د ګرم چای څښلو تاوان؛ په سرطان ناروغۍ مو اخته کوي

لیکنه: صادق طارق

د ګرم چای څښل په افغانستان کې عام رواج دی. دلته شاید یوازیني خلک ماشومان وي، چې سوړ شوی چای څښي او نور ټول څښونکي یې له حده زیات ګرم چای سره علاقه لري.
نوې څېړنې بیا داسې خلکو ته د خطرناکو پایلو خبرداری ورکوي.

د سرطان ګواښ
په امریکا متحده ایالاتو کې ترسره شوې تازه طبي څېړنې څرګندوي، چې د ډېرو ګرمو چایو څښل د سرطان ناروغۍ ګواښ پیدا کوي.

دا څېړنه د نیویارک پوهنتون د طب پوهنځي یوه ډله څېړونکو تازه کړې ده.

د څېړنې پایلې د سرطان نړیوالې مجلې له لورې خپرې شوي.

دا پایلې څرګندوي، چې که هرڅومره ډېرګرم چای څښئ، هغومره ډېر د سرطان ناروغۍ له ګواښ سره مخ کیږئ.

د څېړنې جزیات
څېړونکې ډلې په تېرو لسو کلونو کې د ۵۰ زره او ۴۵ تنو د څښل شویو چایو حرارت اندازه کړی.

دغو کسانو، چې عمرونه یې له ۴۰ تر ۷۰ کلونو وو، د زیات ګرم چای ۳۱۷ څښونکي یې د سرطان په ناروغۍ اخته شوي.

څېړنه څرګندوي، له دغو کسانو څخه هغې برخې یې چې هره ورځ یې تر ۷۰۰ میلي لیترو پورې له ۶۰ سانتي ګرادو څخه ډېر حرارت لرونکی چای څښه، ۹۰ سلنه یې سرطان شوي.

د ډاکټرانو سپارښتنې
د دغې څېړنې ترسره کوونکو سپارښتنه کړې، چې انسانان باید د ډېر تود چای له څښلو ډډه وکړي.
دوی د ساړه چای څښل اړین او ګټور ګڼلي.
البته سوړ چای نه هدف بیخي یخې اوبه نه؛ بلکې هغه چای دي، چې حلق نه سوزوي او ورسره د مزاحمت احساس نه کیږي.