ژوند او ژواک

د صداقت او رښتینولۍ ۵ رازونه

 

لېکنه: سټیفیني لینزر
ژباړه: غازي عابد

که چیرته دداسې خلکو سره ګرځئ او راشه درشه مو ډیره وي چې هغوی دروغجن وي او دروغ وايي، نو بیا داسې چاپیریال کې صادقه اوسېدل به یو ستر نعمت وي.

له خلکو سره رښتینی او صادقه اوسېدل نه یوازې دا چې تاسې ته خوښي دربښي، بلکې د ډیرو ښو دوستانه اړیکو او ملګرو سره د روابطو پیدا کیدو او جوړیدو باعث هم کیږي.

ځیني خلک په اتومات ډول دومره دروغ وايي، لکه ماشین چې تاویږي، نو اسانه به نه وي چې رښتیا هم ووايي.

راځئ دلته ځیني هغه پټ مهارتونه درښایو چې پر مټ یې کولی شئ په ژوند کې صادقه اوسئ او د ژوند کیفي حالت مو ورسره ښکلی کړئ:

۱- د خپل ځان لپاره رښتونی اوسه

که اول د ځان لپاره صادقه نه شې، د نورو لپاره هم نه شې کیداي. که چېرته په پرلپسې ډول ددې ټاکلې رویې (دروغ) لپاره بهانې جوړوئ، نو دا بیا ددې وخت دی چې خپل ځان او خپلې ټولې نیمګړتیاوې قبولې کړئ.

همدا راز یو ځل چې خوشحالي در په برخه شي، د خوښۍ احساس به کوئ او هیڅ ضرورت به نه وي چې درواغ ووایاست، په همدې اساس که غواړئ چې په ژوند کې راضي شي نو دا ټکې هم باید په پام کې ولرۍ:

ښه خوراک وکړه، نارمل تمرین وکړه او خپل د ذوق هغه کار یا لوبه وکړه چې په رښتیني توګه په ذهني روغتیا کې رول او مثبت بدلون راوستی شي. په هره لاره یې چې کولی شې خپل بدن او دماغو ته پاملرنه وکړه، ځکه دا درسره مرسته کوي چې یو رښیتینی شخص شې او خپل ځان قبول کړې.

همداراز ځیني وخت یوازې یا جدا خپل وخت د ځان پيژندنې په اړه مصرف کړئ، مخکې له دې نه چې نور خلک دې په اړه څه ووایي. په دې ډول سره به خپلې ټولې نیمګړتیاوې حل کړئ.

۲- هغه څه مه کوه چې دروغجنوي مو

که چیرته تاسې ځینې وخت د ځینو شیانو په اړه دروغ وایۍ، مثلاً د ډیرو څښلو او څکولو په اړه، چې ډیر شیان څښم او داسې نور… هڅه وکړئ چې په دې اړه دا د دروغ ویلو عادت ورک کړئ، که مو داسې وکړل بیا به هیڅ اړتیا نه وي چې د هغه شي په اړه دروغ ووايۍ.

په همدې ډول کیدای شي تاسې د ځان په اړه هیڅ دروغ ونه وایۍ، خو ممکن ځیني وخت له تاسې څوک د کوم شي په اړه نظر اخلي او تاسې رښتینی نظر نه ورکوئ، بلکې دروغ واییۍ، مثلاً: که چېرته چا درنه پوښتنه وکړه چې؛ ایا دا جامې زما په غاړه ښې ښکاري؟! چټک ځواب به مو دا وي چې «هو» که هغه ښکلي هم نه ښکاري.

ددې پر ځای چې دروغ ورته ووایۍ، له ځان سره په ډیره هوښیارانه او ممکنه ډول داسې جملې جوړې کړئ او هغه پرې وستایۍ چې مقابل ته دروغجن ښکاره نه شۍ او سم ځواب مو ورکړی وي.

زیاتره خلک په دې خوښیږي چې واقعیت ورته ووایۍ، که څه هم لږ تریخ وي، نه دا چې خواږه او پاخه دروغ ورته ووايۍ.

۳- هڅه مه کوه چې د بل کس رول هم خپل کړې

یو مهم علت چې خلک یې له صداقته ګرځولي دي دا دی چې خلک په پرلپسې ډول هڅه کوي چې د بل ځای هم ونېسي او ځان د بل په شان معرفي کړي. تل د دا ډول کیدو ټینګار، کیدای شي په رښتیني ژوند کې یو ډول مبالغه او له حده وتل وي، چې دا بیا غوره کار او عمل نه دی. یوازینی کس چې سپيڅلیتوب ته ستا په شان اړتیا لري، هغه خپله ته یې. ځان صادقه کړه.

خلک چې ستا په اړه فکر یا پام کوي، چې ته څوک یې او څوک نه یې؛ هغه پرته له دې چې ته یې ورته په هر ډول دروغو دربو ووایې، کوي یې.

که غواړې چې له یو چا سره ګټورې اړیکې ولرې، هغوی ممکن ستا هغه کړه وړه او ملګري چې له تاسره مخکې ول، پر هغو د پوهیدو هڅه وکړي، چې څه رښتیا او څه دروغ دي.

شاید ته د خپل ځان او شخصیت په اړه داسې احساس ونه لرې چې ته به یو شخص یې، خو باید ته داسې احساس و فکر وکړې چې یو شخصیت یې. هیڅ شخص نه دی پوره، خو ته یو بې ساری انسان یې، نو د ژوند له هرې برخې سره دې مینه زده کړه، حتا تر دې که دا یې بد اړخونه هم وي، څو یې اصلاح کړې.

موږ ټول انسانان د شخصیتونو لپاره بیلابیلې ځانګړنې لرو، خو بشپړ نه یوو، بس دا د انسان طبعي پدایښت دی، کنه که موږ ټول یو شان وای، نو بیا به نړۍ هم راځینې ستړې او خسته کنه وه، نو ته داسې ډیر ښه مشخصات لرې چې باید پرې وویاړې، نه دا چې ددې لپاره نورو ته دروغ وايي او یا ځان له اصلي حالته بل ډول معرفي کوې.

۴- خپل زړه مو په خپل لستوڼۍ کې تاو کړئ

د ځان صادق او ښه ښودلو لپاره اړتیا نشته چې دروغ وویل شي، دا به تر ټولو غټ شرم او بد کار وي چې په لوی لاس د خپل ځان د لوړ، صادقه او ښه ښودلو لپاره د خپل شخصیت ځیني اړخونه پټوو.

ټول هڅه کوو چې د خپلو ځانونو ښه تعبیرونه او ممکنه ښودنه وکړو، خو باید چې واقعیت ته هم اجازه ورکړو څو په ښه ډول سره ژر تر ژره ځان څرګند کړو.

که چېرته تاسې د شخص په اړه د تیر وخت یوې دردناکې واقعې له امله ډیر جدي یاست یا مو بد راځي، دا به غوره کار نه وي، باید اوس له صداقت نه کار واخیستل شي، ځکه تېر وخت تېر دی، ته فکر وکړه چې اوس یا نن څوک یې. دا سمه ده چې ځیني وخت دومره اخلاص مندي سخت او له ویرې ډکه وي، خو اکثره وخت نه، که غواړې دا هر څه خپله ختمیږي.

کله که مو ځان نورو ته په واقعي ډول ور ونه پيژانده، نو هیڅ کله به نور خلک پر تاسې باور ونه کړي، که بیا وروسته څومره هم ځان ورته سپین او پاک څرګندوئ ګټه نه کوي، بلکې ملګرتیا مو ختمیږي.

۵- د خپلې روغتیا غم مو وکړئ

که چېرته اوس هم له پورته لارښوونو وروسته د دروغو ویلو ستونزه لرۍ یا د خپل ځان لپاره هم رښتوني نه یاست، نو معالج، ډاکټر، روان پوه یا بل پوه ته لاړ شۍ، په دې اړه لا ډیره پلټنه وکړئ چې کومه ناروغي خو به نه لرۍ. دا به غوره کار وي.

په دې برخه کې معالج ته په ورتګ شرم مه کوئ، دا یوه اړتیا ده او هغه معالج ته هره ورځ همداسې خلک راځي او همداسې ستونزې هواروي.

خو که چیرته بیا هم تاسې ددې ډول ناروغۍ غم نه کوئ، نو هله به بیا درته پته ولګي چې ستاسې ستونزې لا ډیرې شي او لویو مشکلاتو سره مخ شۍ.

باوري یوو چې ستاسې په سیمه او منطقه کې ډیر طبیبان او ماهرین شته، یو ځل ورشۍ او خپله دا ستونزه ورسره شریکه کړئ، څو له دې غضبه خلاص شئ.

هېله ده پورتني اصلاحات لارښوونې په ځان کې راولو.

 

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */