هلمند: د شهيدانو د کورنيو ۲۰۰ کسانو ته د حرفوي زده کړو زمينه برابره شوې

هلمند د افغانستان په سويل کې د نورو ولايتونو په پرتله يو جنګ ځپلی ولايت دی او د کار زمينه هم تر ډيره بريده پکښې نشته.

د کونډو او يتيمانو ژوند له نامالوم برخليک سره مخ دی او ډيری کورنۍ په کور کي سرپرست او د نفقې راوړونکی نلري.

خو په هلمند کي د توحيد د ټولنيزو او پرمختايي چارو په نوم يوې موسسې د ۲۰۰ کورنيو لپاره د زده کړو او کار زمينه برابره کړېده.

په هلمند کې د توحيد ټولنېزو او پرمختیايي چارو موسسې د حرفوي زده کړو پروګرام مسؤلين وايي، دلته يې د پوځي شهيدانو کورنيو ته په بېلابېلو برخو کې د حرفې زده کړي پيل کړي دي.

دوی وايي، د زده کړو له پای ته رسېدو وروسته فارغ شويو کسانو ته په اړونده برخه کې کاري فرصتونه هم برابروي.

ددې پروګرام مسؤل حميدالله بارکزی وايي: د پوځي شهيدانو کورنيو ته يې په بېلابېلو برخو کې درې مياشتنی روزنيز پروګرام پيل کړی دی او د ياد پروګرام له لارې اوس مهال د دوی سره ۲۰۰ کسان په روزنه بوخت دي چې ۶۰ يې نجونې دي.

حميدالله بارکزي وويل:
«موږ په پنځه برخو لکه، نجاري، واټرپمپ ترميم، د جنراتور ترميم، خامک دوزي او دست دوزي برخه کي اوس مهال زده کوونکي لرو.»

نوموړي وويل، د ياد روزنيز پروګرام دوې نيمې مياشتې تېري سويدي، چي په نږدې راتلونکي کي به ۲۰۰ کسان فارغ او په خپله برخه کي به کارونه پيل کړي.

حميدالله بارکزی وايي:
«هغه کسان چي غواړي تر فارغېدو وروسته کار شروع کړي، موږ سره له دې چي دوی ته د خپل مسلک اړوند امکانات او وسايل ورکوو، په ښار کې ورته د ځای موندلو هڅه هم کوو.»

بارکزي په وینا؛ د شهيدانو د کورنيو ترڅنګ دوی هغو کورنيو ته هم بېلابېل مسلکونه ور زده کوي چي بېوزلې وي.

د حرفوي زده کړو پروګرام مسؤل حميدالله بارکزی

دغه راز يوه برخه هغه کسان چي د سولي له پروسې سره يو ځای شوي وي، د همدې پروګرام زده کوونکي دي.
د بارکزي په خبره د زده کړو پر مهال هر زده کوونکي ته د ترانسپورت مصارف هم ورکول کېږي.

د حرفوي زده کړو پروګرام مسؤل حميدالله بارکزی وايي د پيل شوي پروګرام تر پای ته رسېدو وروسته به ولايت مقام سره په همغږۍ بل پروګرام پر لاره واچوي، ترڅو يې ټولنې ته ګټه ورسيږي.

د ياد روزنيز پروګرام ګډونوال وايي، د کار لار ليکي پيدا کولو لپاره ورته دا لومړی قدم دی چې اخلي يې.

د فرشتې په نوم د يو شهيد شوي عسکر مېرمن چي له بېوسۍ يې پر مخ اوښکې روانې وې وويل، د کور د نفقې پيدا کولو او د پوښتني کولو څوک يې نسته.

هغې وويل:
«مخکې له ډېرو ستونزو سره مخ وم، هيڅوک زموږ له حال نه وو خبر چي کور کي څه لرو که نه، اوس دې پروګرام کي خياطي زده کوم او له دې لاري غواړم د يو مسلک څښتنه سم او خپل ژوند روان کړم.»

دغه راز يو شمېر نورو مېرمنو چي خپل خاوندان يې جګړه کي بايللي وه، د همدې پروګرام ګډونوالي دې چي اوس مهال د خياطۍ، خامک دوزۍ او د لاسي صنايع د يو شمېر نورو ډولونو روزنه ترلاسه کوي.

د توحید ټولنيزو او پرمختیايي چارو موسسه چې په بېلابېلو برخو کې فعاليت کوي، له کلونو راهيسې يې هلمند کي ګڼ نارينه او ښځينه په بېلابېلو مسلکونو کي روزلي دي چې اوس مهال پر کارونو بوخت دي.

About مدثر دعوت 171 Articles
مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.