ټولنیز ژوند کورنی ژوند

څنګه یوه خوشاله او نېکمرغه مور اوسئ؟

ژباړه: عطا محمد میاخېل

ماشومان له ځانه سره خوشالي راوړي، سره له هغو ټولو بوختیاوو او مسؤلیتونو، چې د والدینو پر اوږ یې ږدي، کولای شي، د هغوی لپاره تر ټولو ښې او خوشاله شېبې را منځته کړي او ژوند ته یې نوی رنګ او روڼتیا ور وبښي.

کله چې ارواپوهان له والدینو څخه پوښتنه کوي، چې آیا له خپل ماشوم سره په کافي اندازه وخت تېروي او یا دا چې خوښېږي یې له هغوی سره ډېر وخت تېر کړي، ډېری میندې وایي هو، ځکه په هغه شېبه کې، چې دې پوښتنې ته ځواب ورکوي، نو د هغو ښو او خوشاله شېبو په اړه فکر کوي، چې له خپل ماشوم سره لوبې کوي او یا هم ورته کتاب لولي، خو کله چې له هغوی څخه غواړي د ورځنیو فعالیتونو او کارونو او یا د هغه وخت په اړه، چې له خپل ماشوم سره یې تېروي، لا ډېر توضیحات ورکړي، نوي ور په یادېږي، چې له ماشومانو سره د هغوی په جامو اغوستلو، خوړو خوړلو او ژر وېده کېدلو کې ستونزه لري.

په حقیقت کې، هغه رښتینې او واقعي شېبې، چې والدین یې د خپلو ماشومانو ترڅنګ تېروي او له هغوی سره خوښي او خوشالي کوي، ډېرې لنډې دي، خو همدا لنډې شېبې دومره پیاوړې او ځواکمنې دي، چې کولای شي، له ځان سره د نېکمرغۍ او خوشالۍ احساس راوړي.

کله چې خپل ماشوم ته د خدمت کولو په حال کې یاست، نو خپل ژوند د تېر په پرتله ډېر مثبت او خوشاله ارزوئ او له ټولو ستړیاوو سره سره، چمتو یاست، چې دې کار ته دوام ورکړئ. د دې لپاره لومړی ګام، چې یوه خوشاله او نېکمرغه مور واوسئ، داده چې هغه کار ته ارزښت ورکړئ، کوم چې ترسره کوئ یې، داسې احساس وکړئ، کوم کار چې ترسره کوئ ډېر مهم او ارزښتمن دی، وروسته له هغې، چې ومو کولای شول دې احساس او حالت ته لاسرسی پیدا کړئ، نو پرته له شکه، په ډېرې آسانۍ سره کولای شئ، د خوښي او خوشالي کولو لا ډېرې لارې پیدا کړئ.

اندېښنې او اروایي فشارونه ومنئ:
مور اوسېدل په دې مانا نه دي، چې تل ښه احساس ولرئ، ځکه کله وخت په ژوند کې غوسه کېدل، ځورېدل، ناهیلي او اروایي فشار را منځته کېږي او دا له ژوند څخه نه جلا کېدونکې برخه ده. تاسو بده مور نه یاست، که کله وخت غوسه کېږئ، تاسو بده مور نه یاست، که کله وخت خپل کنټرول له لاسه ورکوئ، ځکه چې دا موارد طبیعي او نورمال دي.

په کافي اندازه خوب وکړئ:
ډېری کسان په دې باور دي، چې پیسې نېکمرغي نه شي تضمینولی؛ خو ډېری خلک په دې باندې نه پوهېږي، چې ښه او کافي شپنی خوب څومره د ښې او خوشاله روحیې په لرلو باندې اغېزه کوي. که چېرې وکولای شئ د شپې په کافي اندازه ویده شئ، پرته له شکه به هغه ستر توپیر تجربه کړئ، کوم چې په تاسو کې رامنځته کېږي، د ورځې په اوږدو کې لا ډېر فعالېږئ، که چېرې ستړې ونه اوسئ، کولای شئ، خپل ماشوم ته کتاب ولولئ او که چېرې فرصت ولرئ، نو کولای شئ پارک ته یې بوځئ او داسې نور… خو که چېرې ونه شئ کولای، چې د شپې له مخې اړین استراحت ولرئ، نو د ورځې په اوږدو به کې ستړې او بې حوصلې یاست او حتا د اصلي او مهمو کارونو د ترسره کولو لپاره به اړینه انرژي ونه لرئ.

د خپلو لومړیتوبونو په اړه یو ځل بیا فکر وکړئ:
ښایي اصلاً تر سترګو نه شي، خو د ښه او مثبت احساس او حالت د لرلو یوه له اصلي کیلي ګانو د هغو کارونو سازماندهي کول او په اړه یې پروګرام جوړول دي، کوم چې باید ترسره یې کړئ. دا چې خپل وخت څنګه تېر کړئ، ډېر زیات ارزښت لري، که چېرې له مالي پلوه کومه ستونزه نه لرئ، نو غوره ده، چې خپل ډېر وخت له کورنۍ سره اوسېدو ته ځانګړی کړئ، یانې هغو کارونو ته لومړیتوب ورکړئ، چې په کورنۍ پورې تړاو لري، غوره ده، چې د هغو کارونو په اړه فکر وکړئ، چې باید د ورځې په اوږدو کې یې ترسره کړئ او وروسته په خپل ذهن کې د هغو ارزښت ته په پام سره یې په وختونو ووېشئ، په دې صورت کې پوهېږئ، چې کوم کار څه وخت ترسره کړئ او له پرېښانۍ، اندېښنې او ستړیا څخه مو مخنیوی کېږي.

پراخ لید ولرئ:
د پراخ لیدل لرل، ستاسو د پاملرنې او ځیرکتیا له ښه والي سره مرسته کوي، تاسو ته صبر او زغم در بښي او سربېره پر دې مواردو د دې سبب ګرځي، په ټولو هغو شېبو کې، چې په غلفت او نا خبرۍ سره یې تېروئ، هوښیار او د معلوماتو لرونکي واوسئ. ډېر ژر هغه شېبه را رسېږي، چې ستاسو کوچنۍ لور د کمپیوټر د مېز تر شاه کېني او خپلې درسي پروژې ترسره کوي یا زوی مو د خپلې خوښې وړ فوټبال لوبډلې د لوبې په ننداره بوختېږي او تاسو یوه شېبه له ځان سره فکر کوئ، چې هغه څه وخت دومره ستر شو؟

له خپل خاوند سره مو اړیکه ښه کړئ:
د دوستانو یوه ډله، چې په سختیو کې مو ملاتړ کوي، کورنۍ، مور، پلار او په مرکز کې یې خاوند مو دی، د دې افرادو د شتون لپاره، باید له نورو سره مو تل اړیکه ټینګه وي او ځان د یوازېتوب نړۍ ته مه بیایئ، په ځانګړې توګه هغه وخت، چې ماشوم کوچنی دی.

هېڅکله فکر مه کوئ، چې له خپل خاوند سره به مو ترینګلې اړیکه په راتلونکې کې ښه کوئ، ښایي په راتلونکې کې یې د جبرانولو فرصت په لاس درنه شي، نو باید همدا اوس یې پیل کړئ، له یوبل سره خرید ته لاړ شئ؛ له یو بل سره د هغه څه په اړه خبرې وکړئ، کوم چې تاسو په اروایي فشار اخته کوي، دغه راز د هغه څه په اړه خبرې وکړئ، چې ځوروي مو. د یو ماشوم روزل او سترول یوه ستونزمنه چاره ده او تاسو له یو بل سره همکارۍ او همغږۍ ته اړتیا لرئ.

مننه وکړئ:
مننه کول ستاسو په حالت او روحیه کې ډېر ښه او مثبت بدلون را منځته کوي. د مننې کولو لپاره، یوه بله تګلاره، لیکل دي. که چېرې دا کار د دو اوونیو لپاره هره ورځ ترسره کړئ، نو د لا زیاتې نېکمرغۍ احساس به وکړئ. ښایي بدې ورځې هم ولرئ، خو حتا دا بدې ورځې هم د دې سبب نه ګرځي، چې بد احساس ولرئ، ځکه تاسو پوهېږئ، چې نېکمرغي مو په خپل لاس کې ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل