عمومي لوبې

بیګ باش کې تندر لوبډلې هري کېنز ته ماته ورکړه

د استرالیا په کورنیو شل اوریزه سیالیو کې چې د بیګ باش په نوم مشهورې دي، سېډني تندر لوبډلې د هوبرټ هري کېنز ته ماته ورکړه.

سېډني تندر ټاس وګاټه او د توپ اچونې پریکړه یې وکړه.

هوبرټ لوبډلې توپوهنه پیل کړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۱ منډې جوړې کړې او تندر لوبډلې ته ۱۶۲ منډې هدف ورکړ.

تندر لوبډلې د واټسن او جیمز وینس د تېزې توپ وهنې په مرسته دغه هدف په ۱۶،۵ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.

ښاغلي واټسن په ۳۱ توپونو ۵۵ منډې او جیمز وینس بیا په ۲۸ توپونو ۴۴منډې جوړې کړې او لوبډله یې تر بریا ورسوله.

ددې لوبې غوره لوبغاړی شین واټسن ونومول شو.

باید وویل شي، چې په بېګ باش سیالیو کې ۸ لوبډلې ګډون لري، چې هوبرټ لوبډله پکې ۷م او تندر لوبډله بیا وروستی ځای لري.

ستاسو کومینټ پرې څه دی؟

ستاسو کومینټ پرې څه دی؟

/* ]]> */