کلتور او هنر

د تنوشري، د جنسي ځورونې په اړه د هندۍ ژونالیستي شاهدي او د فلمي ستورو غبرګونونه

په هندۍ سینما کې د دغې سینما د مشهور فلمي ستوري نانا پټيکر او نوموتې فلمې اداکارې تنوشري دته تر منځ وروستیو جنجالونو د بالیوډ د سترو فلمي لوبغاړو غبرګونونه راپارولي دي.

وړمه ورځ تنوشرې دته تور پورې کړ چې کلونه وړاندې د یوه فلم پر مهال د نانا پټيکر لخوا جنسي زورول شوې وه.

ویل کیږي دغه مسئله په ۲۰۰۸مېلادي کال کې پېښه شوې وه چې له نن څخه لس کاله وړاندې حسابیږي.
خو د بالیوډ لوبغاړو په دغه قضیه کې د زیانمنې تنوشرې دته په طرفدارۍ خبرې کړي دي.

دوی وروسته له هغې د تنوشري په پلوۍ غږ پورته کړ چې کله د هندوستان مشهور ژورنالیست جینک اسکوئرا په یوه ټویټ کې تائید کړه چې نانا پټیکر په رښتیا هم دغه فلمي ستورې ځورولې او په خبره یې دغه تور حقیقت لري.

دغه خبریالې لیکلي کله چې نانا پټیکر د تنوشرې دته مزاحمت کاوه نو وايي دا هماغلته وه.

د فلمي ستورو غبرګونونه:
مشهور فلمي ستوري او فلم لارښود فرحان اختر لیکلي، لس کاله وړاندې چې د تنوشرې دته په فلمي ژوند کې کومې ستونزې پښې شوې وې، نوموړې یې خاموشه کړې وه، مګر تنوشرې اوس خپله خاموشي ماته کړه او په همدې خاطر غواړې چې ملاتړ یې وشي.

بلې فلمي ستورې پریانکا چوپړا په یوه ټویټ کې د فرحان اختر د خبرو سره موافقیت ښودلی.

سونم کپور هم د تنوشرې دته په پلوۍ ټوئټ کړی او لیکلي یې دي پر تنوشرې دته او جینک یقین لري، وايي جینک یې ښه ملګرې ده او ښه یې پيژنې، په خبره یې جینک هر څه کولی شي خو دروغ نشي ویلی.

کپور وایي وخت یې دی چې د یوه بل په ننګه ودریږي.

بل فلمي لوبغاړې پرینیتي چوپړا د فرحان اختر او پریانکا چوپړا سره موافقیت ښودلی او لیکلي یې دي، اغیرمن شوي له مونږ باور و ورته د عزت ورکول غواړي.

اداکاره سوارا بهاسکر د اغیزمنې فلمي لوبغاړې په پلوۍ ټويټ کې لیکلي زما پر تا پوره باور دی.

د فلمي ستوري اکشي کمار مېرمن او پخوانۍ فلمي لوبغاړې ټوئنکل په خپل ټویټ کې لیکلي، د تنوشرې د درک کولو او د هغې د شرمنده کولو مخکې د ژورنالیستې جینک ټویټ ولولئ، دا وایې بغیر له کومه ډاره په کاري ماحول کې د کار کول د هر چا حق دی.

د یادولو ده چې پرون تکړه فلمي لوبغاړي عامر خان هم د تنوشري دته په پلوۍ خبرې کړې وې. عامر ویلي ول چې په دې تړاوو زیات معلومات نه لري خو که داسي کومه پېښه شوي وي نو د ډېر افسوس خبره ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی