ژوند بڼه سیاست کلتور او هنر له نړۍ

د هوټل دوه کارمندان د ګډ چای څښلو په تور نیول شوي

لیکنه: ياران

لیکنه: بشردروېش

په سعودي عربستان کې یو مصری له دې كبله پولیسو نیولی او بندي کړی، چې له خپلې سعودي همکارې سره یې د سهار چای په ګډه څښه.

د سعودي عربستان د کار وزارت اعلان کړی، چې دغه مصری او همکاره یې دواړه د یوه هوټل کارکوونکي وو.

کیسه له کومه پيل شوه؟
کیسه له دې ځایه پيل شوه، چې چا د دغو دوو همکارانو د ګډ چای څښلو ویډیو کړې او په ټولنیزو رسنیو کې یې خپره کړې ده.

ویل شوي،چې په دغه ویډیو کې د هوټل ښځینه کارمنده خپل مصري همکار ته یوه مړۍ ډوډۍ په خوله کوي.

د هوټل د کارمندې ناسته، حجاب او قافیه هرڅه د سعودي له قوانینو سره برابر دي، خو دا چې ولې یې له یوه نارینه سره په ګډه د سهار چای څښلی، په دې ورته لویه کیسه جوړه ده.

ویډیو کې دواړه خبرې کوي او چای څښي؛

په خپره شوې ویډیو کې د مېرمنې سترګې او لاسونه ښکاري.

پولیسو څه وکړل؟
د سعودي د کار وزارت اعلان وکړ، چې د دې ویډیو له خپریدو وروسته دا مسئله دوی جدي تعقیب کړې ده. د وزارت د اعلان له مخې د پولیسو یوه ډله یې مکې معظمې ښار ته (چېرته چې دغه هوټل پکې موقعیت لري) استولې ده.

پولیسو د هوټل مصری کارمند په دوو دلایلو نیولی. یو دلیل دا دی چې دی ولې د قانون خلاف په داسې برخه کې کارکوي، چې د بهرني تبع په توګه یې حق نه لري. بل تور دا دی چې ده ولې له یوې نامحرمې ښځې سره د سهار چای یو ځای څښلی.

پولیسو پر دغه کس سربېره د هوټل مدیر هم ورغوښتی، چې ولې یې ښځینه کارمندې ته په نامناسب ځای کې، هغه هم له یوه نارینه سره د چای څښلو فرصت ورکړی.

څارنوالي هم غوسه ده!
د سعودي د قوانینو له مخې د نارینه او ښځینه وو د کار ځایونه باید له یو بل څخه جلا وي.

د سعودي لوی څارنوال، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې خپره شوې دغه ویډیو لیدلې، په دې اړه د توند غبرګون ترڅنګ په سعودي کې له ټولو مېشتو بهرنیو کاریګرو غوښتي، چې د سعودي قوانینو ته بشپړ درناوی ولري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران