خواړه روغه سټه

د دې خوراکي توکیو استعمال مو له ګرمۍ ژغوري

لیکنه: صادق طارق

ځینې یوازې دا فکر کوي، چې له ګرمۍ د خلاصون لاره ایرکنډیشنې، پکي، کولرې او یخې سیمې لرل دي.

خو داسې نه ده؛ پردې سربېره نورې حل لارې هم شته، چې که ترې استفاده وشي د ګرمۍ په کمیدو کې مرسته درسره کوي.

په دې برخه کې ځینې خوراکي توکي د هېرولو نه دي.

دلته دغه خوراکي توکي یادوو، څو استفاده ورڅخه وکړئ او د ګرمۍ له شره وژغورل شئ:

بادرنګ

بادرنګ له هغو سبزیجاتو څخه دي، چې تاسې د ګرمۍ له شره ژغوري.

په بادرنګ کې ۹۵ سلنه اوبه دي. د بادرنګو خوړل ستاسې وجود ته سړښت لېږدوي او له ګرمۍ څخه یې اغېزمنیدل کموي.

د بادرنګو د خوړلو لپاره یوازینۍ لاره دا نه ده، چې سپین یې کړئ او ویې خورئ.

د دې کار لپاره غوره ده، چې بادرنګ یا په شړومبو کې ګډ کړئ، یا یې سلاد کې واچوئ.

بادرنګ له اوبو پرته نور ګټور مواد هم لري، چې استعمال یې ګټه در رسوي.

نعناع( ویلینی)

ویلینی یا نعناع له هغو سبزیجاتو دی، چې د نورو ښیګڼو ترڅنګ ستاسې وجود سوړ ساتي.

د نعناع بله غوره ښیګڼه دا ده، چې د تندې احساس له منځه وړي او تاسې د زیاتو اوبو او مشروباتو څښلو ته نه محبوروي.

نعناع هم یوازې ډېر نه استعمالیږي؛ غوره ده چې دا هم په نورو بڼو استعمال شي.

لکه: یا په سلاد، یا شړومبو کې میکس شي او په دې ډول یې وکاروئ.

تراتیزک

تراتیزک، چې توند ډوله سبزیجات دي، په استعمالولو سره یې د نورو ګټو ترڅنګ د ګرمۍ له شره یو څه خلاصیدای شئ.

تراتیزک د معدې د درملنې لپاره هم ګټور دی.

په دغه سبزي کې، چې د سلاد لپاره استعمالیږي، ۹۵ سلنه اوبه، فیبر، فولاد، ویټامین آی، ویټامین سي او ویټامین کی ټول موجود دي.

دا هم کیدای شي د سلاد او شړومبو په وسیله وخورئ او د ګرمۍ پر وړاندې د خپل وجود مقاومت زیات کړئ.

مستې

یوازې سبزیجات نه، چې لبنیات هم د ګرمۍ پر وړاندې ستاسې مقاومت زیاتوي.

مستې په دې برخه کې د خاصې یادونې وړ دي؛ تاسې کولای شئ د مستۍ له هر ډول څخه د ګرمۍ پر وړاندې استفاده وکړئ.

فرق نه کوي، چې مستې طبیعي وي، یا میکس شوي او غیر خالص، هر ډول یې د ګرمۍ پر وړاندې تاسې قوي کوي.

د مستو ۹۵ سلنه اوبه او پاتې نور مواد یې: کلسیم، ویټامین ډي او پروټین دي.

هندواڼه

هندواڼې په خاص ډول د ګرمۍ پر وړاندې ستاسې د مقاومت په زیاتولو کې خاص رول لري.

د هندواڼو استعمال ته خاصه پاملرنه وکړئ، ځکه د هندواڼو لویه برخه اوبه دي.

په هندواڼه کې نور ګټور مواد هم شته، چې ستاسې وجود ته ګټه لري.

ترخه خوراکونه

د ترخو خوراکونو استعمال هم ستاسو مقاومت د ګرمۍ پر وړاندې زیاتوي.

مرچک او نور ورته ترخه شیان ځکه ضرور دي، چې ستاسې د تندې احساس کموي او د ګرمۍ خلاف مقاومت پياوړی کوي.

لیمو

د لیمو خوراک بیخي په ګرمۍ کې جدي ضرورت دی. لیمو هم ستاسې د وجود ځینې ضرورتونه پوره کوي او هم یې د ګرمۍ پر وړاندې پیاوړی کوي.

لیمو باید شربت کړئ، یا مالګه او یا لږه بوره ورسره ګډه او نوش جان یې کړئ.

اوبه

اوبو ته هروخت او په خاص ډول ګرمۍ کې د ورځې ۸ لیټره اړتیا ده.

د اوبو استعمال بیخي ضرور دی، دا باید ګرمۍ نه غیر بل هر وخت هم استعمال شي.

دا هم مه هېروئ، چې نه کافي، نه نوشابې او نه نور مشروبات د اوبو بدیل کیدای شي.

د اوبو د ضرورت پوره کیدو لپاره یوازې او یوازې اوبه وڅښئ او ښه پریمانه یې وڅښئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق