د افغانستان پوهنتونونه زده کړې

هلمند پوهنتون

یادونه: دا لیکنه په مسیر ورځپاڼه کې خپره شوې چې معلومات یې په ۱۳۹۷هـ لومړیو کې راټول شوي، ممکن وروستیو کې ځیني تغیرات هم په کې راغلی وي، خو دلته یې د عمومي معلوماتو لپاره کټ مټ خپروو.

د علمي او قومي مشرانو د هلو ځلو په پایله کې په ۱۳۸۶ کال کې د هلمند د لوړو زده کړو موسسه د لوړو زده کړو وزارت له خوا منظور شوه او په ۱۳۸۷کال کې يې د تعمیر د نه درلودلو له کبله د هلمند د پوهنې ریاست اړوند د عالي دارالمعلمین په ودانۍ کې خپلې چارې عملاً پیل کړې. وروسته د وخت د والي، د پوهنتون د ادارې او خلکو د هلو ځلو په پایله کې د هلمند پوهنتون ته د لښکرګاه ښار ختیځ لور ته (۷۰۰) جریبه ځمکه ورکړل شوه. په ۱۳۹۱ کال کې د پوهنتون د موقعيت د لرېوالي او نامناسب امنیتي وضیعت په خاطر د پخواني ولسمشر او وزیرانو شورا د ۵۲مې ګڼې مصوبې پر اساس د ښار د ننه شا و خوا ۷۳ جرېبه ځمکه د هلمند پوهنتون ته په وړیا ډول ورکړل شوه. د کابینې د پرېکړې پر اساس لږ تر لږه ۴۹ جرېبه ځمکه پوهنتون ته تسلیم او لږ تر لږه ۲۴ جرېبه یې لا د محاکمو فیصلې ته د انتقال انتظار کوي او تر اوسه پورې د هلمند پوهنتون خپلې چارې د پوهنې ریاست په اړونده ودانیو کې پر مخ وړي.

لکه څه ډول مو چې مخکې وویل، هلمند پوهنتون په ۱۳۸۶ هجري لمريز کال کې د هلمند ولايت د ولسونو او مشرانو په غوښتنه د وخت د ولسمشر حامد کرزي له خوا منظور او په ۱۳۸۷هجري شمسي کال کې يې عملا د کرهڼي پوهنځي په پرانيستلو سره په فعاليت پيل وکړ. د هلمند پوهنتون رییس پوهنیار محمد سورګل عبدالرحمان وایي، په لومړي کال کې د هلمند پوهنتون د زراعت پوهنځي د محصلانو شمېر (۴۵) تنو ته رسېده چي (۹) تنو استادانو يې د تدريس چاري پر مخ بېولې.

ښاغلی عبدالرحمان وایي، اوس په ياد پوهنتون کي څلور فعال پوهنځي لکه زراعت پوهنځی، د ښوونې او روزنې پوهنځی، انجنيري پوهنځی او د وترنرۍ پوهنځی لري چې د افغانستان د هر ولايت څخه محصلین ورځي او په (۱۰) ډيپارټمنټونو کې پکې زده کړې کوي. په ټوله کې د هلمند پوهنتون تدريسي او علمي چارې د څه باندې (۷۰) تنو مجربو او مسلکي استادانو په وسيله پر مخ بېول کېږي. ياد پوهنتون علمي معاونيت، اداري معاونيت، د محصلانو او استادانو مديريت، د بشري منابعو مديريت، اجرائيه مديريت او څلور تدريسي مديريتونه لري چې د پوهنتون ټولې چارې په منظم ډول پرمخ بيايي او دغه پوهنتون په خپل چوکاټ کی ۸۴ اکاډمیک بستونه لري.

هلمند پوهنتون اوس مهال د ۲۰۰۰ په شاو خوا کې محصلین لري. دا چې د هلمند په پوهنتون کې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه محصلین زده کړې کوي، نو ۶۵۰ تنه یې لیلیه دي او پاتې نورو ته بیا هغه چې پر شرایطو برابر دي، بدل اعاشه ور کول کېږي.

د يادونې وړ ده چې هلمند پوهنتون د شاوخوا (۶۰۰۰) جلده کتابونو په لرلو سره يو مرکزي کتابتون لري او د دريو رشتو کيميا، فزيک او بيولوژي لپاره لابراتوار هم لري چې محصلین د اړتیا پر وخت د نظري زده کړو تر څنګ عملي زده کړي هم کوي. دغه راز دغه پوهنتون د هرې څانګې لپاره بیا ځانګړی کتابتون هم لري. د دغه پوهنتون رییس پوهنیار عبدالرحمن وایي، دوی له نوري فایبر سره وصل دي او د لوړو زده کړو وزارت پر مټ له نړیوالو کتابتونونو سره همغږي لري، چې استادان او محصلین کولی شي د اړتیا پرمهال خپل معلومات هغه که په هره برخه کې وي تر لاسه کړي. خو ښاغلی عبدالرحمن وایي، چې له لوړو زده کړو وزارت څخه یې بیا هم غوښتنه ده چې د کتابتون په غني کولو کې ور سره مرسته وکړي.

د دغه پوهنتون رییس وایي روان کال به خپله اوومه دوره فارغ شوي محصلین ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړي. دی وایي تر دې وړاندې یې تر اوسه پورې له بېلا بېلو پوهنځیو څخه لږ تر لږه ۱۱۰۰ محصلین فارغ کړي دي.

د هلمند پوهنتون د زراعت پوهنځی په ۱۳۸۷هجري شمسي کال کې تاسيس شو چې اوس مهال درې څانګي لکه: اګرانومي، هارټيکلچر او اقتصاد ډيپارټمنټونه لري. د کرنې پوهنځي محصلین په څلورو ټولګيو کې خپلي زده کړې کوي.

د زراعت په پوهنځي کي تدريسي چاري د ۲۴ تنو استادانو له خوا پرمخ بېول کېږي. د زراعت پوهنځي درسي نصاب د لوړو زده کړو وزارت د معيار او نورم مطابق په کرېډېټ سيسټم عيار او پلی کېږي.

د ښووني او روزني پوهنځی په ۱۳۸۸هجري شمسي کال کې د (۶) ډيپارټمنټونو لکه کيميا، رياضي، فزيک، پښتو، انګليسي او بيولوژي څانګې په شمول د لوړو زده کړو وزارت له خوا منظور شو چې په ۱۳۸۹ هجري شمسي کال کې يې ټولي علمي، تدريسي او اداري چاري د کيميا څانګې په پرانيستل کېدو سره پيل شوې.

د ښوونې او روزنې پوهنځی اوسمهال د څلورو فعالو څانګو لکه کيميا، رياضي، پښتو او فزيک ډيپارټمنټونو په درلودلو سره (۱۶) فعال ټولګي لري چې په ټوله کې (۸۵۰) تنه محصلان لري. د يادونې وړ ده چې د ښوونې او روزنې یو شمېر استادان بېلابېلو بهرنیو هېوادونو ته د ماسټرۍ لپاره تللي دي. د ښوونې او روزنې پوهنځی په خپل تشکيل کې کتابتون او بېلابېلې کمېټې لري چې د دغه پوهنځي چارې پر مخ وړي.

د انجنیري پوهنځی په (۱۳۹۰) هجري شمسي کال کې د دوو څانګو لکه سېول او اوبو لګونې په درلودلو سره منظور او په (۱۳۹۱) هجري شمسي کال کې يې عملا خپلې علمي، اداري او تدريسي چاري پيل کړې. د انجنیري پوهنځی اوس لږ تر لږه (۱۵۰) محصلین لري چې د (۱۵) تنو مجربو استادانو له خوا زده کړې ورکول کېږي.

د وترنرۍ پوهنځی د هلمند پوهنتون په تشکيل کې په (۱۳۹۲) هجري شمسي کال کې تاسيس شوی دی چې اوسمهال د (۱۴۵) په شاوخوا کې محصلین لري.

هلمند پوهنتون که څه هم چې تر اوسه پورې له نورو بهرنیو پوهنتونونو سره کومه اړیکه نه لري، خو په ګڼو بهرنیو هېوادونو کې یې لږ تر لږه ۲۰ تنه استادان د ماسټرۍ دورې پر بشپړولو بوخت دي. د دغه پوهنتون رییس وایي، چې د هېواد له ګڼو پوهنتونونو سره په اړیکه کې دي.

په هلمند پوهنتون کې تر اوسه پورې د ماسټرۍ کوم پروګرام نشته، خو د ښاغلي پوهنیار عبدالرحمن په وینا چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې به د دغه پوهنتون د انجنیري په پوهنځي کې د ماسټرۍ پروګرام پیل کړي، ځکه اوسمهال په دغه پوهنځي کې یو دوکتور شتون لري او تر راتلونکو دوو کلونو پورې به دوه نور استادان چې اوس مهال په بهر کې پر دوکتورا اخیستو بوخت دي هېواد ته را وګرځي.

تازه په هلمند پوهنتون کې ددغه ولایت د حج او اوقافو ریاست له لوري د یو باب مسجد د جوړولو چارې بشپړې شوې دي. دغه راز د لوړو زده کړو وزارت له خوا د لیلیې او طعام خورۍ د جوړولو چارې روانې دي. د یادونې وړ ده چې تېر کال د هلمند پوهنتون استاد پوهنيار محمد موسی علمي د کانګرېټو د يوې آلې تر اختراع کولو وروسته د کانګرېټو يو نوی مخلوط ډېزاين کړ. د کانګرېټو د دې نوي مخلوط ډيزاين د کانګرېټو په نړيوال کنفرانس کې منل شوی دی چې د جرمني هېواد د درسدن ښار په تخنيکي پوهنتون کې جوړ شوی و. د درسدن پوهنتون چې هر کال ورته له ټولې نړۍ څخه پروفيسوران د کانګرېټو په برخه کې خپلې نوې څېړنې استوي تر کتنې وروسته غوره څېړنې قبلوي، کنفرانس پرې جوړوي او د يو کتاب په بڼه يې هم چاپوي. په ياد کنفرانس کې چې د ۲۰۱۷ زېږديز کال د سپټمبر په مياشت کې جوړ شوی و، د هلمند پوهنتون د استاد پوهنيار محمد موسی علمي دويمه اختراع ومنل شوه او ثبت شوه. د هلمند پوهنتون د استاد دا ډيزاين د فایبر لرونکو کانګرېټو لپاره د یوه نوي میکس (مخلوط) طرحه ده چی دا کانګرېټ نسبت و نارمل کانګرېتو ته د ضربتي او ډینامیکي قواو په مقابل ډېر زیات مقاومت لري. له دې ډيزاين سره به يو ځل بیا د افغانستان او هلمند پوهنتون نوم د کانگرېټو نړیوال كنفرانس او کتاب کې د نړیوالو پوهنتونونو او څيړونكو تر څنګ ولیکل شي.

د هلمند پوهنتون هم د هېواد د نورو پوهنتونونو په څېر له ګڼو ستونزو سره مخ دی، چې تر ټولو لویه ستونزه یې د ودانیو نشتون دی. د هلمند پوهنتون له لوړو زده کړو وزارت، اړوندو چارواکو او موسسو څخه غواړي، چې په دې برخه کې ور څخه خپله مرسته ونه سپموي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.