بریا او پرمختګ

هیله من انسانان په هره ستونزه کې حل لاره ویني

هغه څېړنه چې په ۲۰۱۳ ز کال کې په ۵۰۰ کوچنیو مخ پر ودې شرکتونو باندې شوې ده او پایلې یې په (درامد) مجله کې خپرې شوې، داسې ویل شوي چې د دغو شرکتونو مدیران په بې ساري ډول راتلونکي ته هیله من ښکارېدل. د دوی دغه هیله مندي د دې لامل شوې وه، چې کارونه یې نور هم ښه پر مخ ولاړ شي او نوې انګېزې پیدا کړي.

دوی د ځینو پوښتنو په ځواب کې ویلي وو چې موږ خپل راتلونکي ته هیله من یو، کارونه مو سم پر مخ روان دي او ډاډه یو چې خپلو موخه ته به رسېږو.

هره ګړۍ د هغه څه په اړه چې غواړئ تر لاسه یې کړئ، فکر او خبرې وکړئ. هیله منو کسان ته نړۍ له فرصتونو ډکه ښکاري او تل په دې اړه فکر کوي چې څنګه وکولی شي خپلو هیلو ته ځان ورسوي.

هڅه وکړئ چې هر وخت په ښو پسې وګرځی.

هیله من کسان د هرې ستونزې په منځ کې حللاره هم ویني.

دوی وایي، که مشخصه موخه ولرئ، کولی شئ د رسېدو لپاره ورته لاره هم پیدا کړی.

د هیله منو کسانو بله ښه ځانګړنه دا ده چې که هغوی پر ناسمه لار روان هم وي، هڅه کوي چې خپلې ګټې پکې خوندي کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.