خواړه روغه سټه

شات د ناسورو ټپونو درملنې ګټوره ماده ده

له پخوا زمانې راهیسې شات د دې لپاره چې د میکروب ضد خاصیت لري، په سنتي طب کې ترې د ټپونو د درملنې لپاره کار اخیستل کېده.

د هغې څېړنې پر اساس چې د انګلستان د مایکروبیولوژي په کنګره کې ترسره شوې، په ګوته کېږي چې شات د ناسورو ټپونو د درملنې لپاره ګټوره ماده ده چې د انټي بیوټیکو پر وړاندې د باکتریاوو مقاومت له منځه وړي.

په دې څېړنه کې د شاتو غبرګون د درې ډوله باکتریاوو پر وړاندې چې د ټپونو د میکروبي کېدو لامل ګرځي، په ګوته شوی دی. پایلو ښودلې چې شات کولای شي په مختلفو بڼو د باکتریاوو د پرمختګ مخه ونیسي. نو شات نه یوازې یو ارزښتناک خوراک دی، بلکې یو قوي انټي بیوټیک هم ګڼل کېږي.

د شاتو په اړه چې په دې وروستیو کې کومې څېړنې شوې، ښيي چې شات د ټپ منځ ته د باکتریا د داخلېدو مخه نیسي؛ ځکه دا د باکتریا د ژوندي پاتې کېدو لپاره هغه اړینه مرحله ده چې په پایله کې یې ټپ مېکروبي کېږي.

شات کولای شي چې باکتریاوې د انټي بیوټیکو پر وړاندې حساسې کړي او همدا حساسیت یې د له منځه تلو سبب ګرځي.

څېړنې دا هم ښيي چې د ټپونو د درملنې لپاره له انټي بیوټیکو سره د شاتو کارول نسبت مېکروب ضد داروګانو ته ګټور تمامېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.