افغانستان ټولنیز ژوند ژوند بڼه

څنګه یو ښه افغان اوسیدونکی اوسم؟

لیکنه: خالد بزګر وزیري
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

څو ساده کارونه او چلند کولای شي زموږ د ژوند کچه لوړه او ښه کړي. د ښارونډانو په توګه، په ځانګړي ډول د زده‌ کوونکو/زده کړیالانو په حیث، هغه څه چې باید موږ ټول یې ترسره کړو:

۱. له خپل کور څخه یې پیل کړه، په دوامداره توګه یې پاک کړه او د باندې وره (دروازې) مخه دې هم پاکه وساته.

۲. له ګاونډیانو سره په ښو اړیکو جوړولو او ښه چلند کولو، یو ښه ګاونډی شه.
۳. اوبه او بریښنا پرته له اړتیا مه کاروه (اصراف مه کوه).

۴. له ګاونډیانو سره دروند چلند کوه، درناوۍ یې کوه او د اړتیا پر وخت ورسره مرسته کوه.

۵. خځلې (نه کاریدونکي توکي) د سړک پر سر مه اچوه.

۶. لیاړې د سړک/لارې پر سر مه تُف کوه. دا نه یوازې بل لاروی په تکلیفوي، بلکې ستا پر دسپلین هم منفي اغیز کوي او دا د ښار میشتیدنې د فرهنګ له چوکاټ څخه وتلی عمل دی.

۷. کله چې د سړک له یوه لوري څخه بل لوري ته تیریږې، نو هڅه وکړه چې د سړک پر سر له پلي تیریدو دهلیز څخه کار واخلې. په دې سره به ښار منظم ښکاره شي او دا کار د ترافیکي پیښو کچه راټیټوي.

۸. د موټر چلونې پر وخت کمربند تړه.

۹. د موټرسایکل چلونې پر وخت محافظتي خولۍ پر سر کوه.

۱۰. کله چې په لار ځې، هڅه وکړه چې د سړک تر څنډې په پلیو لار (څنګلار) کې ولاړ شې، ځکه چې په دې کار سره ښار کې موټر چلوونکي له لږو ستونزو سره مخ کیږي.

۱۱. کله چې په یوه مراسم کې ګډون کوې، نو د خپل هیواد د ملي سرود د غږیدو پر وخت لاس په سینه ودریږه او درناوۍ یې کوه.

۱۲. خپل د ښوونځي/پوهنتون درناوۍ کوه، په ځانګړي توګه د دروازو، دیوالونو او کړکیو یې. ځکه، دا ستا شخصي نه دي، ښايي ته یو یا هم څو کاله نور هلته تیر کړې.

۱۳. د یوه هیواد ښارونډ اوسیدل د یوه کس لپاره د ویاړ سرچینه ده، نو هڅه مه کوه چې د بهرنیانو پر وړاندې خپل اصلیت له پامه وغورځوې. ایا کوم وخت دې داسې کوم بهرنی کس لیدلی چې له خپل اصلیت څخه، چې په اصل کې دی څوک دی او څوک نه دی، سرغړونه کړې وي؟

۱۴. له سیلانیانو سره ښه چلند کوه. که غواړې چې هیواد ته دې په میلیونونو سیلانیان راشي او لیدنه ترې وکړي، نو هڅه وکړه چې ښه سلوک او رفتار ورسره وکړې.

۱۵. ډیره به غوره وي که وکولای شې د خپل هیواد په اړه مطالعه وکړې، ترڅو د خپل هیواد د دښتو، سیندونو، د ژبو تر منځ بیلابیلو لهجو، دود او دستور او دودیزو کالیو ترمنځ ستر توپیر نه ځان خبره کړې.

۱۶. که ته رایه ورنکړې، نو څوک به یې ورکړي؟ یو ساده کار کولای شي چې یو سم او رښتینی کس یوه سم او رښتیني ځای ته ورسوي.

۱۷. په بیړنیو حالاتو کې مه ویریږه او له اړمنو کسانو سره مرسته وکړه. وینه ورکړه، له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره په اړیکه کې شه، امبولانس ته زنګ ووهه او د سړک پر سر له میرمنو سره مرسته وکړه. فکر وکړه که ته د هغو کسانو په ځای وای، نو نه دې خوښیدل چې نورو خلکو له تاسره مرسته کړې وای او ستا ترڅنګ اوږه په اوږه ودریدلي وای؟

۱۸. خپل ټیلفون تل په لړزې حالت کې ساته، ترڅو نورو ته مزاحمت ونشي.

۱۹. له تاسې هیله کیږي چې دې لیست ته نور اړین ټکي وراضافه او له ملګرو سره یې شریک کړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احمد فرهاد توتاخیل