greenhouse-hobby

د بوټو لپاره څنګه ګلخانه جوړه کړو؟

ګلخانه ډېری د بوټو د ودې او رشد او دغه راز په بېلابېلو موسمونو کې د بوټو د پالنې او تولید لپاره کارول کیږي.

په افغانستان کې ګلخانې ډېری نیالګي روزي او د کال او موسم په پای کې خپل خدمات وړاندې کوي، خو په نورو هېوادونو کې غیر موسمي بوټي او نیالګي هم په کې ساتل کیږي.

په افغانستان کې په هر موسم او فصل، په ځانګړې توګه ژمي کې د ټولو سبزیو او میوو تولید ناشونی دی، خو که موږ ګلخانه یي سبزي او میوې دود کړو، په کوردننه مو په څلورواړو موسمونو کې پر وارداتو تکیه کمیږي. د ګلخانو یوه ښېګړه داده، چې ډېرې منډې ترړې نه غواړي. ښځې، معیوبان، معلولان او دا ډول نور کسان په کې ترهرچا ښه کار او خدمت کولای شي. همدا اوس په هرات، ننګرهار، کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د ګلخانه یي زراعت چارې تر پخوا ښې شوې دي. یوازې په هرات ولایت کې ۱۳۰۰ ګلخانې سبزي روزي او په څلورو واړو فصلونو کې یې بازار ته وړاندې کوي، خو که دا چاره وده ومومي، افغانستان به له بهره د سبزیو او میوو واردولو ته اړ نه شي.

ساده او دودیزې ګلخانې له عادي پلاستیکونو جوړیږي، خو که څوک غواړي مډرنې ګلخانې جوړ کړي، په پوښښ کې یې ښیښې، فلزي قابونه، د هوا ایستنې لارې چارې، فایبر ګلاس، اکریلیک او نور ګرانبیه توکي او وسایل کاروي.

په ساده او لمري ګلخونو کې د ګلخانې سکلیټ له وسپنې او لرګیو جوړیږي.

د ګلخانې چاپیریال ډېری د لمر، تودې هوا، (په ژمي کې ) دګرمو اوبو او بخار له لارې تودیږي. بوټي د خپلې ودې لپاره د ورځې له ۵۰ تر ۸۵ فارنهایت درجې او د شپې له دې ۱۰ درجې کمې تودوخې، ډي اکسایډ کاربن او رڼا ته اړتیا لري. سهار د لمر په راختلو سره بوټي فټوسنټز پیلوي، دلته شته ډي اکسایډ کاربن کمیږي، خو که هوا تجدید شي، د ګلخانې په فضا کې د ډي اکسایډ کاربن کچه بېرته لوړیږي. که چېرې په ژمي کې ستاسې ګلخانه له لمره اړتیا وړ تودوخه وانه خلي، تاسې اړیاست، چې له متبادلو لارو یې تودوخه کنټرول کړﺉ.

د ګلخانې خاوره باید مالګینه نه وي، بلکې کرنې ته مساعده ځمکه وي. د لمر په نشتوالي کې برېښنا ولري، چې د رڼا کمی یې لرې شي. څومره، چې ستاسې د ګلخانې د رطوبت کچه معیاري وي، په همغه کچه مو بوټي او نیالګي ښه تنفس کولای شي، خو که رطوبت منظم او سټنډرډ نه وي، نیالګي مو مړاوي کیږي او له ودې غورځي.

نسبي رطوبت د پاڼو او شاوخوا هوا ترمنځ د بخار د فشار تفاوت ټاکي. له دې اخوا دا ډول رطوبت د بوټي د تنفس مخه نیسي او ناروغیو ته لاره اواروي. که ستاسې په ګلخانه کې د هوا جریان کم او نوې نه شي، نسبي رطوبت پخپله لوړیږي. د ګلخانې لپاره نسبي رطوبت له ۵۰ تر ۶۰ په سلو کې اټکل شوی، خو که له دې لوړ وي، پر بوټو ناروغي راځي او که ټیټ وي، تنده به یې واخلي.
که تاسې خپل بوټي اوبه کوﺉ، د غرمې او ماسپښین پرځای یې سهار اوبه کړﺉ، دا کار له نسبي رطوبت سره مرسته کوي. څومره، چې په ګلخانه کې هوا چلیږي، هومره بوټي اکسیجن ورکوي او له تازه ډي اکسایډ کاربن نه ګټه اخلي.

که غواړﺉ په خپلې ګلخانې ښه سوداګري وکړﺉ، یاد شوي ټول مسایل باید په کې مراعات کړﺉ. د ګلخانې لمر او تودوخه باید هره شېبه کنټرول او له ګرد او غبار او زهري ګازونو یې خوندي کړﺉ. په ګلخانه کې دننه ډوډۍ مه پخوﺉ، ځکه له حرارتي وسایلو نه مونو اکسایډ کاربن، اکسایډ نایتروجن او ډي اکسایډ نایتروجن ګازونه تولیدیږي، خو که ژمی وي دا کار باید په خورا دقت او کنټرولي ډول سره وکړﺉ.

که غواړﺉ ګلخانه جوړه کړى، داسې ځای ورته غوره کړﺉ، چې ترڅنګ یې نورې ودانۍ هم وي، ځکه په دې سره د ګلخانې د جوړولو او تودوخې درجې د کنټرول لګښتونه کمیږي. په دا ډول ځای کې لمر کم وي، خو تاسې یې باید پر داسې اړخ جوړه کړﺉ، چې لمر ته لاسرسی په کې اسانه وي، خو که غواړﺉ په مستقل ډول یې جوړه کړﺉ، بوټو ته مو له هر اړخه لمر رسیږي، خو په جوړېدو به یې ډېر مصرف هم راځي.

ګلخانې په هره کچه جوړېدای شي، خو وړې هغه یې باید شاوخوا ۱۸ متره وي.
تر ټولو مهم څیز دادی، چې په ګلخانه کې څه ډول بوټي پالل کیږي او یا څه ډول میوې تولیدیږي؟

کله، چې ستاسې د بوټو نوعیت څرګند شي، بیا تاسې کولای شى د هغو د ځانګړنو مطابق ګلخانه جوړه کړﺉ. په دې برخه کې به ستاسې مهم ګام دا وي، چې د کرنې وزارت یا د کرنې له متخصصانو سره مشوره وکړﺉ او د هغوی د مشورو پر بنسټ، ګلخانه جوړه کړﺉ. د تودوخې درجه له خپل کرنیز سلاکار سره په مشوره وټاکئ، ځکه هر بوټی ځانګړی درجه تودوخه، رڼا، هوا او نورې ځانګړنې غواړي. ځینې بوټي ۱۰ او ۱۵ ساعته، ځینې ۱۲ ساعته او ځینې نور تر دې کم لمر ته اړتیا لري.