سپورټ نړیوال کرکټ

رانګانه هیرات هم نړیوال کرکټ پریښود 

د سریلنکا د کرکټ ملي لوبډلې مشهوره سپن بالر رانګانه هیرات هم د نړیوال کرکټ څخه لار جلا کړه او انګلستان خلاف یې روانه ټیسټ سیالۍ وروستۍ ټاکلې ده.

 سریلنکايي رانګانه هیرات، چې په موجوده وخت کې د سریلنکا د کرکټ ملي لوبډلې سره کلیدي سپین بالر او په هره ټیسټ لوبه کې ګډونوال شمیرل کیده، وايي، وخت را رسیدلی تر څو له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړي او همدا یې مناسب وخت و.

 نوموړی د انګلستان خلاف روانه سیالۍ کې لا هم توپ اچونې ته دوام ورکوي، چې په همدغه ګیل سټدیوم کې خپله ۱۰۰ مه ویکټ هم ترلاسه کړه او په ټیسټ کرکټ کې یې د خپل پخواني سریلنکايي جادوګر سپین بالر مورلي دهرن سره ریکارډ برابر کړ.

 رانګانه هیرات د سریلنکا د کرکټ ملي لوبډلې لپاره له دې سیالۍ پرته تر اوسه په ۹۲ ټیسټ لوبو کې ولوبید، چې ۴۳۰ ویکټې یې خپلې کړې دي او روانه سیالۍ کې، چې یوه ویکټ یې هم ترلاسه کړې د خپل کرکټ کیریر وروستۍ ویکټې په خپل نوم ثبت کوي.

 نوموړي د خپل ټیسټ کرکټ کیریر په لړ کې د سریلنکا د کرکټ ملي لوبډلې په ګټه ۹ ځلې ۱۰، ۳۴ ځلې ۵ او ۲۰ ځلې ۴ ویکټې ترلاسه کړې دي.

 د سریلنکا د کرکټ ملي لوبډلې سره دغه سپین بالر د خپل کرکټ پیل په ۱۹۹۹ م کال کې په همدې ګیل سټیډیوم کې وکړ او په روان ۲۰۱۸ م کال کې په همدې سټیډیوم کې د کرکټ وروستۍ لوبه ترسره کوي.

په دې ورستیو کلونو کې د سریلنکا له کرکټ ملي لوبډلې سره تلکرتني دلشن، کمارا سنګا کارا او مهیلا جیوردنې هم لار جلا کړه، چې نشتون یې دغه لوبډله له سختو ضربو او ماتو سره مخ کړه او اوس ترې په ټیسټ سیالیو کې هم مهم لوبغاړی رخصت شو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی