د هلمند امنیتي وضعیت خراب شوی؛ اجرائیه ریس عبدالله هلمند ته تللی و

د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرائیه مشر د یو لوړ رتبه پلاوي په ملتیا هلمند ته تللی و، څو د هلمند امنیتي وضعیت له نژدې وګوري.

په هلمند کې له تیرو دوه ورځو راهیسې د دولت ضد وسله والو او افغان امنیتي ځواکونو ترمینځ درنو جګړو زور اخیستی.

د ډاکتر عبدالله عبدالله سره په دغه سفر کې د دفاع وزیر او د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ملګري وو.

نوموړي په هلمند کې د چارواکو په امنیتي غونډه کې برخه واخیسته او دغلته یې له افغان سرتیرو او قومندانانو سره وکتل.

د اجرایه ریاست څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ځايي چارواکو ښاغلي عبدالله ته وویل چې د هلمند امنیتي وضیعت د پخوا په مقایسه ښه شوی دی.

اجرایه ریس په هلمند کې امنیتي چارواکو ته ویلي چې د پسرلي له رارسیدو مخکې دې د لښکرګا په شاو او خوا د حکومت وسلوال مخالفان وزپي.

ولسمشرۍ ماڼۍ له دې سفر مخکې ویلي وه، چې د هلمند د امنیتي وضعیت د نژدي څارنې او ارزونې لپاره به دغه ولایت ته یو لوړ رتبه پلاوی ولیږي.

وسله والو طالبانو د هلمند په بیلابیلو امنیتي پوستو ډلیز بریدونه پیل کړي. د امنیتي چارواکو په وینا د هلمند په سنګین کې همدا اوس د امنیتي ځواکونو او دولت ضد وسله والو ترمینځ سختې نښتې روانې دي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */