د ګټې خبرې ژوند بڼه

هیلې مو څنګه پوره کولی شئ؟

هر انسان په خپل ژوند کې هیلې او ارمانونه لري، چې ځینو ته رسیږي او ځینې ترې پاتیږي.

په وړکتوب کې کېدای شي ستاسې ځینې هیلې د وخت په تېرېدو سره هېرې شي، خو د انسان د ودې په هر پړاو او زماني هیلې هم بدلیږي. یو وخت به مو هیله داوي، چې لوی شي او پوهنتون ته لاړ شى، خو، چې محصل شﺉ هیله به مو داوي، چې رییس او وزیر وټاکل شئ.

هیله انسان ته د ژوند د دوام ځواک ورکوي. نهیلي له انسان نه د ژوندانه د دوام قوت اخلي. رښتینې هیلې له انساني هڅو سره یوځای ثمر ته رسیږي. که د زړه له کومې غواړﺉ، چې والي شﺉ، ددې چارې لپاره له د زړه له کومې کار کوﺉ.

هیلو ته رسېدل یوازې په هلیه مندۍ نه کیږي، بلکې له سړي نه پلان او پروګرام غواړي.

څومره، چې تاسې سترې هیلې لرﺉ، په تاسې کې د تحرک احساس راټوکوي. ستاسې هدف هم دا وي، چې د خپلو هېلو د پرځایښت پر لور لاړ شﺉ. پر همغو فکر کوﺉ او بالاخره د حصول په لټه کې یې وﺉ. څومره، چې مو خپلې هیلې په ذهن کې ژوندۍ وي، په همغه کچه تاسې ته انرژي او قوت در کوي.

څوک، چې د یوڅه هیله لري، د هغې د حصول لپاره یو پلان او هدف ټاکي. څومره مو، چې هدف روښانه او د حاصل کېدو وړ وي، هومره خپلې هیلې ته نږدې کیږﺉ. که تاسې غواړﺉ ځان ولسمشر کړﺉ په ځان کې باید د ولسمشرۍ ټولې ځانګړې ووینئ. پرون تاسې ولیدل، چې ډېر کسان د ټاکنو کمیسیون ته لاړل، خو ځینې پرته له دې، چې خپل هدف او پلان عملي وويني، ځانونه یې ونومول. په دې ډله کې یو شمېر داسې کسان هم ول، چې د ولسمشرۍ هیلې یې تر یوه بریده د عملي کېدو وړ دي، یانې هدف یې ملموس دی.

که یوڅوک غواړي، چې په شپږ میاشتو یا یوه کال کې یوه مقام او منصب ته ورسیږي، هغه باید پر دې غور کړی وي، چې تر مشخص وخته څه کارونه وکړم؟ کوم پروګرامونه او پلانونه عملي کړم؟ څومره هڅې او منډې ترړې وکړم؟. له دا ډول پلان پرته د هیلې ترسره کېدل ناشنوني دي.

که ستاسې په زړه کې همدا تېریږي، چې ولسمشر شم او پلان او عملي کار ونه لرﺉ، ممکنه نه ده، چې دا هیله مو پوره شي. تاسې باید واردمخه ټول اړتیا وړ موارد په پام کې نیولي وي او له یوه بشپړ پلي کېدا وړ پلان سره رامخکې شﺉ. که په کور ناست وﺉ، منډې ترړې نه کوﺉ، خلک مو نه پېژني او بیا هیله لرﺉ، چې پر خلکو ولسمشر شﺉ، دا به نو هسې تش خوب او خیال وي.

ما مخکې څو ځله پر مثبت فکر او ذهن ټینګار کړی دی. دلته هم که غواړﺉ خپلو هېلو ته ورسیږﺉ، مثبت فکر وکړﺉ. که تاسې فکر کوﺉ، چې خدایزده وبه شي او که نه؟ بیا مو مزل او منزل متزلزل کیږي. پرون مې د یوه نوماند دا خبرې خوښې شوې، چې ویل یې موږ بریالی ټیم یو او همدا موږ به رایې ګټو او نور ټول به په واک کې راسره شریکوو. له هغه سره د خپلې هیلې او هدف په تړاو له اوسه نه مثبت فکر شته دی او په دې مثبت فکر سره کولای شي پر نورو له یوې قوي فشاري نقطې ورشي

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */