سینما او موسیقي

د هالیووډ دا لوبغاړي له یو بل څخه کرکه لري

لیکنه: صادق طارق

ژباړه: صادق طارق

فلمي لوبغاړي به درته یو بل سره ډېر صمیمي ښکاري، خو داسې نه ده.

دوی هم انسانان دي، هغه نفرت او یو بل نه کرکه، چې نور یې له یو بله لري، د دوی ترمنځ هم شته او لا ډېر به وي، ځکه د دوی سیالي او شریکي تر عادي انسانانو له یو بل سره بیخي زیاته ده.

دلته د هالیووډ سېنما هغه لوبغاړي درمعرفي کوو، چې له یو بل څخه زیاته کرکه لري:

دواین جانسون او وین دیزل

ښایي فکر وکړئ، چې دوی د زیات ورته والي له کبله ښې اړیکې سره ولري، خوداسې نه ده.

دوی له یو بل سره سمه دښمني لري.

دا دوه کسه حتا له یو بل سره په ګډو هنري فعالیتونو نه دي سلا او هغه وړاندیزونه ردوي، چې دواړو ته پکې د کار په اړه وي.

د دې ناندرۍ دلیل ۲۰۱۶ ته ورګرځي؛ هغه مهال جانسون د یوه فلم د ډکولو پروخت پرخپل انسټګرام ولیکل: زما ښځینه همکاره واقعاً ډېر بد رول لوبوي، خو دا خبره مې د نارینه همکار په اړه نه شم کولای.

تر دې وروسته دا دوه فلمي څېرې له یو بل سره په ګډ رول لوبولو ونه لیدل شول.

جانسون یو ځل لا دا هم وویل، چې په ځینو فلمونو کې که دوی دواړو کار کړی وي، نو بیا هم یو ځای یې خپل رولونه نه دي لوبولي.

جانسون زیاتوي: زموږ د فلمي صحنو ډکول له یو بله جلا دي، ځکه نه غواړو د یو بل سترګې ووینو!

جروم فلین او لینا هیدی

دا دوه لوبغاړي هم سره وران دي.

د دوی جنجال ۲۰۰۲ کال نه شروع شوی. تر دغه وخته دوی عاطفي یانې عاشقانه اړیکې لرلې، خو وروسته سره وران شول او ان مسلکي یانې فلمي اړیکې یې سره خرابې شوې.

جولیا رابرتس او نیک نولتی

دوی په «I Love Trouble» فلم کې سره ډېر صمیمي دي، خو واقعي کیسه داسې نه ده.

دغه لوبغاړي هم د یو بل ښه ډېر بدې شي.

د دغو لوبغاړو جنجال دومره سرعام و، چې نور سینمایي همکاران یې هم پرې پوهیدل او نارامه کیدل.

یو ځل دغو لوبغاړو په یوه ګډ فلم کې کارکاوه، خو دومره یې خبره ترینګلې شوه، چې یو بل ته د دوی کنځلو فلم اخیستونکي او نور خپه او دواړو نه خواشیني کړل.

بیل مری او لوسی لیو

دا دوه ستوري هم سره ښه وران دي.

ورانه یې د یوه ګډ فلم د جوړولو پروخت راغلې او بیا نه دي پخلا شوي.

پر بیل تور دی، چې د لوسي وړتیاوې یې ننګولي او سپکاوی یې ورته کړی.

الک بالدوین او شایا لباف

د دغو هنري څېرو جنجال هم له فلم ډکولو جوړ شوی.

دوی د یو بل د ډیالوګ ثبتولو په اړه اعتراض کړی او دا اعتراض یې ترمنځ د جنجال سبب شوی.

د دغه جنجال د پيل نېټه نه ده معلومه، خو کلونه کیږي چې دوی یو بل سره وران دي او نه غواړي یو ځای هنري او فلمي کارونه مخته یوسي.

سیلوستر استالونه او ریچارد گی‌یر

دا دوه ستوري هم د فلم ډکولو پر وخت سره وران شوي او تراوسه ښه سم وران دي.

دا جنجال وایي بیخي جدي و، تر دې چې ریچارد ګي خپل رول په نېمه کې پریښود او پرځای یې بل څوک د فلم پاتې رول پرغاړه واخیست.

جرج کلونی او راسل کرو

د جرج او راسل جنجال له ۲۰۱۳ راهیسې پيل شوی.

جرج په یوه مرکه کې له راسل څخه وغوښتل، چې ورته د کړو کنځلو له کبله باید بښنه وغواړي.

وروسته راسل په یوه مرکه کې وویل، چې د دوی ترمنځ ناسم پوهاوی رامنځته شوی.

د وخت له تېریدو سره ولیدل شول، چې دوی ریښتیا هم سم وران وو.

له دغه جنجال نه وروسته هیڅکله دوی د یو بل په څنګ کې ونه لیدل شول.

رایان رینولدز او وسلی اسنایپس

د دوی د جنجال اعلان رایان وکړ او ویې ویل، چې له وسلي سره کار کولو ته هیڅ لېوالتیا نه لري.

دا اعلان د یوه فلم له شوټینګ څخه وروسته وشو، چې ورسره د دغو ستورو همکاري او یو ځای را څرګندیدل هم تمام شول.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق