اقتصاد بریا او پرمختګ

د بريالي او غوره ژوند اصلي رکن صداقت او رښتينولي ده

ژباړه: محمد عزیز پردېس

که غواړئ د نورو پر وړاندې د لوړې مرتبې، اعتبار او ښه شخصيت درلودونکي شئ، نو هڅه وکړئ چې رښتيني واوسئ. که علاقه لرئ چې نور ستاسې خبرې په هر حالت کې ومني نو غوره به وي چې رښتيني واوسئ.

صداقت او رښتينولي يو له هغو غوره ځانګړنو څخه دي چې هر سالم انسان کولی شي ويې لري. صداقت د غښتلتيا او قدرت د جوړولو لپاره ترټولو باوري ابزار دي. همدا صداقت دی چې زموږ ډېری ستونزې له منځه وړي او زموږ لپاره د برياليتوب او پرمختګ دروازې پرانيزي.

صداقت د يو نامرئي نيرو په څېر زموږ د تېروتنو مخ ډب کوي، ځکه چې د حقيقت په ويلو سره د خطا او تېروتنې لپاره کومه بله لاره نه پاتې کېږي. رښتينولي د انسان روح او روان ته ځلا وربښي او هره خبره درنه او غوره کوي.

رښتيا ويونکي کسان د ځانګړي او مناسب جرائت خاوندان دي او په اسانۍ سره کولی شي چې نور کسان تر خپل اغېز لاندې راولي. په صداقت او رښتينولۍ سره د سالم ژوند بسټ ايښودل کېږي او د ژوند د بقا پايې غښتلې کېږي.

په برعکس ډول بيا دروغ ويونکي کسان خپل اعتبار او باور ډېر ژر له لاسه ورکوي او د نورو پر وړاندې يې ارزښت د صفر کچې ته راټيټېږي. همدارنګه د هغوی په خبرو هېڅوک باور نه کوي او ډېر کم کسان د هغوی سره معاملې کولو ته حاضرېږي.

د دې لپاره چې رښتيا ويونکي واوسو، پکار ده چې په لومړۍ مرحله کې خپلې دندې او مسوليتونه په ښه توګه ترسره کړو. د يو کار ښه او بدي په ښه توګه وپېژنو او د خپلو تېروتنو مخه ونيسو او له دروغو څخه ډډه وکړو.
کله چې د ستونزو سره لاس او ګرېوان کېږو بايد فورا دروغو ته مخه نه کړو. دروغ د انسان ښېګڼې له منځه وړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی