کلتور او هنر

لومړی په بهر کې د زده کړو شرایط وسنجوئ!؟

لوړې زده کړې ډېری د تخصص لپاره ترسره کیږي او دا چانس ډېر له هېواده بهر وي.

هغه کسان، چې په خپلو څانګو کې فعال او ځیرک دي او پوهیږي، چې کولای شي له بهره په لوړه نومره ماسټري او دوکتورا راوړي، په بهر کې د زده کړو مستحق دي. برعکس هغه کسان، چې د لیسانس تر کچې په خپلو زده کړو کې ټنبل او نالایق پاتې شوي، د لوړو زده کړو شوق یې هم سویه نه شي ور بدلولای.

ډېر کسان یوازې په دې هدف بهر ته په زده کړو پسې ځي، چې ماسټري او دوکتورا به یې په ادارو کې د کار او مقام وسیله شي. هدف یوازې سند نه دی، هدف مسلکي کېدل او د علم او نویو څیزونو حصول دی. زه ډېر داسې کسان پېژنم، چې له بهره یې ماسټري او دوکتوراوې راوړې، خو په خپل مسلک کې تر لیسانسه هغو هم پڅ دي. په لوړو زده کړو کې تر ټولو مهم څیز پوخ عزم او لېوالتیا ده. که په انګلیسي نه پوهیږئ او په واسطه مو څوک هند یا فرانسې ته استوي، یوازې ځان غولوئ. د شوق ترڅنګ ځان په ژبه کې ور سوئ، له لس ساعته درس ویلو سره ځان روږدی کړئ او بیا بهر ته لاړ شئ.

د افغانستان په څېر په نورو هیوادونو کې هم داسې پوهنتونونه او تحصیلي ادارې شته، چې د تدریس کیفیت او معیار یې خورا ټیټ دی. لکه د افغانستان د کوم لرې پراته ولایت د تحصیلاتو په یوه موسسه کې، چې زده کړې کوئ. دلته تر ټولو مهم څیز د پوهنتون او اړوندو سهولتونو انتخاب دی.

د لوړو زده کړو لپاره هېوادونه د ګڼو ملحوظاتو له مخې غوره کیږي.

افغانان ځکه هند ته ډېر ځي، چې زده کړې یې کم لګښت غواړي، خوراک، څښاک او د استوګنې ځایونه پکې ارزانه دي. د خلکو له فرهنګ سره روږدي یو. ژر بېرته راتلای شو. دوه اړخیز ټکټ یې دومره ګران نه دی. فلیپین، مالیزیا، ایران او پاکستان هم په همدې دلیل غوره کیږي، خود اسټرالیا، امریکا، کاناډا، فرانسې او جرمني انتخاب د هر چا د وس خبره نه ده. په امریکا او کاناډا کې لګښت خورا ډیر دی. اسټرالیا منځنی او لوړ دواړه لګښتونه لري، خو چاپیریال، محدود اقتصادي بازار او د زده کړې ژبه یې پیچلې ده. په دې کې د ډیری هېوادونو ښه والی دا دی، چې په انګلیسي ژبه زده کړې ورکوي.

ډېر ځله فرهنګي ستونزې تاسې له سیمه ییزو خلکو سره په شخړه اړوي.

له چا سره په وړه خبره جګړه کول، مناقشې، د هغوی له فرهنګ سره نابلدي او داسې نور. ممکن داسې عمل، چې ستاسې په باور به جرم نه وي، خو د اړوند هېواد قوانین یې جرم تلقي کړي او تاسې د محکمې په حکم خپل هېواد ته را ولیږل شئ. په دې هم باید پوه وئ، چې هلته زده کړې کول په دې معنا نه دي، چې تاسې هلته د ډاکټر او انجنیر په توګه کار وکړئ. هغوی تاسې ته اړتیا نه لري، تاسې ته خپل خلک او هېواد اړ دی.

د سویډن په څېر هیوادونه مو له زده کړو لس ورځې وروسته بېرته را استوي. د اروپايي هېوادونو هوا ډیری سړه او وریځ وي. زړه مو باید تنګ نه شي او له چاپیریالي او موسمي شرایطو سره ځانونه روږدي کړئ. په امریکا کې لګښتونه ډیر او دولتي روغتیايي او ټولنیز خدمات عام نه دي. په کاناډا کې خو داسې فکر وکړئ، چې له څو میاشتو پرته ټول کال واورې او ساړه دی او، چې ژبه او مهارت مو زده نه وي کار هم کم پیدا کیږي.

که په اروپایی هېوادونو کې په خپل لګښت زده کړې کوئ، ستاسې د استوګنې ځای د میاشتې څلور سوه یورو، د پوهنتون د هرې نوم لیکنې لګښت ۵۰۰ یورو، ۱۰۰ د تګ راتګ، اتیا د میاشتنۍ بیمې، ۵۰ یورو د قرطاسیې او داسې نور لګښتونه در غاړې کیږي. یو خوراک ډودۍ له ۳۰ تر اویا یورو بیه لري. مجبور یئ، چې دوه نیم یورویي برګر وخورئ.

په جرمني او فرانسه کې ستره ستونزه د ژبې ده. هلته ډیری زده کړې په جرمني او فرانسوي ژبو دي او په دې برخه کې خورا متعصب دي. هغوی له انګلیسي ډیره کرکه کوي او ډیر کم داسې کسان پیدا کیږي، چې په انګریزي درسره وغږيږي. امریکایان مغرور دي، خو دوی وچ مغزه او بدمغزه خلک دي. جرمني د نړۍ څلورمه سخته ژبه ګڼل کیږي او ګرامر یې هم خورا سخت دی. دا ژبه که د (DSH) په کچه وایئ پوهنتون مو مني او که نه ګټه نه کوي، ځکه په دې سره هم په ټولګي کې له ۴۰ سلنې زیات مفهوم نه شئ اخستلای. په یوه کال کې به یې زده کړئ او هر سمستر مو ۸۰۰ یورو لګښت اخلي.

که څوک غواړي په بهر کې په خپل لګښت زده کړې وکړي، دغه او دا وړ سل او زر نور مسایل باید په پام کې ونیسي. که څوک پوهیږي، چې څه نه ترې جوړیږي، هغوی دې دا لګښتونه دلته پر سوداګرۍ او پانګونې وکړي، ځکه که په کوپړۍ کې یې څه نه وي، ماسټري او دوکتورا به یې هم ګټه ونه کړي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */