سینما او موسیقي

د رتیهک روشن خور د ورور خلاف د کنګنا رناوټ ملاتړ وکړ

د هندي سینما بې پروا ستورې کنګنا رناوټ او مشهور فلم لوبغاړی رتیهک روشن د کلونو راهیسې پر یوه بل زیات تورونه ولګول، زیات جنجالونه یې تر منځ تېر شول او لا هم روان دي خو دا ځل د رتیهک روشن خور د دوی په جنجال کې د خپل ورور په خلاف د فلم ستورې کنګنا رناوټ په ګټه راميدان ته شوې ده.

رپوټونه وایي چې د فلم ستوري رتیهک خور د کنګنا له لوري د جنسي تیري ځورونې او دوکه بازۍ په تور کې د خپل ورور په خلاف او رناوټ په ملاتړ میدان ته رادانګلي دي.

د فلم د نړۍ مینوالو په لومړيو کې داسې فکر کاوه چې د رتیهک روشن خور سنینا به په دغه مسئله کې د خپل ورور ملاتړ وکړي خو بر خلاف یې د ټویټر پوسټ ټول مینوال حیران کړي دي.

سنینا روشن په ټولنیره رسنۍ ټوټیر کې د یوه ټویټ په کولو سره روښانه کړې چې نوموړې به همېشه لپاره د کنګنا رناوټ ملاتړ وکړي.

د همدغه ټویټ سره یو بل ټویټ کې سنینا روشن لیکلي چې(په دغه جهنم کې ژوند تېرولو ته به ادامه ورکړي، بس زه ستړې شوې یم).

د مېرمن سنینا د دغه ټویټ وروسته خلکو داسې و انګېرله چې کوم تورونه چې فلم لوبغاړې کنګنا پر رتیهک پورې کړي سم دي.

د یادولو ده چې په ۲۰۱۷ کال کې هند د یوه ټلویزیوني پروګرام (عوام کی عدالت مین) کنګنا رناوټ خبرې کولې، پر فلم ستوري رتهیک روشن یې تور پورې کړ چې دې ته د واده د ژمنې په ورکولو سره یې دې سره دوکه کړې ده.

په دغه مرکه نه یوازې اغلې رناوټ د رتهیک سره د خپلو اړیکو پرده پورته کړه بلکې د نوموړي له لورې دې ته رسېدلو تکلیفونو باندې هم خبرې وکړي.

کنګنا ویلي چې د دې او رتهیک تر منځ اړیکې په ۲۰۱۴ کال کې هغه مهال ختمې شوې چې کله یې نوموړي ته زنګ وواهه خو دی له پېژندلو منکر شو.

دغه ښکلې اداکارې زیاته کړې چې له زړه یې د روشن سره مینه لرله خو خفه پر دې ده چې په ځواب کې یې له رسوايې نور هېڅ ونه موندل.

نوموړې د دې او رتهیک روشن د اړیکو په تړاو ویلي چې په ۲۰۱۴ کال په پيل کې ورته د فلم دغه لوبغاړي ویلي وه چې تر نومبره یې د مېرمنې سره اړیکې ختمیږي او طلاق اخلي، په خبره یې ورسره وعده کړې وه چې تر طلاق وروسته به له دې سره واده کوي.

وروسته ریتهک روشن د نوموړې لوبغاړې دغه تورونو بې بنیاده بللي وه او دنوموړې په خلاف یې د قضیې د خلاصولو اعلان کړی و.

نوموړي پرې تور پورې کړی و چې کنګنا ورته بد ایمیلونه استولي او هڅه یې کړې چې نوموړې بلک مېل (په لومه کې ګیر) کړي.

خو اوس د رتهیک روشن د خور له خبرو وروسته د کنګنا خور هم د خوښې څو ټویټونه کړي چې خلک یې حیران کړي دي.

رنګولي د دې تر څنګ چې د کنګنا خور ده د نوموړې منیجره هم ده، لیکلي یې دي، چې ریتهک روشن او د هغې کورنۍ پر سنینا روشن باندې تاوتریخوالی کړی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی