سفر له نړۍ

که دوبۍ ته ځئ؛ دا یې تر ټولو ۱۰ ارزانه هوټلونه دي

لیکنه: صادق طارق
اعلان

ژباړه: صادق طارق

دوبۍ د نړۍ د سیاحت په یوه لوی مرکز بدل شوی، ګڼ افغانان هم دغه ښار ته راشه ـ درشه کوي.

که تاسې هم له هغوی څخه یاست او غواړئ هلته څو ورځې ـشپې تېرې کړئ، نو حتمي ده چې د اوسیدو مناسب هوټل ته اړتیا لرئ.

دلته د دغه ښار تر ټولو ۱۰ ارزانه او ښه هوټلونه درته معرفي کوو.

لواندر دوبۍ هوټل

دا هوټل د دوبۍ په مرکز کې دی او ۱۱۷ خونې لري.

په دغه هوټل کې بالکونونه، د هوا د عیارولو سیستم، تلویزونونه، د جامو اوتو کولو وسایل او نور شته.

لوندر هوټل د دوبۍ له نړیوال هوایي ډګر سره ۵ کیلو متره او د میترو له تمځای سره ۱۰ دقیقې دی.

د دغه هوټل خدمات ۲۴ ساعته دي او د بیکونو د ساتلو مطمین ځای دی.

د موټرو پارکینګ هم لري، چې وړیا دی.

یاد شوی هوټل درې ستوریز دی. د اماناتو صندوق، پلورنځی، د خونې سرویس، له سګریټ څښلو خوندي خونې، د ډالیو پلورنځی، رستورانت، د ټولنیزو ناستو صالون، سینګارتون، بوفه، ۲۴ ساعته خدمات، د فکس، ورځپاڼې او جامو وینځلو خدمات او نور سهولتونه پکې شته.

سیټي سټار هوټل

دا هم د دوبۍ له ترټولو غوره ارزان بیه هوټلونو څخه دی. د دغه هوټل خونې ارامه او په موډرنه ډول طراحي شوي.

عصري حمام او د دروازې د قلف الکترونیکي سیستم یې نورې ځانګړنې دي.

په دې هوټل کې سهارنۍ په بوفه ډول ورکول کیږي. د نورو وختونو لپاره یې خوراکونه هم د بوفې او هم د رستورانت په بڼه درکول کیږي.

دغه هوټل د میترو له تمځای سره څو متره واټن لري. د دوبۍ د پېرلو او سوداګرۍ له تر ټولو مهم مرکز سره هم نیږدې دی او د دوبۍ تر نړیوال هوايي ډګره پورې لس دقیقې مزل غواړي.

سیټي سټار هوټل ته نیږدې د لیدو وړ جذابه سیمې هم شته. که نابلده وئ، د هوټل خدماتي سرویس د سیاحت په برخه کې لازمې لارښوونې درته کوي.

دا هوټل درې ستوریز دی او نور امکانات یې په دې ډول دي:
رستورانت، د جامو وینځلو سرویس، پلورنځی، وړوکتون، د امانتونو صندوق، تلویزون، پارکینګ، سونا، جکوزي، د اوبو حوض، ماساژ، د ماشومانو د لوبو صالون، د فیټنس مرکز، د ټینس میدان، انټرنیټ او نور…

ایبیس الرقه هوټل

د دوبۍ دغه هوټل په الرقه سیمه کې موقعیت لري. دا هوټل د ۲۸۰ خونو لرونکی او د خصوصي حمام، عصري خونو او جذاب ماحول لرونکی دی.

رستورانت یې په ۲۴ ساعته ډول تازه او خوندورې غذاګانې ورکوي.

دا هوټل د الرقه له میترو سره ۵ دقیقې او د دوبۍ د ټینس له سټډیم سره ۵ کیلومتره واټن لري.

الرقه هوټل دوه ستوریز دی او دا امکانات لري.

د اماناتو صندوق، د رژیمي خوراکونو خاص ډولونه، د خونې سرویس، د بیکونو ښه ساتنه، فکس، ورځپاڼې، معلولینو ته ځانګړي امکانات، ورزشي صالون، د جامو وینځلو سرویس، صرافي، د سګریټ څښلو جلا ځای، وړیا وایفای، رستورانت او وړیا پارکینګ .

 سان انډ سندز

دغه هوټل هم په الرقه ښار کې دی. ۱۲۰ خونې او نور مهم امکانات لري.

دا هوټل د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر ته ۵ کیلومتره نیږدې دی.

دغه هوټل درې ستوریز دی او خونې یې ښایسته بالکونونه هم لري.

نور امکانات یې په دې ډول دي:

رستورانت، کافي شاپ، د جامو وینځلو سرویس، د امانتونو صندوق، پارکینګ، سونا، جکوزي، ماساژ، د بدني ښکلا کلب، انټرنیټي خدمتونه او وړیا وایفای

دریم پلاس هوټل

دغه درې ستوریز هوټل ۱۵۴خونې او نور مهم امکانات لري.

دا هوټل په دیره سیمه کې موقعیت لري. د دوبۍ له نړیوال هوایي ډګر سره یې واټن ۱۵ کیلومتره دی.

نور امکانات یې په دې ډول دي:

ټولنیز صالون، سینګارتون، د تلویزون ډله ییزه ننداره، سونا، بوفه، د غذایي رژیم خاصه مینو، ۲۴ ساعته خدمتونه، د بیکونو خوندیتوب، فکس، د معلولینو لپاره خاص امکانات، کورنۍ خونې، ورزشي صالون، د جامو وینځلو سرویس، سوداګریز مرکز، وړیا وایفای، رستورانت او وړیا پارکینګ.

کلاریج هوټل

د دوبۍ دغه درې ستوریز هوټل د مختلفو اسانتیاوو لرونکی دی. د بېلګې په ډول: یو ځانګړی هندي رستورانت لري، د لبناني غذاوو بېل سرویس هم پکې شته او که هندي رستورانت ته ځئ، له بهترینې هندي موسیقۍ هم برخمن کیږئ.

دا هوټل د دوبۍ له نړیوال هوایي ډګر څخه ۷ کیلومتره واټن لري او د بس تمځای نه ۳ سوه متره لیرې دی.

د دغه درې ستوریز هوټل د خونو شمېر ۹۳ دی.

نور امکانات یې په دې ډول دي:

سهارنۍ په خونه کې خوړی شئ، بوفې سیستم او د خوراکي رژیم خاصه مینو لري. د خونې سرویس، د ډوډۍ بستې، د بیکونو ساتنه، فکس، ورځپاڼې، د سګریټ څښلو جلا خونې، د جامو وینځلو سرویس، سوداګریز مرکز، د ډالیو پلورنځی، شپنی کلوپ، وړیا وایفای او وړیا وایفای او د حیواناتو وړوکی ژوبڼ.

مای فر هوټل

دا درې ستوریز هوټل ۱۹۲ خونې، ښکلي حمامونه، موبل فرینچر، کاري مېز، تلویزون او نورې اسانتیاوې لري.

نورې اسانتیاوې یې دا دي:

سینګارتون، سونا، د خونې سرویس، وړیا وایفای، وړیا پارکینګ، فکس، ورځپاڼې، کورنۍ خونې، ورزشي صالون، شپنی کلوپ، رستورانت او نورې اسانتیاوې لري.

نیهال پالاس دوبۍ هوټل

دا درې ستوریز هوټل ۷۰ خونې، خاص حمامونه، ښکلي فرنیجر او ښایسته تلویزونونه لري.

دغه هوټل په دیره سیمه کې دی، له دوبۍ نړیوال هوایي ډګر سره ۱۵ کیلومتره موټري واټن او د میترو له تمځای سره ۵ سوه متره پلی مزل لري.

د دې هوټل مهمې اسانتیاوې دا دي:

ماساژ، بوفه، د خونې سرویس، ۲۴ ساعته مېلمانه منل، د بیکونو ساتنه، فکس، ورځپاڼې، د سګریټ څښلو جلا خونه، د تودولو سیستم، د جامو وینځلو سرویس، وړیا وایفای، رستورانت، پارکینګ او له کورنیو حیواناتو سره د ورتلو اجازه.

فونیکس دوبۍ هوټل

دغه درې ستوریز هوټل ۸۰ خونې، خاص حمامونه، کاري میز، تلویزون او نورې اسانتیاوې لري.

دا هوټل له دوبۍ نړیوال هوایي ډګر سره ۲۰ دقیقې فاصله لري.

نورې اسانتیاوې یې دا دي:

ماساژ، د ګرمو اوبو جکوزي، د خونې سرویس، د بیکونو ساتنه، د ماشومانو ساتنه، فکس، د عسل میاشتې خاص سرویس، ورځپاڼې، د معلولینو خاص امکانات، کورنۍ خونې، د ډالیو پلورنځی، پارکینګ، وړیا وایفای.

دلمون پالاس هوټل

دا هوټل هم درې ستوریز دی او ۱۳۲ خونې لري.

یاد شوی هوټل له دوبۍ نړیوال هوایي ډګر څخه ۷،۵ کیلومتره لیرې دی.

د دې هوټل مهم امکانات دا دي:

سینګارتون، پلورنځی، ماساژ، د خونې سرویس، فکس، ورځپاڼې، د سګریټ څښلو جلاخونې، شپنی کلوپ، وړیا وایفای، رستورانت، پارکینګ او نور..

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق