سپورټ نړیوال کرکټ

هالینډ د لوبو لپاره غبرګې لوبډلې اعلان کړې !

د هالینډ کرکټ بورډ د هندوستان او عمان سفر څلور اړخیز سیریز لپاره غبرګې لوبډلې اعلان کړې.

هالینډي کرکټ بورډ خبر ورکړ، چې ملي لوبډله به د هندوستان د فرسټ کلاس سیالیو د لوبډلو خلاف د سیالیو وړاندې عمان ته د څلور اړخیز سیریز لپاره سفر وکړي.

د کوربه عمان، ایرلینډ، سکاټلینډ او هالینډ کرکټ ملي لوبډلو په ګډون د فیبرورۍ میاشتې له ۸ مې نېټې څخه تر ۱۸ مې پورې د ۲۰اوریزه سیالیو څلور اړخیز سیریز ترسره کیږي، چې ورته هالینډ خپل چمتوالی پیل کړی دی.

همدا راز د فیبرورۍ میاشتې له ۱۸ مې نېټې څخه د مارچ میاشتې تر ۳ مې نېټې پورې به هالینډۍ لوبډله په هندوستان کې د فرسټ کلاس سیالیو کې ګډون کوونکو لوبډلو خلاف یو شمیر لوبې ترسره کړي.

د عمان سفر لپاره په اعلان شوې لوبډله کې پیټر سیلار، ویسلي بریسي، بین کوپر، راین ټین ډیسکاټي، سکواټ ایډوارډ، ټیم وین ډیر ګوګټن، فریډ کلاسیین، پاول وین میکرین، سټیفن مایبرګ، مکس و ډوډ، شین سنیټر، وین ډیر مروي، ټوبایس ویسي او سکندر ذوالفقار شامل دي.

همدا راز د هندوستان سفر لپاره په بله لوبډله کې یو شمیر نورو لوبغاړو ته هم ځای ورکړل شوی، چې پکې پیټر سیلار، ویسلي بریسي، بین کوپر، سیبیسټان براات، بیس ډي لیډ، هایډ اور ډیجک، لیون تورماین، سکواټ ایډوارډ، ويوان کینګما، سټیفن مایبرګ، مکس و ډوډ، ټوبایس ویسي، سکندر ذوالفقار او ثاقب ذوالفقار شامل دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی