کلتور او هنر

د هندي سینما د نڅا ښوونکې، د قاچاق په تور ونیول شوه

د هندۍ سېنما کې د نڅا کوونکو لپاره د نڅا ښوونکې او کوریو ګرافر د انساني قاچاق په تور د هندوستان پولیسو نیولې.

ایجینز هیملټن له دبنګ خان یا سلمان خان سره په فلم (ټیوب لائټ) کې هم کار کړی.

هندوستانۍ رسنۍ وایې، هيملټن د هندوستان د ممبیي د جرایمو د څانګې د پولیسو لخوا د انساني قاچاق او د ښځو د جسمي خرڅلاؤ په تور نیولې ده.

هندۍ رسنۍ وایي، ایجنیز د دې سربېره چې په بالیوډ فلمونو کې د نڅا ترتیب او ښوونه په غاړه لري، خپل د نڅا ځانګړي ټولګي هم لري چې په ډېر شمېر نجونې ورته راځي او د دې ادارې ته راتلوونکي ښځینه نڅا کوونکو یې د کار په بهانه نور ملکونو ته لیږل او هلته به یې په جسم خرڅونه مجبورول.

د ایجنیز هېملټن له دغه کار هغه وخت پرده پورته شوه چې کله چې کینیا هېواد حکومت یوه هندوستانۍ مېرمن بېرته له کینیا څخه هندوستان ته بیرته ستنه کړه.

دغه هندوستانۍ مېرمن راضه پټیل نومېدله او دعوه یې کړې وه چې ایجنیز هېملټن د نڅا د کار لپاره کینیا ته لیږلې وه.

ځایي چارواکو ویلي چې راضیه په نوم دغې مېرمنې ویلي چې ایجنیز په دې بهانه چې په کينیا کې یې ورته ښه کار پیدا کړی له هندوستان ولېږله خو زیاتوي هلته له رسیدو سره سمه په ځان خرڅوونې مجبوره شوه.

د راضیه پټيل له خبرو وروسته د ممبئي د جرایمو برخې د بالیوډ دغه کوریو ګرافر او د نڅا ښوونکې نېولې.

رسنۍ وایي، نوموړې پر دې خبرې اعتراف کړی چې انساني قاچاق او له ښځو په ناوړه ګټې اخیستنې کې لاس لري.

دې زیاته کړې له خپلو ټولګیو به یې نجونې د پيسو په مقابل کې له هندوستانه بهر نورو هېوادونو ته لېږلې.

په دې رپوټ کې هېملټن له خولې راغلي، چې له هندوستان بېرون د هرې استول شوې نجلې په مقابل کې یې ۴۰ زره روپۍ تر لاسه کړي دي.

کینیا، بحرین او متحده عربي اماراتو یې د هغو هېوادونو نومونه یاد کړي چې نوموړې به ورته له هندوستانه د پیسو په مقابل کې نجونې په قاچاقي ډول سره استولې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی