستل هم کوم ستونزه نه لري، ځکه د دې مالونو ارزښت به خوندي وي؛ خو هغه پور، چې د نا اړینو او غیر ضروري وسایلو د اخیستلو لپاره وشي، نو په بشپړه توګه له اقتصادي اصولو سره په ټکر کې دی.

ځینې کسان پوښاک او جامې هم په قسط اخلي؛ دا په داسې حال کې ده، چې د پوښاک او جامو عمر ډېر لنډ دی او د قسط د هرې دورې په پای ته رسېدو سره باید، په قسط سره د نورو جامو اخیستلو پسې لاړ شئ.

د امکان تر بریده هڅه وکړئ، چې په قسط سره د مصرفي وسایلو له اخیستلو څخه ډډه وکړئ او پر ځای یې د څو میاشتو په لړ کې، د اړتیا وړ وسایلو د اخیستلو لپاره پیسې زېرمه کړئ.

۳ ـــ د خپلې ګټې په کچه لګښت وکړئ
تاسو باید د خپل ژوند ټول لګښتونه، له خپلې ګټې سره برابر کړئ او کورنۍ مو دې موضوع ته متوجه کړئ، چې پیسې یوازې یوه وسیله ده او خپل پخپله نېکمرغي نه شي راوستلی.

لوړ ماډلی موټر د خوشالۍ، درنښت او وړیا بنسټ نه دی او اکثره هغه هلکان، چې په آرامتیا او هوساینه کې سترېږي، بریا به ترلاسه نه شي کړای، تاسو باید نېکمرغي د ژوند په نورو برخو کې ولټوئ، نو له خپلې ګټې څخه په ډېر لګښت کولو سره، د ځان او د خپلې کورنۍ اروایي فشار مه لوړوئ.

۴ ـــ په ډېرې پوهې او ځیرکۍ سره پیسې مصرف کړئ
که چېرې څو کاله کېږي، چې د کور دروازه او دېوال مو نه دی رنګ کړی او له تاسو سره د رنګ او رنګمالۍ پیسې نه شته، نو کولای شئ، څو قوطي رنګ واخلئ او د کورنۍ له غړو سره لستوڼي بډ وهئ او رنګول پیل کړئ.

هغه مېرمنې، چې خیاطي یې زده ده، کولای شي، له ښاره ارزان بیه رختونه واخلي، تر کومه ځایه، چې امکان لري، د کورنۍ د غړو لپاره ترې جامې وګڼډي.

نارینه هم په هغو کارونو واک پیدا کوي، ترڅو وکولای شي، د کور ځینې وسایل جوړ کړي او په ټولو مواردو کارګر ته اړتیا نه وي. د دې لپاره، چې پوه شئ، څنګه خپل پیسې ټولې کړئ؟ باید په بیو او نرخونو باندې پوه شئ او خپل د اړتیا وړ توکي له ارزان بیه دولتي پلورنځیو څخه واخلئ.

۵ ـــ پس انداز جدي ونیسئ
هره کورنۍ هغه اندازه پیسو ته اړتیا لري، چې د ناڅاپي لګښتونو لپاره یې باید ولري. لکه: په ناڅاپي توګه موټر خرابېږي، ناروغي رامنځته کېږي، په ناخبره توګه له یوه پېر (خرید) سره مخامخ کېږي او دې ته ورته نور، چې وړاند وینه یې نه شئ کولای، خو په هر صورت کې یې د رامنځته کېدو امکان شته. د پس اندازه په توګه د یو اندازه پیسو لرل به ستاسو د هوساینې او آرامتیا سبب شي.

۶ ـــ خپلو مالي چارو ته رسیده ګي وکړئ
که چېرې تر اوسه مو پورونه، نه وي ادا کړي او له بشپړ پېر سره مخ یاست، نو په خپل پېر باندې له سره کتنه وکړئ.
د بېلګې په توګه: ډېرې او لوړ بیه ډالۍ، هېڅکله د خوښۍ او خوشالۍ ضمانت نه شي کولای او ښایي هغه څوک، چې دا ډالۍ ترلاسه کوي، د خوښۍ په پرتله لا ډېر د ګناه احساس وکړي، په ځانګړې توګه، که چېرې هغې ډالۍ ته چندان اړتیا ونه لري، حتا ماشومان هم کله چې د منځنۍ کچې ډالۍ، چې په ډېر دقت او ځیرکتیا سره ټاکل شوې وي، ترلاسه کړي، نو ډېر زیات خوشالېږي، په ځانګړې توګه، که چېرې ماشومانو ته وویل شي، چې ستاسو پیسې د پېر ( خرید ) لپاره محدودې دي.

په بشپړه توګه به متوجه شوي وي، چې څنګه خپلې پیسې ټولې کړئ؟ دا لارې ستاسو مالي هوښیارتیا او ځرکتیا زیاتوي او د دې سبب ګرځي، چې ډېره هوساینه او آرامتیا ولرئ.