ټولنیز ژوند

هیله، د پوهانو له نظره

لیکنه: ياران

ژباړه: ذبیح الله رحیمزی

دعا وکړئ چې الله مو هیلې پوره کړي. (امام حسن ع)

که چېرې ټولې هېلې پوره کېدای هېڅ هيله به نه پوره کېده.(اوژن یونسکو)

د هیلو پرته نړۍ توره ده. (امیلي برونته)

کولی شې دهر شي هیله ولرې؛ خو ټولو ته د رسېدو هیله مه لرله.
(سقراط)

د انسانانو هیلې د ژوند په بدلون سره بدلون مومي.(دیکارت)

کله چې دې هیلې خلاصې شوې؛ نو پای دی موندلی.(مادام کولت)

هغه انسانان چې د ټولو د هیلو د پوره کېدو لپاره لاسونه لپه کوي، هغوی ښه انسانان دي. (کلود مونه)

هېڅ داسې هیله نه شته چې نور ورسره مخالفت څرګند نه کړي.(کپرنیک)

تر هغې چې هیلې ته دې نه یې رسېدلې، بله هیله مه کوه.(هنریخ پستالوزي)

یوازې هیله کول شرط نه دی، بلکې هغې ته د رسېدو لپاره هڅه هم مهمه ده.(کریستین اندرسن)

ماته ووایه چې څه هیلې لرې؛ زه به درته ووایم چې څه ډول انسان یې. (زیګموند فروید)

دا سمه ده چې هیلو ته رسونکی الله دی، مګر زموږ هڅې او کوښښ هم لازم دی.(ژول ورن)

له هیلو تر بریا دوه مرحلې دي یوه هڅه او بل چانس! (لافونتن)

کوچنیان هم هیلې لري، خو موږ ترې ځکه نه خبرېږو چې هغوی خبرې نه شي کولای.(ګوته)

هیلې نه یوازې ځوانانو، بلکې عمرخوړلو ته هم عیب نه دی.(برنارد شاو)

ټول هیلې لرو، مګر ټول پکې بریالي کېدای نه شو.(جان اشتاین بک)

ټولې مینې په هیلو پیلیږي او په توکل سره دوام پیدا کوي.(ژان ژاک روسو)

هیله د انسان پورې، او رسېدل د الله تعالی پورې اړه لري. (اناتول فرانس)

هغه هیلې قانوني او سمې دي چې نورو ته ترې زیان نه ورسېږي.(پل ورلن)

زما یواځنۍ هیله دا ده چې هېڅ هیله دې ونه لرم.(فرانسواموریاک)

هیله ۵۰ سلنه بریا ده او ۵۰ په سلو کې همت دی.(کارل مارکس)

بریالیتوب درې پړاوه لري: ۱ ـ هیله ۲- هڅه ۳ ـ امکانات. (پیربنوا)

تر ټولو بده هیله د مرګ غوښتنه ده.(کریستف کلمب)

هیله، سیالي او د نورو بدي غوښتل په مسلسله توګه د یو د بل پسې دي.(اګاتاکریستي)

هغوی چې په لږو ډېر قناعت کوي، لږې هیلې لري.(سنت اګزوپري)

ټول وايي هیله د ځوانانو لپاره عیب نه دی او زه وایم چې بوډاګانو ته هم عیب نه دی.(اندره موروا)

که چېرې ټولې هیلې پوره کېدای، هېڅ یو هنري اوادبي اثر یا ټوټه به نه وه لیکل شوې.(ترومن کاپوت)

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران