سپورټ کورنی کرکټ

جنوب غرب حوزې ورزشي خبريالان: موږ سره د مور او میرې چلند کیږي

لیکنه: مدثر دعوت

هلمند کي ورزشي خبريالانو د جنوب غرب حوزې په نمايندګۍ مطبوعاتي کنفرانس ورکړ او ورزشي ادارې يې د مور او ميرې په چلند تورني کړلې.

دوی وايي ورزشي ادارې هرکله ددې پرځای چي د لوبو او يا ورزشي پروګرامونو په اړه ورزشي خبريالانو ته مالومات ورکړي،پرځای يې د غيري مسلکي کسانو له لوري خبرونو خپريږي.

دوی همدارنګه د کرکيټ بورډ اداره په دې تورنه کړل چي د ورزشي خبريالانو پرځای غيرمسلکي ياهم د نورو برخو خبريالانو ته امتيازونه ورکوي، چي يومثال يې د افغانستان غوره ليګ پايلوبي لپاره د غيري مسلکي اشخاصو استول وو.

په داسي حال کي چي جنوب غرب حوزه کي په لسګونو ورزشي خبريالان سته خو کرکيټ بورډ يې پر ځای داسي کسان ليږلي وه چي د ورزش سره هيڅ تړاو نلري او نه هم په کرکيټ پوهيږي.

په جنوب لويديځه حوزه کي د ورزشي خبريالانو مشر سميع الله سيرت د ورزشي ادارو دغيري مسلکي کړنو څخه يادونه وکړل او ويې ويل چي اوسمهال د هيواد په ګوټ ګوټ کي د ورزش په برخه کي داسي خبريالان سته چي په نړيواله سطحه يې ټرينينګونه اخيستي او يا هم د هيواد په سطحه روزل سوي خو ورزشي ادارې يې په اهميت نه پوهيږي.

سيرت وويل چي په جنوب لويديځه حوزه کي د ورزش د برخو مسؤلينو ته د خپلو فدراسيونونو نومونه لاهم ندي مالوم،خدمت خويې لا پر لويه لار پريږده.

په هلمند کي د دوچولې المان ږغ راديو خبريال مجتبی محمدي د ورزش دنورو ستونزو تر څنګ په هلمند کي د جوړيدونکي کرکيټ لوبغالي په اړه وويل چي په وارو وارو مو د جنوب لويديځي حوزې او د هلمند د کرکيټ مسول څخه ددې لوبغالي د بې کيفيتۍ او غيرمعياريتوب په اړه پوښتنه کړې خو ددوی له لوري لا تر اوسه هم مثبت ځواب ندی راکړل سوی.

پداسي حال کي چي د کرکيټ بورډ وياند فريد هوتک څو مياشتي مخکي ويلي وه چي موږ به په دې اړه ډير ژر مالومات درکړو.

ورزشي خبريال خپلواک دريځ ورزشي ادارې پر بې کيفيتۍ تورني کړلې او ويې ويل چي دوی هرکله د ورزشي ادارو څخه مالومات غوښتي خو پر وخت يې ځواب ندی ورکړی.

دريځ وويل څو ورځي مخکي د هلمند دفوټبال د فيدراسيون له لوري رسمي ټورنمينټ په لاره اچول سوی وو خو هيڅ يو ورزشي خبريال ته د افتتاح دمراسمو لپاره خبر نه وو ورکول سوی.

ده همدارنګه وويل چي تيره ورځ هلمند کي د هارډ بال رسمي ټورنمينټ افتتاح ته هم هيڅ ورزشي خبريال نه وو ورغوښتل سوی پداسي حال کي چي دا ټورنمينټ تر۷ مياشتني ځنډ وروسته پيل سو.

يوازي جنوب غرب حوزه نده چي خبريالان د ورزشي ادارو څخه شکايت کوي،په مرکز کابل او نورو اکثرو ولايتونو کي هم خبريالان، ورزشي ادارې پر بې کيفايتۍ تورنوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورتي برخه کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي مدثر د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.