روغه سټه ژوند او ژواک

دا هرچا ته پیښیدای شي: په نړۍ کې هر کال سلګونه ماشومانو په ګرمو موټر کې مري

 

یوازې د امریکا په متحدو ایالتونو کې هر کال لږ تر لږه ۳۷ ماشومان په تودو موټرو کې د تودې هوا له کبله مري. عموما دا مړینې د اوړې په ګرمو ورځو کې پېښیږي.

د نړۍ په کچه د هغو ماشومانو شمیر چې په تودو موټرو کې د تودخې د زیاتیدو یا د مور پلار دناپامۍ له کبله مري هر کال سلکونو کسانو ته رسیږي.

په امریکا کې د ماشومانو د خوندیتوب یوه اداره وايي، ډیر کله میندې پلرونه ماشومان په موټر کې پریږدي او دوی په دې ګومان چې هوا ښه دي له موټر په وړو وړو کارونو او سودا اخیستلو پسې ښکته کیږي.

دا اداره وايي په ډیره کمه توده هوا کې هم په موټر کې دننه تودخه په کم وخت کې ډیره لوړیږي چې د ماشومانو لپاره وژونکي تمامیدلی شي.

څیړونکي وايي ماشومان ځکه ډیر خطر سره مخ دي چې د دوی وجود د لویانو په مقایسه درې چنده چټک او زر ګرمي جذبوي او اغیزمنیږي.

تاسو څه کولی شئ؟

ددې لپاره چې د تراژیدیو مخه نیول شوي وي په نړۍ کې په موټر کې د تودخې څخه د ماشومانو دخوندیتوب لپاره یو عمومي لارښود معرفي شوي. په ګڼو هیوادونو کې قانون پلي کونکي ادارې اړ دي چې په موټرو کې له تودخې څخه د ماشومانو د خوندیتوب په برخه کې دا کړنلاره عملي کړي.

ددې لارښود مهم ټکي دا دي:

۱- هیڅکله خپل ماشوم یوازې موټر کې مه پریږدئ ، ان د یوې دقیقې لپاره هم یې مه پریږدئ.

۲- کله چې تاسو موټر کې نه یئ نو خپل موټر قلف( لاک ) کړئ څو ماشومان ورته داخل نه شي.

۳- ددې لپاره چې د خپل ماشوم وضیعت هر وخت وکتلی او وڅارلی شئ د دریادیدلو لپاره شاته سیټ کې د ماشوم ترڅنګ یو مهم څه پریږدئ. لکه جیبي بکس، موبایل ټیلفون، لاسي بکس او یا بل کوم څه چې دریاد شي.

۴- که چیرې مو په کوم موټر کې یوازې ماشوم ولید، پولیسو ته خبر ورکړئ.

۵- که په موټر کې ماشوم سره یو ځای هم یئ، بیا بیا یې ځان پر احوال خبر کړئ. داسې پېښې هم ثبت شوي چې مور پلار له ماشوم سره موټر کې وو خو ماشوم نه ناخبره او ماشوم ترې ګرمۍ وهلی. ښه ده چې په هرو لسو دقیقو کې یو ځل خپل ماشوم ته وګورئ او ډاډمنه کړئ چې ښه وضیعت کې دی.

۶- له ټیکنالوژۍ کار واخلئ څو ډاډمنه کړۍ چې هیڅکله مو ماشوم موټر کې یوازې هیر نه شي. رماینډرونه او د موټر لپاره د خوندیتوب ګڼ نور ټیکنالوژیکي وسایل شته چې تاسو سره مرسته کولی شي څو تل مو موټر کې خپل ماشوم ته پام وي.

 

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */